No-IMG

د شهید اسماعیل هینه دترور په هکله نوی خبرونه ولولی

‏استخباراتي راپورونه وايي، چې ترکي استخباراتو څو میاشتې وړاندې په استانبول او د قطر پلازمینې دوحه کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه د ترور پلانونه شنډ کړي و او همدا راز یې ایران ته له سفر وړاندې د نوموړي له غوږه ورتېره کړې وه، چې اسرائیل ستاسې د ترور پلان لري.

له ترکيې څخه خپریدونکې «تقویم» ورځپاڼه په حماس کې د یوه چارواکي له خولې لیکي: د ترکيي استخباراتو د هڅو او ملاتړ په پایله کې هنیه په استنبول او دوحه کې د ترور له پلان ژغورل شوې دی.

د ترکيي په پارلمان کې  عدالت او پراختیا د ګوند استازی حسن طوران د هنیه د ترور په تړاو د ترکيي استخباراتو معلومات او څرګندونې کره بولي.

 نوموړی وايي: هنیه به، چې کله هم ترکيي ته راغلی نو ترکيي به ورته د لومړۍ درجې د امنیت او خوندیتوب پروتوکول برابروه، ځکه د رسمي میلمنو امنیت د کوربه هېواد مسوولیت او دنده ده.

تقویم ورځپاڼه زیاتوي: وړاندې له دې، چې اسماعیل هنیه ایران ته ولاړ شي ترکي استخباراتو ورته د پوره احتیاط خبره کړې وه، چې موساد مو د ترور پلان لري، همدا راز ترکي استخبارات هغه مهال لا پسې شکمن شول، چې ایران د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د حماس د مشر اسماعیل هنیه امنیتي پروتوکول سره جلا کړ، ځکه پخوا به دواړه له یو ډول امنیتي پروتوکول برخمن وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک