مهم ترين های امروز پنج شنبه
✒️: د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني وایي، د افغان کډوالو له انساني حقونو سرغړونه د منلو نه ده.
انس حقاني ټولنیزو رسنیو کې د ایراني پولیسو له لوري د یوه افغان کډول ځورولو تصویر ته په اشارې ویلي هیله لري چې "دغه راز کړنې پایته ورسیږي او پوښتنه یې وشي."
انس حقاني له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو مننه کړې او دغو هېوادونو کې یې له افغان کډوالو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي.
✒️: ریاست هواشناسی وزارت ترانسپورت و هوانوردی ملکی پیشبینی کرده است که ولایتهای نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، خوست، پکتیا و پکتیکا به تاریخ ۱۹ و ۲۰ اسد گواه بارش باران، بادهای شدید و سیلابهای آنی خواهند بود.
این وزارت همچنان از احتمال بادهای شدید همراه با گرد و خاک در ولایتهای شمالشرقی، شمالی، غربی، جنوبی، شرقی و مرکزی بهشمول سالنگها خبر داده است.
✒️: فرزاد منصوری تکواندوکار افغانستان در نخستین رقابتش در بازیهای پاریس فرانسه برابر حریف امریکاییاش قرار میگیرد. این ملیپوش پیشین تکواندوی افغانستان فردا (جمعه) در قالب تیم پناهندگان زیر پرچم المپیک برابر سیجی نیکولاس از امریکا روبهرو میشود. آقای منصوری این نبرد را برابر حریف امریکاییاش در بازیهای المپیک پاریس فرانسه در مرحله یکهشتم نهایی و در وزن ۸۰ کیلوگرام برگزار میکند.
✒️: د اسلامي امارت رهبر په تازه فرمان کې د وزارتونو د دعوت او ارشاد له ادارو غوښتي تر څو هر هغه حکومتي مسوول چې له عذر پرته په پرله پسې توګه د جماعت لمونځ پرېږدي، د حنفي فقهې سره سم تعزیري سزا ورکړي. دغه تازه فرمان کې راغلي چې د حکومتي ادارو ټول کارکوونکي او مسوولین باید پنځه وخته لمنځونه پر خپل وخت ادا کړي.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ۱۲ کورنیو او بهرنیو بنسټونو ترمنځ چې په هېواد کې د متشبثینو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي، د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په کابل، پروان، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، کندهار، زابل، لوګر، پکتیا، کونړ، کاپیسا، بغلان او کندز ولایتونو کې ۱۲ کورني او بهرني بنسټونه د نږدې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت خپلې پروژې پلې کوي.
✒️: شمار قربانیان حملات 307 روزه اسرائیل به غزه به 39 هزار و 699 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه امروز پنجشنبه، 8 اوت 2024 با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 22 فلسطینی کشته و 77 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: ارتش صهيونيستاسرائیل خواستار تخلیه بسیاری از مناطق شهر خان_یونس شد.
آویچای آدرایی، سخنگوی ارتش صهيونيست اسرائیل با انتشار بیانیهای در حساب کاربری خود در شبکههای اجتماعی خواستار تخلیه بسیاری از مناطق شهر خان یونس در جنوب نوار غزه شد.
✒️: راپورونه کاږي چې د مسلم لیګ سناتور عرفان صدیقي چې د نواز شریف نږدې همکار دی، د تحریک انصاف ګوند له مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان غوښتي څو له سیاستوالو سره خبرې وکړي.
راپورونه زیاتوي چې نوموړي پر پي.ټي.ای تور پورې کړی چې ناسم دریځ لري.
✒️: راپورونه کاږي چې بریتانیا کې د کډوالو او مسلمانانو پر وړاندې له تاوتریخوالو د ډکو لاریونونو وروسته د ښي اړخي ګوند لاریون کوونکو د توکم پالنې پر ضد لاریونونه کړي دي.
راپورونه زیاتوي چې ځايي مسوولینو د ناکراریو کابو کولو لپاره شاوخوا ۶ زره امنیتي پوځیان ګومارلي دي.
✒️: د ملګرو ملتونو متخصصینو پر اسټرالیا غږ کړی چې د بشري حقونو نړۍوالو قوانینو سره سم افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو له لوري له محکمې پرته د وژل شویو او شکنجه شویو کورنیو ته غرامت ورکړي. دغو متخصصینو تېره زېږیزه میاشت کې د اسټرالیا له لوري د افغان قربانیانو کورنیو ته د غرامت د ورکړې د مقرراتو څرګندولو ته په اشارې ویلي، اسټرالیا دغه غرامت ته د قربانیانو د حق په سترګه نه بکلې د مرستې په سترګه ګوري.
۲۰۲۰ زېږیز کال کې د اسټرالیایي قاضي پاول بریرټن لخوا د چمتو شوي راپور لمخې، اسټرالیایي ځواکونو افغانستان کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ زېږیزو کلونو ترمنځ د ماموریت پر مهال ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي.
✒️: د روسیې دفاع وزارت تېره ورځ (چهارشنبه) ویلي، د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین د تېلو یوه پوځي تصفیه خونه په نښه کړې ده. دغه وزارت ویلي، ځواکونو یې اوکرین کې د بهرنیو ځواکونو او اوکرایني سرتېرو پر یوه لنډمهالې اډه هم برید کړی دی. تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د روسیې په شمالي کورسک اوبلاسټ ایالت د اوکریني ځواکونو په برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپي شوي وو.
✒️: امریکا کې د جمهوري پال ګوند ملاتړي، د ډیموکراټ ګوند له لوري د مرستیال په توګه د ټېم والز پر ټاکنې نیوکې کوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دا چې ټېم والز په چین کې استاد پاتې شوی او دغه هېواد ته یې ډېر سفرونه کړي، امریکایي وګړي یې له چین سره پراخه اړیکو ته اندېښمن دي.
د مېنېسوټا ایالت والي، ټېم والز وړمه ورځ د کاملا هرېس له لوري د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغې د مرستیال په توګه وټاکل شو.
✒️: بریټانیا او مصر د دغو هېوادونو له هوایي شرکتونو غوښتي څو د لبنان او ایران له هوایي حریمه د تېرېدو ډډه وکړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بریټانیا د لبنان او مصر د ایران له هوایي حریمه د کارونې خبرداری ورکړی دی.
راپور کې راغلي، بریټانیا وروسته تر هغې دغه خبرداری ورکړ چې مصر د دغه هېواد پر هوایي شرکتونو غږ وکړ څو نن (پنجشنبه) سهار د درې ساعتونو لپاره د ایران له هوایي حریمه تېرېدونکې الوتنې لغوه کړي.
تهران کې د حماس د سیاسي مشر، اسماعیل هنیه او لبنان کې هم د حزب الله د لوړپوړي غړي د وژنې په غبرګون کې پر اسراییل د ایران احتمالي برید دغو دوو هېوادونو کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.
