مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د افغانستان او تاجېکستان د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د دوشنبې په ښار کې د کابل پر وخت د شپې ۹ بجې پیلیږي. که افغان لوبډله د کوربه هېواد پر وړاندې دغه لوبه وګټي نو د دغو سیالیو پای لوبې ته به لاره ومومي. د شپږو هېوادونو ترمنځ د مرکزي اسیا د فوټبال د اتلولۍ سیالۍ په داسې حال کې پیل شوي چې افغان لوبغاړو د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې قرغېزستان ته ماتې ورکړه.
✒️: د پنجشیر په رخه ولسوالۍ کې تېره ورځ (سې شنبه) ناوخته شدید سیلابونه راوتلي دي.
د مسوولینو په وینا په دغو سیلابونو کې د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د پنجشیر طبیعي پېښو ته د رسېدو رییس، محب الله جاهد وايي، دغو سیلابونو کانالونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي. تر دې دمه په دغو سیلابونو کې د بشري تلفاتو په اړه څه دي نه ويل شوي.
✒️: ریاست هواشناسی وزارت ترانسپورت و هوانوردی میگوید ۱۸ ولایت امروز و فردا (۳۱ اسد و ۰۱ سنبله) گواه بارش باران و جاری شدن سیلاب خواهند بود.
این پیشبینی شامل ولایتهای بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کنر، ننگرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بامیان، میدان وردک، کابل، لوگر، غزنی، پکتیا، خوست و پکتیکا میشود.
✒️: د اروپايي ټولنې استازې رافیلا ایوډېس د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، مېرمن ایوډېس د خپل دوه کلن ماموریت د پای ته رسېدو له امله د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره د مخه ښې کتنه کړې ده. د خبرپاڼې پر بنسټ، نوموړې له افغانستان سره د بروکسل پر دوامدارو همکاریو ټینگار وکړ او په کابل کې یې د اروپايي ټولنې د نوې شارژدافیرې په توګه د بوسکوویچ پوهر ویرانیکا له ټاکل کېدو هم خبر ورکړی دی.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس لیکلي، چې "نن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني خپل باور لیک د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د مرستیال وزیر وکیل ښاغلي سيف عبدالله الشامسي ته، په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارلو."
✒️: ننګرهار درنو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي.
مسوولین وايي چې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو له کبله یو ماشوم مړ شوی او یو تن ژوبل دی. راپورونو کې راغلي چې سېلابونه عامه کورونو ته ننوتلي او د ژغورنې ټیمونو عملیات پيل کړي دي.
✒️: اسلامي امارت افغانستان ته د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ پر راتګ بندیز لګولی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه وېله رسنۍ سره مرکه کې ویلي چې پر بېنېټ دا بندیز د افغانستان پر وړاندې د نوموړي د ناسمو تبليغاتو او نړۍ ته د دې هېواد په اړه د ناسمو معلوماتو ورکولو په پايله کې لګول شوی دی.
✒️: سازمان ملل: در هر کیلومتر از منطقه المواصی غزه 30 هزار آواره زندگی میکند.
✒️: راپورونه کاږي چې کانګو کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله ۲۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور ورک دي.
راپورونه زیاتوي چې کښتۍ په لوکیني سیند کې له ډبرینو موانعو سره د ټکر له کبله ډوبه شوې ده. راپورونو کې راغلي چې دغه کښتۍ کې ۳ سوه کسان سپاره وو.
✒️: راپورونه کاږي چې په یزد ښار کې د پاکستاني زیارت کوونکو یو مسافر وړونکی بس له خپل مسیر وتلی او د اوښتو له کبله یې ۲۸ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.
راپورونو کې د دغې پېښې لامل د موټر په برېک سیستم کې تخنیکي نیمګړتیا ښودل شوې ده.
✒️: د هند په ماهاراشترا ایالت کې لاریون له پولیسو سره په تاوتریخوالي اوښتی دی.
د تېرې ورځې دا لاریون د هند په ممبی ښار کې د ښوونځي د یوه «صفاکار» له لوري پر دوو څلور کلنو نجونو د جنسي تیري په غبرګون کې شوی دی.
هندي پولیسو ویلي شکمن کس یې نېولی او ټاکل شوې ژر یې محاکمه هم وشي. تر دې څو ورځې مخکې هم د هند په کلکتې کې یوه نوې ډاکټره تر جنسي تیري وروسته وژل شوی وه چې د ټول هېواد په کچه یې لاریونونه راوپارول او لاریون کوونکو په روغتونونو کې د ښځینه کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه کوله.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن چې تېره شپه دوحې ته رسېدلی ویلي، د غزې اوربند باید راتلونکو څو ورځو کې وشي.
بلېنکن چې په دوحه کې خبریالانو سره خبرې کولې ویلي، امریکا، مصر او قطر هڅه کوي چې حماس د اوربند د نوې طرحې منلو لپاره چمتو کړي.
وړمه ورځ د حماس یو لوړپوړي غړي ویلي و چې د اوربند لپاره نوي وړاندیز شوي شرایط او طرحه نه مني.
✒️: بمباران روز گذشته ارتش صهيونيست اسراییل در شهر دیر البلح در نوار غزه شش نفر را کشته و دهها نفر دیگر را زخمی کرده است. ارتش اسراییل از آغاز این جنگ در اکتوبر سال گذشته میلادی تاکنون نزدیک به ۴۰ هزار فلسطینی را کشته و تمامی ۲.۳ میلیون ساکن نوار غزه را بیخانمان کرده است.
✒️: د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین چچین ته په ناڅاپي سفر کې له اوکراین سره د جګړې لپاره له چمتو شویو سرتېرو سره وکتل.
رویټرز خبري اژانس د کرملین له قوله ویلي، پوتین ۱۳ کاله وروسته په ناڅاپي سفر چچین ته تللی چې د دغه هېواد له مشر رمضان قدیروف سره یې هم کتلي او هغه وسلې او ځواکونه یې له نږدې ارزولي چې د اوکراین د جګړې لپاره چمتو شوي دي.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته خپل سفر پایته ورسوه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بلېنکن داسې مهال منځنی ختیځ پریږدي چې د غزې اوربند خبرې اترې اوس هم ناڅرګندې پاتې دي. بلېنکن د غزې اوربند لپاره نوې طرحه وړاندې کړې چې له اسراييلي لوري سره یې شریکه کړې خو حماس غورځنګ ته د ځينو لاملونه له کبله د منلو نه ده او د مخکیني پلان پلي کېدل غواړي
