مهم ترين های امروز پنج شنبه
✒️: تیم ملی فوتبال زیر سن هفده سال افغانستان تاجیکستان را شکست داد. دو تیم شب گذشته در چارچوب قهرمانی مرکز آسیا در شهر دوشنبه تاجیکستان برابر هم به میدان رقابت رفتند که در فرجام بازیکنان کشور حریف میزبان خود را با نتیجه یک بر صفر شکست دادند و به دیدار نهایی رقابتها صعود کردند.
بازیکنان کشور پیش از این تیم قرقیزستان را در این رقابتها با حساب دو بر صفر نیز مغلوب کرده بودند.
✒️: د پنجشېر لویه لار چې تېره ورځ د سیلابونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه تېره شپه ناوخته بېرته پرانیستل شوه. د پنجشېر د امنیه قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي ویلي، یاده لار له ۱۵ ساعته ځنډ وروسته تېره شپه درې بجې د امنیتي ځواکونو په هڅو بېرته پرانیستل شوې ده.
✒️: د جوزجان سیمه ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې نن (پنجشنه) د تېلو په یوه ټانک کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د مسوولینو په خبره، اور وژونکې ډلې د اورلګېدنې د مهارولو په هڅه کې دي.
تر دې مهاله د اورلګېدنې د علت او له امله یې د مالي او ځانې زیانونو په تړاو مالومات نشته.
✒️: آتشسوزی در تانک تیل جوزجان مهار شد. سیفالدین معتصم، رییس اطلاعات و فرهنگ جوزجان، اعلام کرد که این رویداد صبح امروز در بندر سرپل شهر شبرغان، به دلیل شارتی برق رخ داده است. به گفته وی، نیروهای آتشنشانی به موقع به محل حادثه رسیده و از گسترش آتش به خانههای مسکونی جلوگیری کردهاند.
این آتشسوزی پنجاه هزار دالر آمریکایی زیان مالی برجای گذاشته است.
✒️: د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان له استازي، ایډوین سینیزا سلویډور، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق له استازي، تاج الدین اوېلا او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له مسوولینو سره کتلي دي.
عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې د مانکي پاکس ناروغۍ د مخنیوي او دغه برخه کې د اړوند ادارو ترمنځ همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.
✒️: سالنګ لویه لار به له نن ورځې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي. د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس وایي، د سالنګ لویې لارې د درېیو برخو د روانو چارو چټکتیا په موخه به دغه لار له نن (پنجشنبه د وږي لومړۍ) ورځې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي. محمد اشرف حق شناس وایي، دغه لویه لار به د کوچنیو مسافر وړونکو موټر پر مخ پرانیستې وي.
✒️: د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د قطر سفارت له نوي چارسمبالي سره په کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي حقاني له مردف القاشوطي سره په کتنه کې د قطر او افغانانو ترمنځ د تاریخي اړیکو ستاینه وکړه. د قطر سفارت نوي چارسمبالي ټینګار کړی چې د قطر او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د دوام لپاره به کار کوي.
✒️: د بلوچستان په دالبندین سیمه کې د پنځو وژل شویو افغانانو جسدونه افغانستان ته لیږدول شوي او په چمن-بولدک کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
یاد افغانان د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوي وو او بیا یې جسدونه د برق پر ستنو ځړول شوي وو.
✒️: طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله لس تنه مړه او اته نور ژوبل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ځاني مرګ ژوبلې سربېره خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي چې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ کابو ۱۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
✒️: محمد درویش، رئیس شورای مشورتی حماس پس از دیدار با زیاد النخاله، دبیرکل جنبش جهاد اسلامی و محمد الهندی معاون وی، بیانیهای مشترک صادر کرد.
جنبشهای حماس و جهاد اسلامی در این بیانیه مشترک بر خروج کامل اسرائیل از تمامی مناطق غزه، آغاز بازسازی منطقه، توافق مبادله اسرا و پایان محاصره تاکید کردند.
در این بیانیه بر ضرورت توقف حملات اسرائیل علیه غزه و مجازات سران اشغالگر که مرتکب جنایات علیه بشریت شدهاند، تاکید شد.
✒️: راپورونه کاږي چې اندرا پردېش ایالت کې د درملو یوې کارخونه کې چاودنې ۱۷ تنه وژلي او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان دي. راپورونه زیاتوي چې له لومړۍ چاودنې وروسته کارخونه کې د کېمیاوي توکو دویمه چاودنه هم رامنځته شوې چې مرګ ژوبله یې زیاته کړې ده.
✒️: راپورونه کاږي چې اوکراین د روسیې پلازمېنه مسکو کې د ۱۱ بې پيلوټه الوتکو په مرسته هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
بلخوا؛ روسي چارواکو ادعا کړې چې پر مسکو د اوکراین برید ټولې بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.
✒️: د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي چې د مذاکراتو دوام لپاره دې غزه کې د لنډمهاله اوربند زمینه برابره کړي.
اخوا؛ د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې درې فلسطینیانو ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپيان دي.
✒️: په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف وايي، چې د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه ځانګړې الوتنه کې ۲۵ ټڼه د غنمو اوړه کندهار ته ولېږدول.
ژیرنوف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرستې د روسیې د دوستۍ ماڼۍ له لوري د نړیوالو پروژو په چوکاټ کې "ټول کال خلک او روسیه له تاسو سره" تر نامه لاندې او د روسیې د همکارۍ ادارې په ملاتړ چمتو شوې وې.
✒️: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنټ له اسلامي امارته غواړي چې له خپلې پرېکړې لاس په سر شي او افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي. ریچارډ بنټ وایي، افغانستان ته پر نوموړي د سفر بندیز نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل په برخه کې اندېښنې راپورته کوي. د بنټ په خبره، تېر یوه کال کې یې افغانستان ته سفر نه دی کړی او زیاتوي چې تر دې وروسته به هم خپلې دندې ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې پر ریچارډ بنټ د ناسمو مالوماتو وړاندې کولو له امله افغانستان ته پر سفر بندیز لګول شوی دی.
