No-IMG

مهم ترين های امروز دوشنبه

: ‏سهیل فدايي خپل امریکايي سیال ته په ماتې ورکولو سره جوجیتسو د «IBJJF» د سرو زرو دویم مډال وګاټه. د افغانستان د جوجیتسو فدراسیون دغه پخواني غړي د ۷۲ کیلو ګرامو په وزن کې خپل امریکايي سیال ته د جوجیتسو په «نوګي» سټایل کې ماتې ورکړه او د هېواد لپاره یې د سرو زرو دویم مډال وګاټه. د ښاغلي فدايي په وینا، دغه سیالۍ د امریکا د دالاس ښار په کوربه توب ترسره شوې.

: ‏نن (دوشنبه، د زمري ۱۵مه) د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو، بادونو او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په اټکل شویو ولایتونو کې نورستان، کونړ، لغمان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، زابل، کندهار او یو شمېر نور شامل دي. اخوا په سالنګونو، شمالي، سویلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو اټکل هم شوی دی.

: ‏د بهرنو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه غږیز پيغام کې په اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا هېوادونو کې د افغان استازولیو د کونسلي خدمتونو د ځنډېدو په تړا ویلي چې، د دغو استازولیو خدمتي چارې د اداري او مالي فساد، په چارو کې د نه‌روڼتیا او همدرانګه له مرکز سره د نه‌همغږۍ له امله ځنډېدلې دي.

: ‏زابل کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند ذبيح الله جوهر طلوع نيوز ته و ویل، د سېلابونو له امله لس تنه مړه او يو ژوبل دی. د جوهر په خبره سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي. دغه سېلابونه تېره ورځ له يوه توپاني باران وروسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې راوتلي دي.

: بلینکن: ایران ممکن است ظرف 24 تا 48 ساعت آینده به اسرائیل حمله کند.

آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه ایالات متحده آمریکا، در تماس تلفنی با وزرای خارجه کشورهای G7 گفته است که ایران و حزب‌الله ممکن است ظرف 24 تا 48 ساعت آینده به اسرائیل حمله کنند.

: ‏شمار قربانیان حملات 304 روزه اسرائیل به غزه به 39 هزار و 623 نفر رسید.

: ‏هاکان فیدان: ما روز چهارشنبه پرونده خود را که جهت پیوستن به پرونده نسل‌کشی علیه اسرائیل در دادگاه بین‌المللی لاهه آماده شده است، ارائه خواهیم کرد.

‏فیدان: کسانی که اشغال اوکراین را جرم می‌دانند، در مقابل اشغالگری اسرائیل، بازی می‌کنند.

: ‏راپورونه کاږي چې شمالي کوریا شاوخوا ۲۵۰ نوي تکتیکي بالېستیک توغندي چې تازه جوړ شوي، د ازموینې لپاره نندارې ته وړاندې کړې دي.

راپورونه زیاتوي چې شمالي کوریا دغه اقدام د امریکا او سویلي کوریا پر وړاندې د تابیا نیولو لپاره ترسره کړی دی.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په افغانستان کې د می میاشتې سېلابونو لږ تر لږه ۸۳ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د اوچا په وينا، په دغو سېلابونو کې د افغانستان لویديځې سيمې تر ټولو زيات زيانمنې شوې دي.

: ‏د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سرمنشي،  حسین ابراهیم طه، د سعودي په جدې ښار کې د دغه سازمان په مرکز کې د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۰مې غونډې د چمتووالي په جلسه کې په غزه کې د اسراييل د بریدونو مخالفت وکړ.

هغه په غزې تړانګه کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې د پرېکړې پر بنسټ د اوربند غوښتنه او زیانمنو کسانو ته د مرستو پر ژر لېږد ټينګار وکړ.

ښاغلي طه په خپلو خبرو کې په افغانستان، کشمیر او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې د روان وضعیت او سولې او امنیت په اړه هم خبرې وکړې.

: ‏د اووه کسیزې ډلې (جي ۷ هېوادونو) د بهرنیو چارو وزیرانو په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو خواو غوښتي چې له هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.

د رویټرز په وینا، جي۷ هېوادونو د وروستیو پیښو په اړه خپله "جدي اندیښنه" څرګنده کړې چې ګواکې ناورین به لا پراخه شي.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې اوکرایني پیلوټانو په دغه هېواد کې دننه د عملیاتو لپاره د امریکا له ایف - ۱۶جنګي جټ الوتکو کار اخیستی دی. زیلینسکي دغه خبر په یوه هوايي اډه کې له پوځي پیلوټانو سره په کتنه کې ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر د دغو الوتکو د رسېدو د خبر د تایید پر مهال و ویل: «اېف-۱۶ جنګي الوتکې اوکراین کې دي. موږ دا کار کړی. زه په خپلو پیلوټانو ویاړم چې په دې جټ الوتکو کې مهارت لري او زموږ د هیواد لپاره یې کارول پیل کړي."

: ‏د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د افغانستان لپاره نوی استازی وټاکه. دغې ادارې پر اېکس لیکلي چې له نوي استازي، پولیک اوکې سیري سره به په ګډه په افغانستان کې خپل فعالیتونه مخ ته وړي.

: ‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تېره ورځ په خیبر پښتونخوا کې د سیلابونو له امله ۱۲ تنه مړه دي. په دغه راپور کې زیاته شوې چې په سیلابونو کې ۲۱ نور ټپیان دي.

سېلابونو د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او ګلګت بلتستان ډېرې برخې اغېزمنې کړې دي.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د بنګله دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه نن (دوشنبه، د زمري ۱۵مه) استعفا وکړه او هېواد یې پرېښود.

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې په داسې حال کې استعفا کړې چې په دغه هېواد کې په وروستیو میاشتو کې د محصلینو له اعتراضونو سره نارامۍ زور اخیستی و.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک