No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د کرېکټ ملي لوبډلې تکړه توپ اچوونکی راشد خان ارمان به د درېیو اونیو لپاره د ډاکټرانو تر درملنې لاندې او په دغه موده کې به له کرېکټ لرې وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات وايي، راشد خان د ټپي کېدو له امله په شپږیزه کرېکټ لیګ کې هم له ګډون پاتې شوی دی. ټاکل شوې وه چې راشد خان په دغه لیګ کې له سپین غر لوبډلې سره ولوبیږي.

: ‏نیمروز کې شګلنو توپانونو د بار وړونکو او مساپر وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ خنډ جوړ کړی دی. موټر چلوونکي له حکومته غواړي چې د سړک د پرانیستې په موخه خپل اقدامات چټک کړي څو مساپر له نورو بدو پېښو وژغورل شي.

: ‏تیم ملی فتبال زیرهفده سال کشور برای شرکت در مسابقات قهرمانی مرکز آسیا امروز رهسپار تاجیکستان شد.

رقابت‌های قهرمانی فتبال مرکز آسیا میان تیم‌های افغانستان، ایران، ترکمنستان، تاجیکستان، ازبیکستان و قرقیزستان در ۱۷ الی ۲۴ ماه اگست برگزار می‌شود.

: ‏د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند وایي، د زمري ۲۴مه د امریکا او ناټو پر وړاندې د مجاهدینو د بریاليتوب ورځ ده.

ملا محمد حسن اخوند د اسلامي امارت مسوولینو ته په اشارې ویلي، د "جهاد" په بریالیتوب سره یې مسوولیت پایته نه دی رسېدلی بلکې په خبره یې، دا مهال د اسلامي نظام د ټینګښت، د هېواد د ودانولو او د تېرو جګړو د خسارو د جبران مسوولیت په غاړه لري.

: ‏د چمن اوسېدونکو له ۲۳ ورځني ځنډ وروسته يو ځل بيا پرلت پېل کړ. د چمن اوسېدونکو د سپين بولدک-چمن دروازې د نه پرانيستلو غبرګون کې دغه پرلت بیا پېل کړی دی. پرلت کوونکي وایي دا ځل به یې پرلت پياوړی او د غوښتنو تر منل کېدو پورې به دوام کوي او هیڅ ډول فشار ته نه تسلميږي.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.

یادې ادارې همداراز په شمال ختیځو، شمالي، ختیځو، لوېدیځو، سویلې او مرکزي ولایتونو کې د بادونو، خاورو او دوړو الوتو اټکل کړی، چې د په ساعت کې یې د سرعت کچه له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلو متره پورې ښودلې ده.

: وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 32 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 88 تن دیگر نیز زخمی شدند.

براساس این بیانیه، آمار فلسطینیان کشته شده در حملات 312 روزه اسرائیل به نوار غزه به 39 هزار و 929 نفر و تعداد زخمی‌ها نیز به 92 هزار و 240 تن افزایش یافته است.

: ‏ترکیه: یورش صدها اسرائیلی افراطی به همراه چندین وزیر دولت این کشور به مسجد الاقصی یک اقدام تحریک‌آمیز و عامل افزایش تنش‌ها است.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وايي چې د اسلامي امارت له بند د امریکايي وګړو خوشي کول د امریکا ماموریت لومړیتوب دی.

ډېکر پر خپله اېکسپاڼه کاږلي چې واشنګټن هڅه کوي څو د اسلامي امارت له بند څخه درې امریکايي وګړي ازاد کړي.

: ‏امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو د ایران احتمالي بریدونو پر وړاندې د اسراییلو ملاتړ خبر ورکړی دی.

راپورونه کاږي چې پر اسراییلو د ایران او لبنان حزب الله ډلې له لوري د بریدونو اټکل شوی او واشنګټن د دغو بریدونو مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی دی.

: ‏حزب الله د اسراییلو جاسوسۍ تجهیزات له منځه وړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې نن سهار د لبنان حزب الله ډلې د اسراییلو په موسکاف ام پوځي قرارګاه په نښه کړې، چې پکې د جاسوسۍ ځینې تجهیزات یې له منځه وړي او یو شمېر پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې.

: ‏امریکا روسیې ته د ایران له لوري د بالیستیکي توغندیو په اړه اندېښمنه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وېدانت پټیل په یوه تازه خبري کنفرانس کې روسیې ته د ایران له لوري د بالیستیکي توغنديو د ورکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. پټېل تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، په دې تړاو له خپلو اروپايي شریکانو سره په خبرو اترو بوخت دي ځکه دا وضعیت د اروپا لپاره هم له ګواښه ډک دی.هغه زیاته کړې چې د مسکو او تهران ملګرتیا د اروپا امنیت ګواښي او د ثابتوي چې د  ایران بې ثباته کوونکی نفوذ له منځني ختیځ د باندې نورې نړۍ ته هم رسیږي.a

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک