No-IMG

که پرېمانه حلاله شتمني او پيسې پيدا کړې او..

- د ځان او خپلې کورنۍ له پاره پرې يو ښایسته او آسوده کور جوړ کړې، څه عيب لري؟

- د خپلو دوستانو، ملګرو او مېلمنو له پاره پرې يوه پُرسهولته حجره او دېره جوړه کړې، څه عيب لري؟

- ځان ته يو نوی ماډل موټر واخلې او کور، کار، ښار او وخت ناوخت چکر ته پکې ولاړ شې، څه عيب لري؟

- خپل ځان او د کورنۍ غړو ته دې نوی ماډل سمارټ فون پرې واخلې، څه عيب لري؟

- خپل والدين او د کورنۍ نور مشران پرې فرضي حج يا عمرې ته ولېږې، څه عيب لري؟

- د خپلې کورنۍ کشران پرې معياري تعليمي ادارو کې شامل کړې او فيسونه يې ورکړې، څه عيب لري؟

- خپلې، د خپلې کورنۍ د غړو او د خپلو دوستانو او ملګرو روا غوښتنې او هيلې پرې پوره کړې، څه عيب لري؟

- هره اوونۍ له خپلې کورنۍ او دوستانو سره په ګډه د خوندورو خوراکونو او څښاکونو مېله پرې وکړې، څه عيب لري؟

- د خپلو بې وزله دوستانو، ګاونډيانو او کليوالو ماشومانو ته خوندور خوراکي توکي او د لوبو شيان پرې واخلې، څه عيب لري؟

د خپل کلي او ښار د بې وزله ماشومانو او ځوانانو له پاره يو وړيا تعلمي مرکز پرې جوړ کړې، څه عيب لري؟

- د يوه نهيلي ناروغ پوره درملنه پرې وکړې او د ژوند هيله ورکړې، څه عيب لري؟

د يوه بې وزله ځوان او معصومې پېغلې ځنډېدلی واده پرې وکړې، څه عيب لري؟

- د يوه يتيم معصومې غوښتنې پرې پوره کړې، څه عيب لري؟

- د يوې بې سرپرسته کونډې د کور او ژوند اساسي اړتياوې پرې پوره کړې، څه عيب لري؟

د یوه پوروړي او محتاج اړتیاوې پرې پوره کړې، څه عيب لري؟

د يوې کورنۍ وزګار سرپرست ته یو کوچنی کاروبار پرې برابر کړې، څه عیب لري؟

- د خير او عامه رفاه د يو کار او کمپاين مالي ملاتړ پرې وکړې، څه عيب لري؟

او بالآخره پيسې او شتمني د دغومره ښېګڼو او عالي انساني صفاتو د ترلاسه کولو د امکان په موجوديت کې ولې عيب شي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک