مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د کورني کرېکټ پر لوبغاړي، احسان جنت د هر ډول کرېکټ او کرېکټ اړوندو چارو پنځه کلن بندیز ولګېد. بورډ زیاته کړې چې ښاغلي جنت د کابل پریمیر لیګ سیالیو پر مهال د لوبو د فساد ضد نړۍوال قانون له اصولو سرغړونه کړې ده. د لوبو د فساد ضد نړۍوال قانون د ۲مې مادې، د لومړۍ فقرې د لومړي جز پر بنسټ، کوم لوبغاړی چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي نو له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کیدای شي.
✒️: د لومړي ځل لپاره له خواجه عبدالله انصاري نړۍوال هوايي ډګره د هرات او سعودي عربستان جدې ته مستقیمې الوتنې پیل شوې.
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې په الوتکه کې ۱۲۶ حاجیان د عمرې د ادا کولو لپاره جدې ته له هراته په همدغه لومړنۍ الوتکه کې ولاړل.
د هرات د والي مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي په وینا، د خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګر له لارې به د هرات او جدې ترمنځ عادي الوتنې دوام پیدا کړي.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
✒️: انتشار تصاویر شکنجه جنسی اسیر فلسطینی توسط سربازان اسرائیلی.
یک شبکه تلویزیونی اسرائیل تصاویر مربوط به شکنجه جنسی یک زندانی فلسطینی توسط سربازان اسرائیلی در زندان «سدی تیمان» را منتشر کرد.
✒️: بیماریهای پوستی در میان کودکان نوار غزه در حال گسترش است. نابودی سیستم بهداشت و درمان و همچنین فاضلاب در نوار غزه به دلیل حملات شدید اسرائیل، باعث افزایش خطر شیوع بیماریهای مختلف در نوار غزه شده است. شلوغی مراکز اسکان آوارگان، تلانبار شدن زباله ها در خیابانها، عدم دسترسی به آب آشامیدنی سالم و محصولات مرتبط با بهداشت فردی نیز باعث شیوع گسترده بیماریهای واگیردار در نوار غزه شده است. تاکنون موارد بسیاری از ابتلا به بیماریهای پوستی و مسری چون جرب، اسهال و آبله مرغان به ویژه در میان کودکان غزه گزارش شده است.
✒️: هزاران نفر در غزه زیر بمباران اسرائیل به دلیل احتمال وقوع حملات جدید به مهاجرت ادامه میدهند.
با فراخوان اسرائیل مبنی بر تخلیه منطقه شمال غزه و اطراف بیت حانون، هزاران فلسطینی به دلیل نگرانی از حملات جدید، اکثرا به صورت پیاده یک بار دیگر برای مهاجرت به راه افتادند.
✒️: ترکیه عصر امروز به پرونده نسل کشی اسرائیل ورود میکند.
اونجو کچلی، سخنگوی وزارت امور خارجه ترکیه در مطلبی در رسانه اجتماعی ایکس گفت: سلجوق اونال، سفیر ترکیه در لاهه امروز ساعت 16 و 30 دقیقه به وقت ترکیه، ورود آنکارا به پرونده نسلکشی اسرائیل را به دیوان بینالمللی دادگستری رسما اعلام خواهد کرد.
✒️: فیدان: ترکیه برای متوقف کردن نسلکشی در غزه تلاش میکند. هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه با انتشار مطلبی در شبکههای اجتماعی درباره ثبت رسمی درخواست ترکیه برای پیوستن به پرونده نسلکشی اسرائیل در نوار غزه، بر ادامه تلاشهای آنکارا به منظور متوقف کردن نسلکشی جاری در غزه تاکید کرد.
✒️: د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي چې د پاکستان حکومت افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره اډې ورکړې وې.
نوموړي په تازه څرګندونو کې د پروېز مشرف حکومتولۍ ته په اشارې سره ویلي چې نوموړی د امریکا اتحاد ته ورګډ شوی و او د طالبانو پخواني حکومت خلاف یې امریکایانو ته پوځي اډې په اختیار کې ورکړې وې.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له کاناډا مننه کړې چې له افغانستان سره یې درې میلیونه کاناډايي ډالر (۲،۲ میلیون امریکايي ډالر) مرسته کړې ده.
اوچا پر اېکس لیکلي چې له دغې مرستې سره، له ۲۰۱۹ کال راهیسې د افغانستان د بشرپالو مرستو له صندوق سره د کاناډا ټوله نغدي مرسته ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون کاناډايي ډالرو ته ورسېده.
✒️: کاملا هرېس او مرستیال یې د لومړي ځل لپاره په یوه ګډه کمپایني غونډه کې راڅرګند شول. تېره ورځ، کاملا او مرستیال یې، ټېم والز فېلادېلفیا ته د څو ورځني سفر په موخه تللي او هلته یې په ګډه په یوه کمپایني غونډه کې برخه اخیستې ده.
د مېنېسوټا ایالت والي، ټېم والز تېره ورځ د کاملا هرېس له لوري د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د هغې د مرستیال په توګه وټاکل شو.
✒️: بنګلدېش کې د پارلمان له منحل کېدو وروسته د پلازمېنې ډاکې په څلورلارو کې د ټرافیکو پولیسو د نه حضور له امله زده کوونکي په داوطلبانه ډول د هغوی دنده پر مخ وړي.
دغو زده کوونکو ویلي، هرڅوک غواړي چې د دا ډول ټولنیزو چارو برخه و اوسي او هغوی د همدې موخې لپاره واټونو ته راوتلي دي. د بنګلدېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له لوري د واک د پرېښودو وروسته اوس هلته د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو سلا شوې ده.
✒️: رویټرز خبري اژانس، د فلسطیني ډاکټرانو او سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي چې د اسراييل په تازه ډرون بریدونو کې ۱۱ فلسطیني وګړي وژل شوي دي. دغه ډرون بریدونه د فلسطین په لویدیځه تړانګه کې له یوې نښتې وروسته شوي دي.
اسراييل بیا داسې مهال د فلسطین په خان یونس او نورو سیمو کې د پرمختګ خبره کوي چې حماس غورځنګ د اسماعیل هنیه له ترور وروسته، یحیی سنوار د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.
✒️: په لبنان کې حزب الله ډلې د اسراييل له لوري تېره اونۍ د خپل پوځي قومندان د وژل کېدو په غبرګون کې د ځوابي اقدام چمتو والی ښودلی دی.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، د حزب الله مشر، حسن نصرالله ویلي دغه ځواب به "قوي او اغېزناک" وي. هغه تر د دمه د دغه ځوابي اقدام او غبرګون څرګند وخت او ډول نه دی مشخص کړی.
✒️: رویټرز د بنګلدېش ولسمشر د رسنیو برخې د مشر په حواله لیکلي، په دغه هېواد کې به د نوي لنډمهالي حکومت مشري، د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس کوي. د راپور لمخې، دا پرېکړه نن له ولسمشر محمد شهابالدین سره د لاریونوالو زدهکوونکو مشرانو، مدني فعالانو، سوداګرو او امنیتي ځواکونو مشرانو تر لېدنې او خبرو وروسته شوې ده.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یحی سنوار د اسماعیل هنیه پر ځای د حماس سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی دی. د حماس د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیه د تېرې زېږیزې میاشتې په ۳۱مه نېټه تهران کې ترور شو.
