حکمتيار: تر كله چي دا زمكه او آسمان وي؛ پر بيت المقدس به د اسلام بيرغ رپېږي
د حماس د دروند مجاهد مشر شهيد اسمعيل هنيه د شهادت په مناسبت؛ د ده شهيد پالي كورنۍ، د حماس مجاهد گوند، د فلسطين مؤمن او مقاوم ولس او ټول مظلوم او يتيم اسلامي امت ته تسليت وايم؛ الله تعالى دي هغه د احد او بدر د شهيدانو په صف كي حشر كړي او د ده سپېڅلي او لوړ آرمانونه دي په دنيا او آخرت كي تر سره كړي. يقيناً چي د دې عظيم مجاهد شخصيت شهادت؛ اسلامي امت ته نه جبرانېدونكې ضائعه ده؛ الله تعالى دي په خپل عميم فضل سره؛ د ده تش ځاى د ده په څېر مثالي شخصيتونو ډك كړي؛ باور مو دا دئ چي د اسلام سپك، ذليل او جبون دښمنان نه شي كولى په داسي غلچكيو بريدونو او د مروت او شرافت خلاف وحشيانه ترورونو سره د فلسطينيانو كلك هوډ او عزم متزلزل او خپلي سپېرې موخي تر لاسه كړي؛ تر كله چي دا زمكه او آسمان وي؛ پر بيت المقدس به د اسلام بيرغ رپېږي. كه نن اسلامي امت د ځينو ذليلو او منافقو حكامو له كبله ونه شي توانېدى له خپلي لومړۍ قبلې دفاع وكړي نو سبا له مكې او مدينې هم دفاع نه شي كولى. د حماس سر لوړو، مېړنيو او باهمت غازيانو ثابته كړه چي د اسرائيل او د هغه غربي حاميانو شيطاني عزائمو شنډولو؛ كافي وړتيا او شهامت لري؛ لكه چي الله تعالى د شوروي د زوال لپاره افغانان غوره كړل؛ همداسي ئې د فلسطين غازيان د امريكا او د هغې د كرايي جنگياليو (اسرائيل) د زوال لپاره غوره كړي. موږ د امريكا او ناټو ماته په خپلو سترگو وليدله؛ إن شاء الله په فلسطين كي به هم د دوى د همداسي ماتي شاهد وو.
