No-IMG

مهم ترين های امروز پنج شنبه

: ‏د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد د امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته و ویل، ځينې هېوادونه خپل امنیت نشي ساتلی نو پړه د افغانستان اچوي.

 هغه ډاډ ورکړ چې د وسلې او تجهیزاتو په اړه دې هیڅوک اندېښنه نه کوي، ځکه هغه د بیت المال وسایل او خوندي دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني د امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې و ویل، په افغانستان کې د مخالفینو په نوم هیڅ داسې کوم ځواک نشته چې اسلامي امارت ته ګواښ پیښ کړي.

: ‏په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس، حاجی عبیدالله صدرخیل وايي، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت له چارسمبالې سره یې د افغان سوداګرو چې په کوردننه او بهر دي، د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست، عبدالحق وثیق د امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې و ویل، دغه ریاست خپلې ټولې دندې د یوه جامع قانون لمخې ترسره کوي چې ټول مواد یې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې په رڼا کې دي. ښاغلي وثیق زیاته کړې، ځينې نړۍوال سازمانونه چې د کومو ډلو نومونه اخلي، هغوی په افغانستان کې نه بلکې، په ګاونډ او د سیمې په هېوادونو کې مرکزونه او فعالیت لري.

هغه د خپلې خبرو پر مهال څرګنده کړه چې امنیتي اجرأتو یې نړۍ ته ثابته کړې چې اسلامي امارت د امنیت ساتنې ظرفیت لري او په دې برخه کې یې خپلې ژمنې پر ځای کړې دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني د امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې ویلي، له مسوولو کسانو پرته هیڅوک حق نه لري بي جوازه وسلې وګرځوي او نور پرې و ګواښي. خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې، هیواد کې ټولې شته وسلې او نظامي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو لمخې د مسوولو امنیتي ځواکونو په لاس کې دي او هیڅوک دې د نامسوولو کسانو لاسونو ته د دغو وسلو د رسېدو اندیښنه نه کوي.

: ‏د استخباراتو لوی ریاست سرپرست، عبدالحق وثیق وایي، افغانستان کې د بېلابېلو ډلو د شتون په اړه رسنیز تبلیغات ریښتیني نه بلکې په خبره یې، سیاسي دي او د عامه ذهنیت د ګمراه کولو په موخه ترسره کیږي. د استخباراتو ریاست په یوه خبرپاڼه کې د عبدالحق وثیق په حواله لیکلي : « نړۍ دې د ناسمو تبلیغاتو او دروغجنو مالوماتو پر ځای له ځمکنیو حقایقو خبره شي."

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د سالنګونو په ګډون شمالي، لوېدیځو، سوېلې، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندوینه کړې.

یادې ادارې په ساعت کې د بادونو سرعت کچه له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلو مترو پورې ښودلې ده.

: وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 30 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 146 تن دیگر نیز زخمی شدند.

براساس این بیانیه، آمار فلسطینیان کشته شده به 39 هزار و 175 نفر و تعداد زخمی‌ها نیز به 90 هزار و 403 تن افزایش یافته است.

در این بیانیه آمده است که هنوز اجساد زیر آوار و کنار جاده‌ها وجود دارد و به‌دلیل حملات نیروهای اسرائیل، تیم‌های پزشکی و مسئولان دفاع مدنی نمی‌توانند اجساد را بیرون بیاورند.

: ‏اظهارات ضد و نقیض نتانیاهو در مورد حمله اسرائیل به عزه در سخنرانی‌اش در کنگره آمریکا

⬅️او در بخشی از سخنانش مدعی شد،«تقریبا هیچ فرد غیرنظامی کشته نشده است». این در حالی است که از 7 اکتبر 2023 تاکنون، اسرائیل با حملات خود به نوار غزه 39 هزار و 145 فلسطینی را کشته و 90 هزار و257 نفر را مجروح کرده است.

نتانیاهو ادعا کرد که در رفح، منطقه‌ای که غیرنظامیان برای فرار از حملات اسرائیل پناه گرفته‌اند، «تقریباً هیچ غیرنظامی‌ای کشته نشده است».

⬅️ در این راستا یونیسف اعلام کرد که از هر 10 کودک، 9 کودک غزه‌ای با کمبود جدی غذا روبرو است. طبق گزارش سازمان ملل در 11 ژوئیه که حدود نیم میلیون نفر در غزه با «سطح فاجعه‌آمیز» قحطی روبرو هستند.

⬅️نتانیاهو در حالی که معترضان خارج از ساختمان کنگره به به دلیل سخنرانی وی در کنگره تظاهرات برپا کرده بودند ، آنها را «احمق‌های مورد سوء استفاده ایران» خواند و عنوان کرد که معترضان توسط ایران تأمین مالی می‌شوند.

⬅️همچنین اعتراضات گسترده‌ای در اسرائیل علیه دولت نتانیاهو و در حمایت از خانواده‌های اسرای اسرائیلی در غزه برگزار می‌شود. این اعتراضات به صورت هفتگی و با حضور صدها هزار نفر در تل آویو و شهرهای دیگر ادامه دارد.

⬅️ ادعاهای نتانیاهو در کنگره با واقعیت‌ها مغایرت دارد

نتانیاهو در سخنرانی‌اش ادعا کرد که «اکثریت مردم آمریکا از اسرائیل حمایت می‌کنند»، اما نظرسنجی‌ها خلاف این ادعا را نشان می‌دهند. طبق نظرسنجی شرکت گالوپ در 10 ژوئیه، 48 درصد از آمریکایی‌ها مخالف حملات اسرائیل به غزه هستند و تنها 42 درصد از این حملات حمایت می‌کنند.

: ‏د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مریدوف اسلام اباد ته تللی او هلته یې له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره کتلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه کې د ټاپي پروژې پر تطبیق، پراختیايي فرصتونو او اهمیت خبرې شوې دي.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د ملګرو ملتونو ښځو څانګې او د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې کاږلي چې افغانستان کې اتیا سلنه ښځې د مهمو موضوعاتو په اړه له سیمه ییزو چارواکو سره له تعامله بې برخې شوې دي.

راپور زیاتوي چې د ټولنیز او اقتصادي اړخه د تېر کال پرتله د افغان مېرمنو ترمنځ ناهیلي ډېره شوې ده.

: ‏امریکا کې میشتو ګڼو فلسطینیانو دغه هېواد ته د اسراییل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د سفر په غبرګون کې لاریون وکړ. دغو لاریونوالو په غزه کې د اسراییلو بریدونه وغندل او دغه تړانګه کې یې د نسل وژنې د پایته رسولو غوښتنه وکړه.

بنیامین نتنیاهو تېره ورځ د امریکا کانګرس ته په خبرو کې له دغه هېواده د نورې پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه بریدونه له وړاندې پلان شوي دي. شهباز شریف د پاکستان فډرال کابینې په غونډه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي زیاته کړه چې " له ګاونډي هېواده د ترهګرۍ ګواښ د منلو وړ نه دی." د شهباز شریف په خبره، پاکستان غواړي دغه اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي.

: ‏د امریکا د نیویارک ایالت په هارلیم سیمه کې د پولیسو د مرکز تر څېرمه یوه موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي موندل شوي دي.

دغه چاودېدونکي توکي تېره ورځ (چهارشنبې) موندل شوي چې د ځایي پولیسو په خبره، تر دې مهاله یې نوعیت نه دی روښانه.

: ‏د امریکا ولسمشر، جو بایډن وایي، د امریکا ډیمواکراسۍ راتلونکي په اړه د اندېښنو له امله له ډونالډ ټرمپ سره له سیالۍ تېر شوی دی.

جو بایډن د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې له نوماندۍ د لاس په سر کېدو تر اعلان وروسته خپلې لومړنۍ وینا کې ویلي، نوي نسل ته د فرصت ورکولو په موخه له ټاکنو لاس په سر شوی دی.

: د دوحې قرارداد لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد په یوې مقاله کې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره څلور ماده یي طرحه جوړه او اعلان کړه.

ښاغلی خلیلزاد وایي، که چېرې ډونالډ ټرمپ بریالی شي ښایي د اوکراین د بحران حل لپاره ډیپلوماتیک فشار زیات کړي.

د اوکراین او روسیې تر کنټرول لاندې د ځمکې سوله ییز حل، د اوکراین لپاره پیاوړی امنیتي تضمین، د اروپایي ټولنې او اوکراین ترمنځ د امنیتي هوکړه لیک لاسلیک او د امریکا او اوکراین دفاعي هوکړه لیک هغه وړاندیزونه دي، چې ډاکتر خلیلزاد کړي دي.

هغه د ناټو غړیتوب لپاره د اوکراین وړاندیز ته په اشارې ویلي، لا هم د ناټو سازمان ټول غړي هېوادونه پر دې موضوع یوه خوله نه دي او ځینې اوس هم نه غواړي چې اوکراین دې د ناټو غړی شي. د ډاکتر زلمي خلیلزاد دغه مقاله، چې د نشنل انټرسټ پر ویبسایټ خپره شوې پکې ویل شوي، ډونالډ ټرمپ ته لومړیتوب د چین د ګواښونو محدودل دي او اوکراین باید د روسیې مقابلې لپاره پخپله وړتیا ومومي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک