No-IMG

تالبانو اشتباه وکړه!

ت.ال.ب.انو د نه جبرانېدونکو اشتباهاتو ارتکاب وکړ، د ح.ز.ب پر دفتر چاپه وهل، د اسلامي پوهنتون تړل او د بريا تلوېزيون پر فعاليتونو بنديز لگول هغه اشتباهات دې چې ت.ا.لب.ان  به يې کله هم جبران نه کړي!! دوی پداسې حال کې ددې ډول اشتباهاتو مرتکب شول، چې په خوا وشا کې يې د ميليونونو جريبه دولتي ځمکو غاصبين موجود دي!! د شېر پور ځمکې يې بېلگې یادولی شو، چې نه يې دوسيې تصفيه شوې او نه يې چا پاڼه واړوله !! که تالب.ان وايي چې د شېر پور ځمکې تېر دولت خلکو ته سپارلې او د وېش عمليه يې په قانوني ډول تر سره شوې؛ نو ددې معنی داده چې تېر دولت هم قانوني ؤ او د قانوني دولت په وړاندې جهاد هم د توجيه وړ نه دی!! ضمناً تالب.انو دا محاسبه هم ونه کړه چې د شېر پور ځمکې چاته ور کړی شوې!؟ آيا مستفدين يې بې وزله او بې سر پناه خلك وو او که يې سلگونه جريبه ځمکې او سلگونه شيش محلونه نور هم لرل!؟ عجيبه ده چې دوستم هم هلته تاج محل جوړ کړی، تر لس جريبه ډېره ځمکه يې غصب کړې، او د افغانستان په گوټ گوټ کې يې سلگونه ماڼۍ نورې هم شته؛ خو ت.الب.انو دا جرئت ونه کړ، چې په هکله يې شرعي پرېکړه وکړي!! دوی  پداسې حال کې د دوستم او نورو غاصبينو په هکله فيصله ونه کړه چې د لیلې دښتې شهيدان د حال په ژبه د خپلو وينو انتقام غواړي او د انتقام يوه برخه يې دا هم ده چې کم له کمه د غصب ځمکې خو ترې واخيستل  شي!! همدا راز په تېرو پنځه څلوېښت کلونو کې کمونيستانو د هېواد ډېری ځمکې لاندې کړې، سره مينه پنجصد فاميلی، مکروريان، تای مسکن، دو صد فاميلي، ریشخور، د وزير اکبر خان ډېری نمرې او آن د ارزان قېمت یوه لويه برخه په غیر قانوني ډول په کمونيستانو ووېشله شوه؛ خو ت.ا.لب.انو يې پاڼه هم وانه ړوله!! همدا اوس گلاب زوی د دارالامان په شپږ جريبه دولتي زمکه کې کور لري، عصمت مسليم د شهر نو په دولتي ځمکه کې جوړه مجلله بنگله لري؛ خو ت.ال.ب.انو ته لومړیتوب دا ؤ، چې له کمونيستانو نه مخکې د ح.ز.ب پر دفتر چاپه ووهي!! له دوی سره دا فکر هم پيدا نه شو چې که کمونيست گلاب زوی د ح.ز.ب دفتر سره خوا په خوا کې په شپږ جريبه دولتي ځمکه شخصي کور جوړولی شي؛ نو د ح.ز.ب مشر يې د دفتري کارونو لپاره ولي جوړ نه کړي!! ح.ز.ب خو همغه سازمان دی چې له يوې خوا يې ټول هېواد د سرې امپراتورۍ له انضمامه بچ کړ او له بلې خوا له تا سره ديني او جهادي مشترکات لري، له تا يې دفاع کړې او په زرگونو مج.اه.د.ين يې همدا اوس هم له تاسو سره په سنگرونو کې پراته دي!!

آيا شریعت همدا وايي، چې له کمونيسته گام واړول شي او پر مسلمان بريد وشي!!

آيا دا عمل شرعاً د توجيه وړ دی چې اسلامي  پوهنتون بند کړی شي؛ خو د سېکولرانو پوهنتونونه آزاد فعاليت ولري!؟

آيا اسلام همدا وايي چې يو ستر اسلامي سازمان د شپږ جريبه ځمکې حقدار ونه گڼل شي؛ خو په څنگ کې يې يو کمونيست په شپږ جريبه دولتی ځمکه کې د شخصي ماڼۍ حقدار وي!؟ آيا دا د اسلام حکم دی چې د امت په نماينده تلوېزيون بنديز ولگول شي؛ خو هغه رسنۍ آزاد فعاليت ولري، چې تا پرون د پرديو په چوپړ متهمولې!؟ د اسلام حکم خو دادی چې په دښمنيو کې هم لومړیتوبونه په پام کې ونيول شي او په دښمنانو کې هغه څوك لومړۍ وگڼل شي چې له خدای او پيغمبر سره جنگېدلی، دلته يې د الحاد مفکوره راوړې، رو سان يې راوستلي، د مقدساتو خلاف يې له نا ټو او وارسا سره مرستې کړې، او  په ميليونو نو مسلمانان يې وژلي؛ خو ډېره دردناکه داده چې ت.ال.بان لومړیتوبونه، نه پېژني او د دښمنيو رُخ هغه چاته اړوي، چې له ښکېلاك سره مبارزه يې د تاریخ زرین باب تشکيلوي!!

زه نه د ح.ز.ب غړېتوب لرم او نه له موجود نظام سره مخالفت د توجيه وړ گڼم، ماته موجود نظام ځکه غنیمت ښکاري، چې موږ د ملوك الطوائفي او کمونيستانو اضرار ليدلي، زموږ په خوله کې هره لحظه دا دعا ښکته پورته کېږي، چې الله تعالی دې نظام ته ټيکاو او ښکلا دواړه ورکړي، دا مو د زړه خبره ده چې دا نظام حمايه کړی شي او افغانستان يو ځل بيا د نا امنیو په گرداب کې سقوط ونه کړي؛ خو ددې نظام د پايښت لومړۍ عنصر دادی چې خلك را ونه پارول شي، د دوست او دښمن تر منځ تفکيك وشي، او هر کار د لومړ یتوبونو پر بنسټ تر سره شي، ممکن په ت.الب انو باندې زموږ  نيوکې ښې ونه لگي؛ خو سبا به هرو مرو په دې پوه شي چې موږ يې قلبي خوا خوږي وو او انتقاد مو ديو ستر مصلحت پر بنياد ولاړ ؤ. ت.الب.ان  بايد په دې پوه شي چې افغان قوم په چوخولو نه رامېږي، تاريخ ښودلې چې د خلکو په چوخولو د نظامونو مراندې سستې شوې او په پايله کې يې خطر ناك انقلابونه را منځته شوي، کمونيستانو خلك وځورول، زندانونو ته يې واچول او په دې گمان يې ووژل، چې خپله مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو نه يوازې يې څوك رام نه کړی شوای، لاچې په مقابل کې يې عام نفير را منځته شو او په پايله کې يې کمونيزم او سرې امپراتورۍ دواړو سر وخوړ. تالبان بايد ومني چې انقلاب معمولآ په مقهورو ټولنو کې را منځته کېږي، چېرته چې ولسونه د محروميت احساس وکړي، په تقابل لاس پورې کوي؛ ځکه خو اړينه ده چې په احتياط گامونه واخيستل شي او د افغان قوم د پارېدلو په رگ گوتې ونه وهل شي، تالبان دې دا هم له پامه نه باسي، چې همدا اوس په زرگونو حريفان لري چې د سقوط لپاره يې شېبې شمېري، حتمي نه ده چې څوك به لاس ور نه کړي او هېواد به د بل بحران کومي ته ونه غورځوي.

قرآن عظيم الشان د الله پيغمبرﷺ ته فرمايي:

د الله د مهربانۍ په وجه له خلکو سره نرم شوې، که سختي دې کړې وای، د صحابه وو غوندې جليل القدره خلك به ستا په څېر عظيم الشان پيغمبر نه خواره واره شوي وو! نو نه يوازې نرمي کوه؛ بلکې عفوه هم ورته کوه، له خدايه مغفرت هم ورته غواړه، او په امورو کې مشوره هم ورسره کوه.

په زور کلي کله کېږي دا متل دی

د وگړو چوخول ورو، ورو قيام شي

که همت هم يو بڅری چا کې نه وي

ستا وهل به ورته سهل له ناکام شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک