No-IMG

د بنګله دېش انقلاب؛ رنګين پيل ؛ مبهمې پايلې

هر نوی تحول خوش آينده  او  د ډېريو لپاره په زړه پورې وي ، ځينې  يې په دې خاطر په نېک تفاؤل نيسي چې دنده به پکې  ومومي ، او ځينې بيا ځکه ورته خوشاله وي چې د ښه مستقبل څرک پکې ګوري . که څه  هم  په تحولاتو کې  د پردې شا ومخ  ته  ډېر خلک رول لري ؛ خو عملي برخه يې  عمدتاً په ځوانانو ولاړه وي ، دا ځکه چې د ځوانۍ عمر جست وخېز ته جوړ وي ، لاچې انسان پکې قربانۍ  منلی شي . د افغانستان په انقلاب کې هم ځوان قشر برخليک ساز رول لاره ، همدا ځوانان وو چې له پوهنتون نه يې انقلاب را پيل او د سرې ټولواکمنۍ تر زواله و غځاؤ ،  همدا راز دا ځوان طالبان او مجاهدين وو چې امريکا او اړوند ټلواله  يې له افغانستان نه په وتو مجبوره کړه !!

د بنګله دېش اوسنی انقلاب هم د ځوانو محصلينو ،  او محرومو فارغانو په قربانيو  پيل شو ، سلګونو کسانو يې قربانۍ ورکړې او خپل هېواد يې د شيخ مجيب کورنۍ له شره خلاص کړ !! په ځوانانو کې هم  پاموړ رول هغه چا ولوباؤ چې اسلام ته يې التزام لاره ؛  پرون يې تنظيم ملغا اعلان شو ؛  او آبل پرون يې لوړ پوړي مشران په اعدام محکوم کړی شول ، طبيعي ده چې  انقلاب په مقهورو ، مضروبو ، مظلومو او محرومو ټولنو کې را منځته کېږي ، هلته هم له يوې خوا خلک له ټولو حقونو محروم وو او له بلې خوا يې په فزيکي ډول  ژوند په خطر کې لوېدلی ؤ ، خالده ضياء د مالي فساد په تور  په 17  کاله بند محکومه شوې وه ، او د جماعت اسلامي منسوبين د مرګ له ګواښ سره مخامخ وو !!

د نورو سياسي ډلو برخليک هم  په محروميتونو او مظلومیت  ولاړ ؤ ؛ ځکه خو يې له ځوانانو سره لاسونه يو کړل  او د شيخ مجيب مجسمي يې د لينين اغو په څېر لاندې را ختا کړې !!

عجيبه ده چې د حسينه واجد مرستيال او پخوانی سکرتر جهانګير  عالم  د څلور ميليارده پيسو په اختلاس په مالي فساد ملوث ونه بلل شو ؛ خو خالده ضياء يې  بې سنده پرې متهمه کړه !!

د حسینه واجد ټول کارونه همدغسې وو ، خپلو غلو ته يې د بنګله دېش د استقلال اخيستونکو په نوم 30 سلنه امتيازات ځانګړي کړي وو ، دولتي چوکۍ يې په دوی وېشلې وې ، په ټاکنو کې يې يوازې  خپلو کسانو ته د ګډون چانس ورکړی ؤ ؛ خو نور احزاب او حتا ټول قوم  يې نه يوازې د هيڅ حق حقدار نه باله ، لا چې سمبوليک امتياز يې هم پرې نه لوراؤ !! همدغو لاملونو پاڅونوالو ته د هغې په خلاف د انقلاب پلمه په لاس ورکړه ؛ خو دا چې ددې انقلاب پايلې به څه وي ؛ مسلمانان به له پرونيو ظلمونو پرې خلاص شي که نه ؟  د ولس د خوښې نظام ته به لاره هواره شي  که يه ؟ دې سوالونو ته لږ تم کېږو او ځوابونه يې په لاندې کرښو کې لولو :

۱ - د بنګله دېش ډېری تحولات له هنده را ولاړ شوي ، شيخ مجيب له هنده راوستل شو او له پاکستان نه يې د استقلال په نوم بنګال جلا کړ !! حسینه  واجد له هنده د بنګله دېش واکمنه شوه ، لومړی يې د عوامي ليګ چپي ناسيوناليستي سازمان رهبري په غاړه واخيسته او بيا يې د هند په امکاناتو د صدارت څوکۍ احراز کړه !

ځکه خو بنګال په يو ډول د هند مستعمره ګڼل کېده او هغې يې د هند د يوې صوبې په څېر انتظام په غاړه لاره ! د دې معنا داده چې هلته به هند د پخوا په څېر خپله مداخله جاري ساتي ، يا به يې بد نظمۍ ، بد امنۍ او اقتصادي فقر ته وړي ، او / يا به پکې دوهم شيخ مجيب پيدا کوي !! هند ځکه  پکې خپل لاسپوڅي لټوي چې د پاکستان په وړاندې يې پښتوانې ته اړتيا لري !!

۲ - پاکستان هم د بنګله دېش په تحول کې د بې تفاوتۍ په چوتره نه شي کېناستلی ؛ ځکه چې له يوې خوا يې بنګال د هېواد په زړه باندې تېر شوی خط دی ، او له بلې خوا يې له هند سره منسلک بنګال د خپلو ګټو په زيان  !!  دا اوس د بنګله دېش پاڅون والو له منځ نه له پاکستان سره د انضمام شعارونه ور کول کېږي ، دا شعارونه به يا د بې تامله احساساتي ځوانانو له خولې را وځي  او يا به هغه مرموزې کړۍ پرې شخوند وهي چې د مسلمانانو د محکومولو لپاره  دوسيې جوړوي !! تجربو ښودلې ده چې ددې ډول شعارونو تر شا معمولاً استخباراتي کړۍ ناستې وي ، دوی چې کله په اسلامي هېوادونو کې د تحولاتو تر شا د مسلمانانو رول وويني ؛ نو بيا يې په يو ډول بدناموي او د وهلو لپاره يې پلمې برابروي !!

دغه ډول شعارونه د پاکستان مداخله هم ګڼله کېږي او پايله يې دا راخېژي چې بنګال د پاکستان او هند د رقابت ترمنځ نورو بحرانونو ته لاړ شي !!

۳ - يو اټکل دادی چې پو څيان د چارو واګې په لاس واخلي او د منځ مهاله ادارې تر جوړولو وروسته ټاکنو ته لاره هواره کړي  ؛ خو د پوځيانو اعظمه برخه هم په حسينه واجد پوري تړاو لري ؛ ځکه خو شونې ده چې راتلونکې ټاکنې هم د خپلو نوماندانو په ګټه وڅرخوي او د پاڅون والو د انقلاب ثمر بېرته د هغې  د نماينده ګانو په کېڅۍ کې ولوېږي !

۴ - څلورمه خبره داده چې شايد د خالده ضياء واکمنۍ ته لاره هواره شي او نور سازمانونه هم ورسره يو ځای کړی شي ، په داسې صورت کې بنګال په نسبي ډول ځکه سم سمکی موندلی شي چې يو خو د هغې  پلار پخپل دور کې  له مسلمانانو سره ښه اړيکي پالل او بل هغه تر ډېره بريده نړيوالو ته هم د منلو ده ، اوس مهال غربي نړۍ ټوله په داسې حوادثو پسې دوربین ګرځوي ،  څاري يې ، آينده يې سنجوي او د هغو تحولاتو سبوتاژ ته مټې را نغاړي چې سرکلاوه يې د مسلمانانو په لاس کې وي ؛

ځکه خو اړينه ده چې مسلمانان هم  د خپلو ګټو د تصاحب لپاره تکتيکونه وکاروي ، شايد يو تکتيک دا هم وي چې د خطرونو له منځ نه اخف واخلي .

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک