پوره (۴۵) کاله وروسته د پلچرخي زندان څخه ليدنه؛ او ډېر غم انگيز يادونه بيا را تازه کيدل
مې پرون يو ځل بيا د پلچرخي محبس د سيف الله مخلص صاحب په مرسته وليده، او ډير غم انګیز يادونه بيا را تازه شول.
کله چه داول بلاک دروازې ته نژدې شوم ، ددروازي تر څيرمه مي هغه دوه بسونه سترګو ته ودريدل چه دداود د وخت بنديان، د اسلامي نهضت غړې پکې د کمونستانو په مرميو غلبیل غلبیل شوي وه او په همدغه ځای کې ولاړ وه.
بيا چه کله انګړ ته دننه شوم ، د هماغو بنديانو په ملګرو باندي د چهار ميله ماشيندارې ډزو مې په غوږو کي انګازي کولې چه له دريم بسه يي ښکته کړي وه ، او د محبس په انګړ کي يي د شپي له يوولسو بجو د سهار تر تقريبا څلور بجو پورې په شهادت ورسول چه ټول ( ۱۱۸) کسان وه.
بيا چه د دوهم منزل د ( ۱۱) نمبر کوټې مخ ته ودريدلم، عجيبه صحنې راپياد شوې، هلته چه د (۱۳۵۸) کال د ميزان په ( ۲۷) د حفيظ لعين د اګسا( خاد) رئيس ( عزيز اکبري) زمونږ کوټې ته پداسې حال کې راننوت چه يو لست ورسره وو، او زما پلار ته يي وويل : ته فلاني يي؟ هغه ورته وويل چه هو، بيا يي په هماغه لست کې څه وليکل.
د هغه د وتلو نه وروسته می پلار پوه شو چه خبره څه ده، نو هغه عسکري شړئ او روجايي چه د بنديانو بستره وه ، هغه يي راټوله او ديوال ته تکيه کړه او دغه ايت يي تلاوت کړ ( اينما تکونوا يدرککم الموت ولو کنتم في بروج مشيدة) او ويي ويل:
له مرګه نه ويريږم ، خو انديښنه می دې ته ده چه په خپل عمل مې په جنت کې ځان ته ځاي نه وينم.
بيا سبا شپه ( ۱۱) بجې راننوتل او پلار ته مي يي وويل چه راځه چه ځو، پلار مي د کوټې ملګرو ته وويل چه ما راويښ نه کړي، خو ما ورته ورغږ کړ چه زه ويښ يم.
بيايي اودس تازه کړ ، او ما ته يي خپل ځينې شيان چه ورسره وه راکړل، نور مې په همدغه د واړه کې قرآن مجيد په لاس کې ونيوه او ښکل يي کړ، او زه يي د اول او آخرځل لپاره ښکل کړم، ته به وايي چه د ږيری ويښتان يي اوس هم راچوښيږي، نور رانه روان شو، د دهليز په سر اوله کوټه کي دوه خلقيان، حنيف يرغل او ډاکټر زرغون هم بنديان وه او په همدغه شپه يي وړل،يرغل شور کاوه چه په دې نيمه شپه مو چيری وړئ! حزب
بدناميږي او ... او ... خو پلار مې ورغې او ورته يي وويل چه : راځه ، همدا نن شپه به معلوميږي چه څوک په حق او څوک په باطل دي...
بيا ددوهم منزل نه هغه دهليز ته راښکته شوم او په هغه دهليز کې سوچونو لاهو کړم چه يو عسکر راته وويل : په همدې دهليز کې يي بيګاه شپه د بنديانو جامي څيري کړی او د هغوې سترګې يي پرې وتړلی...
بيا د بلاک شاتني انګړ ته لاړم، کوم ځاي چه هر مازديګر به د يو دوه ساعتونو لپاره بنديانو ته هلته د وتلو اجازه ورکول کيدله.
ډير خلک می داسی سترګو ته ودريدل لکه همدا اوس چه مجلسونه کوي،
او هغه ماښام هم راپياد شو چه مونږ دري څلور کسانو ته مو دلته پلار لمونځ راکاوه ، او مخکي مو نږدې سليمان لايق او( ...) ټوکې ټکالی او قهقهې کولې ، ته به وايي چه غواړي زمونږ لمونځ اخلال کړي، نو پلار مې چه سلام وګرځاوه همدومره يي د ځان سره وويل چه:
دومره هم څوک ځان نه ټيټوي.
دلته مي په هغه بل ګاونډ ( دوهم) بلاک سترګي ولږيدلې، چيری چه ما تقريبا( ۱۵) مياشتې تيرې کړې وي، کوم ځاي چه می اول ځل د شپي له خوا د خلاصولو په نوم، پوليګون دښتې( د بنديانو د شهيد کولو ځاي) ته د بنديانو د وړلو جريان وليده، کله به چه هيئتان راغلل نو هر چا به فکر کاوه چه اوس به زما نوم اخلې او پوليګون ته به مې بيايي...
د کمونستانو د جنايت او ناخوالو ډير څه مې داسې سترګو ته ودريدل چه ته وايي همدغه پرون تير شوي دي.
خو په دي توپير چه پرون تنکی زلمی ووم او نن مي ږيره سپينه ده،
هغه چه پرون راسره همدغلته وه ، کم يي پاتي او ډير يي خپل ابدي کور ته کوچېدلي دي، الله تعالی دی رحم پري وکړي.
دغه ( ۴۵) کاله راته اوس داسې بريښي لکه د سترګو په رپ کې چه تير شوي وي.
آه ، دا د عمر سفر څومره لنډ دې ، خو دریغه چه څوک دغه تريخ حقيقت درک، او د ابدي سفر توخه برابره کړي.
