No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.

یادې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون شمالي، سویلي، ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل کړی، چې په ساعت کې یې د سرعت کچه له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلو متره پورې ښودلې ده.

: ‏د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د حماس غورځنګ سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه پر مړینې خواشيني ښودلې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکسپاڼه راغلي چې اسراییلو په دغې کار سره وښوده چې د جګړې هېڅ اصل ته درناوی نه لري.

د رییس الوزرا پيغام کې د سیمې او نړۍ له اغېزناکو هېوادونو غوښتل شوي څو غزه کې د اسراییلو د لا زیاتو جنایتونو مخه ونیسي.

: بایدن در پاسخ به سوالی درباره واکنش ایران به ترور اسماعیل هنیه: امیدوارم کوتاه بیاید. جو بایدن، رئیس‌جمهور آمریکا در گفت‌وگو با خبرنگاران در ایالت دلاور در پاسخ به سوالی مبنی بر اینکه آیا ایران در پاسخ به ترور اسماعیل هنیه، رئیس دفتر سیاسی حماس کوتاه خواهد آمد یا نه؟ گفت: امیدوارم. نمی‌‌دانم.

: شمار قربانیان حملات 303 روزه اسرائیل به غزه به 39 هزار و 583 نفر رسید.

وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 33 فلسطینی کشته و 118 تن دیگر نیز زخمی شده‌اند.

: ‏راپورونه کاږي چې پلازمېنه موګادیشو کې د یوه برید له امله ۳۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي.

راپورونه زیاتوي چې برید الشباب ډلې کړی او دغه پېښه کې امنیتي ځواکونو پنځه بریدګر وژلي او شپږو نورو بریدګرو پر ځان تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

: ‏راپورونه کاږي چې اسراییلي پوځیانو غزه کې پر یوه ښوونځي برید کړی چې له کبله یې ۱۷ تنه مړه شوي دي.

راپورونه زیاتوي، اسراییلي پوځ بیا ویلي چې دغه برید کې یې د حماس ډلې مرکز په نښه کړی دی.

: ‏د یمن حوثیانو اعلان کړی چې په خپلې خاورې کې یې د امریکا (MQ-9) بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او له منځه وړې ده.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي: «دا بې پیلوټه الوتکه هغه مهال ویشتل شوې چې د «صعده» په هوایي حریم کې یې دښمنانه اعمال ترسره کول

امریکا خپلې (MQ-9) «ریپر» بې پیلوټه الوتکې هره یوه په شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو لگښت جوړوي.

: ‏د اردن سلګونه اوسېدونکو دغه هېواد کې د حماس د سیاسی مشر، اسماعیل هنیه په غایبه جنازه کې د اسراییل ضد شعارونه ورکړل. اسماعیل هنیه چې د ایران د نوي ولسمشر، مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی و، تېره چهارشنبه په پلازمېنه تهران کې ترور شو. د ایران سپاه پاسدارانو په یوه خبرپاڼه کې د اسماعیل هنیه د ترور په اړه ویلي، نوموړی له نږدې ځایه په نښه شوی او د هغه د وژنې لپاره شاوخوا اووه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي دي. حماس هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه غورځنګ مشرتابه د اسماعیل هنیه د ځایناستي ټاکلو په مخه سلامشورې پیل کړې دي.

: ‏د امریکا ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې، کاملا هرېس فاکس نیوز کې د سپټمبر په څلورمه د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ د مناظرې وړاندیز رد کړ. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، کاملا هرېس ویلي د سپټمبر په لسمه به هغه مناظره کې ګډون وکړي چې دواړو خواوو پرې هوکړه کړې.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال، رسول موسوي وایي تهران خپل ګاونډ کې یو باثباته هېواد غواړي. رسول موسوي د " ایران نوی حکومت او د کابل - تهران د اړیکو د پیاوړتیا فرصتونو" په نوم د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د علمي غونډې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې ټولګډونې حکومت د ایتلافي او شریک حکومت په مانا نه ده. هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي، زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو ریاست په دغه ناست کې په عمومي توګه د ټولګډوني حکومت په اړه خبرې شوي، خو په خبره یې، " دغه کس د ټولګډوني حکومت په اړه سم تحلیل او مالومات نه لرل."

تر دې وړاندې بهرنیو چارو وزارت دغې علمي غونډه کې د پوهنتون د استاد جعفر مهدوی په حواله لیکلي و چې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت رامنځته کول "علمي او د منلو وړ نه ده". جعفر مهدوي ویلي و چې د حکومت څرنګوالی د افغانانو کورنۍ موضوع ده.

: ‏د ایران د کرمان ښار یو چارواکی وایي، دغه ښار کې له ۲۰۶ کارګرو ماشومانو ۵۹۴ یې افغانان او یوازې اته یې ایرانیان دي. د ایراني رسنیو د راپور لمخې، دغه چارواکي ویلي، افغانان پر خپلو ماشومانو پام نه کوي.

: ‏د ایران د بشري حقونو سازمان چې له دغه هېواده بهر فعالیت کوي راپور ورکړی چې د روان زېږیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې دغه هېواد کې د ۲۰ افغانانو په ګډون ۳۰۰ تنه په دار ځړول شوي دي چې ۱۷۲ هغه یې د نشه یي توکو اړوند جرمونو کې نېول شوي وو.

 راپور کې راغلي، د ۱۵ ښځینه وو په ګډون د دغه سازمان په شمېرو کې ۴۲ بلوڅان او ۲۰ هم کردان شامل دي. دغه سازمان د ایران په زندانونو کې د اعدام حکم له زیاتوالي خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي څو دغه برخې ته پاملرنه وکړي.

: ‏راپورونه: نن له لبنان پر اسراییل ٢٤ توغندیز بریدونه شوي. راپورونه ښیي چې دغه بریدونه نن (یکشنبه) سهار وختي ترسره شوي دي. پر اسراییل داسې مهال دغه بریدونه کیږي چې تهران کې د حماس د سیاسي مشر، اسماعیل هنیه له ترور وروسته، تازه د امریکا دفاع وزیر، لویډ اسټین د امریکایي پوځیانو د ښه ملاتړ او د اسراییلو د دفاع په موخه د پوځي بدلونونو امر کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک