دجال څخه زيات خطرناک!
حضرت ابوذر غفاري رضي الله تعالی يو روايت مطابق ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: زه خپل امت له دجال نه زيات له يو بل څيز څخه ډاروم - ورڅخه پوښتنه وشوه يا رسول الله !
دا ډول خلک څوک دي ؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: ګمراه کوونکي ليډران ( الائمة المضلين)
دغه حدیث کي د ،، ائمه ،، څخه مراد د راتلونکو دورو يو شمېر مسلمان قائدين او علماء دي- دغو د زيات خطرناک کيدلو لامل د مسلم شريف کتاب الفتن کي بل حدیث په تفصیل راغلي... يوه برخه کي راغلي چې دجال په تندي به کافر ليکلې وي -- يعنې دجال ګمراهۍ به دومره زيات ښکاره وي چې پيژندونکي به يي په اسانۍ پيژني ليکن مسلم مشرانو او قائدينو د غلطي رهنمايي په سبب به يي پيژندل مشکل عمل شي .
مولانا د حديث په تشريح کي زياتوي ...
دا ډول خلک ( قائدين او علماء) به اسلام او اسلامي ملت په اړه ليکني او ويناوي کوي هغوي به ظاهرا د خپلو خبرو لپاره د اسلام حواله هم ورکوي - د همدې په اساس به عام خلک د هغوي د خبرو او څيړني تجزيې ظرفيت او وړتیا نلري نو همدي لپاره به خلکو ته ظاهرا حق ښکاره شي او ورسره به ملګري وي.
بدي په دوه ډوله ده ----
لمړي- ښکاره بدي ( naked evil)
دوهمه - مبرره بدي (justified evil)
لمړي ډول بدي په معمولي غور او فکر سره پيژندل کيږي ليکن دوهم ډول بدي پيژندل ډير مشکل کار دي ،
دوهم ډول بدي هغه شخص پيژندلي شي چې ډير سنجيده وي ، د خپل ذهن په اساس سخت محتاط وي، هغه چي د يو څيز د منلو مخکي د هغه په اړوند څيړنه او تحقيق کوي او هغه تجزيه کوي، هغه چي موضوعاتو او مسايلو په اړوند غير متعصبانه ذهن په اساس ليدلوری لري، هغه چي خپل جذباتو پرته خالص په عقلي بنيادونو د کتني او څيړني کوښښ کوي، او تر هغي د يوي خبري منلو ته تيار نه وي تر څو د غير جانب دار آدرس څخه ثبوت ونلري - په دغه ډول به بيا د دجال د شر څخه بچ کيدل ممکن وي ليکن ګمراه قائدينو او ګمراه مذهبي مشرانو د شر څخه بچ کيدل تر دي هم مشکل کار دي
مولانا وحیدالدین خان مرحوم د ليکنې څخه اقتباس او ژباړه ...
کتاب: الرسايل.....
