مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: سرچینې طلوعنیوز ته وایي، د هرات په ګمرک کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د سرچینو په خبره اور وژونکې ډلې تر دې مهاله د دغې اورلګېدنې په مهارولو کې پاتې راغلې دي. د هرات ګمرک مسوولینو تر دې مهاله د دغې اورلګېدنې د علت په اړه څه نه دي ویلي.
✒️: هرات ګمرک کې اورلګېدنه مهار شوه.
د یاد ګمرک مسوولین شمشاد ته وايي، چې د اورلګېدنې مهار لپاره د ایران څخه هم د اور وژنې یو ټیم دغه ګمرک ته رسېدلی او اور مهار شوی.
مسوولین همداراز زیاته وي، دغه ګمرک څوارلسو ګدامونو څخه یو یې سوځېدلی او دیارلس نور یې خوندي پاتې دي.
خو دا چې څومره موټر سوځېدلي او د اور لګېدنې لامل څه وو لا تر اوسه هم کره مالومات په لاس کې نشته، خو مسوولین وايي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
✒️: لبنان: تعداد کشته شدگان حملات اسرائیل به 547 نفر رسید.
وزارت صحت لبنان با انتشار بیانیهای در خصوص تلفات جانی و مجروحان "درگیریهای کنترل شده" در مرز اعلام کرد که از 8 اکتبر 2023 تاکنون 547 نفر در حملات ارتش اسرائیل جان خود را از دست داده و 1765 نفر زخمی شدهاند.
✒️: فراخوان نماینده فلسطین در سازمان ملل برای اعمال تحریم علیه اسرائیل.
ریاض منصور، نماینده دائم فلسطین در سازمان ملل متحد طی سخنانی در نشست شورای امنیت این سازمان خواهان تحریم علیه اسرائیل که حملات مرگبار خود علیه غیرنظامیان را ادامه دارد، شد.
✒️: اردوغان: مانع تلاش اسرائیل برای به آتش کشیدن کل منطقه خواهیم شد.
رئیسجمهور ترکیه اعلام کرد به رویکرد سازنده و فعال خود در سیاست خارجی ادامه داده و مانع تلاش اسرائیل برای به آتش کشیدن کل منطقه خواهیم شد.
✒️: شمار قربانیان حملات 313 روزه اسرائیل به غزه به 39 هزار و 965 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 36 فلسطینی کشته و 54 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ د دفتر (اوچا) افغانستان څانګې په خپل نوي راپور کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې له نیمايي زیات افغانان چې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون وګړي دي، له بد بشري وضعیت سره مخ دي. اوچا زیاته کړې چې ۱۲ اعشاریه ۴ میلیون وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ او ۴۸ سلنې وګړي د بې وزلۍ له کرښې په ټیټه کچه کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر دغه راز ویلي، د تېرو کلونو پرتله په ۲۰۲۴ زیږیز کال کې د مرستې کچه هم ۲۵ سلنې راکمه شوې ده.
✒️: د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ وروسته له هغې چې په برېټانیا کې څو ورځني لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل څه باندې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي دي. دغه لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې د انګلش ټاوین سیمې په شمال کې په سوت پورت ښار کې درې نجونې و وژل شوې او تور یې پر یوه کډوال پورې شو.
✒️: د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دريو کلونو پوره کېدو په مناسبت طلوع نيوز سره ځانګړې مرکه کې ومنله چې دوحې تړون پټ ضمايم هم لري. خو نوموړی وايي، چې دغه پټ ضمايم دوه موارد دي. اول، يې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي په اړه طالبانو سره پټ توافقات او دويم، د ترهګرۍ پر ضد جګړه چې طالبان او امريکا به يې په کوم ډول پر مخ وړي: «د ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې د امريکا تقاضا وه، چې څه ډول ترسره شي او طالبان يې بايد څه ډول ترسره کړي.»
د ښاغلي خليلزاد په وينا، دغه موارد د رازونو د خونديتوب لپاره پټ دي، ترڅو د طالبانو او امريکا ګډ دښمنان ترې ناسمه استفاده ونه کړي. ښاغلی خليلزاد وايي، له افغانستان څخه امريکا ځکه ووتله، چې افغانستان د امريکا لپاره مهم نه و، هلته د اوکراين مسئله، چين سره د رقابت او ... مسايل موجود وو، خو اوس هم له طالبانو سره د امريکا اړيکې شته دي او وخت ناوخت پر مسايلو خبرې کېږي.
نوموړی وايي، دا مهال له افغانستان څخه امريکا ته جدي خطر نشته او طالبانو د داعش پر وړاندې بريالۍ مبارزه کړې ده او د دوحې توافق پر اساس بايد طالبان القاعده ډلې ته هم متوجه وي او امريکا افغانستان څاري لکه د الظواهري وژل کېدل.
په ورته مهال نوموړی وايي، طالبان بايد د «سرپرست» پر ځای د يو «دايمي» حکومت رامنځته کېدو او د يو داسې اساسي قانون جوړولو ته تياری وښيي، چې په هغه کې غير طالب افغانان هم ونډه ولري او له هغه پرته ځانځاني يې د ښاغلي خليلزاد په وينا، د پخواني حکومت له سرنوشت سره مخ کولی شي.
