No-IMG

مهم ترين های امروز جمعه

: ‏په سرپل کې ځايي سرچینو طلوع نیوز ته ویلي، نن (جمعه) سهار د سرپل مرکز اړوند په توحید اباد کلي کې ناپېژاندو کسانو د عاشورا د ويرجنو د شربت ویشلو پر یوه مرکز لاسي بم وغورځاوه او له سیمې وتښتېدل. د سرچينې د مالوماتو لمخې، په دغه پېښه کې د عاشورا اته تنه ویرجن سربېرن ټپيان دي. د سرپل د والي وياند، حبيب الله مسرور هم دغه خبر تاييد کړی او ويلي یې دي چې په پېښه کې اووه تنه ټپيان دي.

: ‏د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې پر لاریون کوونکو د ډزو په ترڅ کې ګڼ شمېر کسان ټپیان دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین پر اېکس لیکلي، دغه لاریون کوونکي د امن غوښتنې په موخه راوتلي وو چې پاکستاني پوځ پرې برید کړی او ګڼو لاریون کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. اخوا، پښتین پر ټولو غږ کړی چې د بنو د ولسونو په ملاتړ راووځي او د پاکستاني پوځ پر ضد لاریون وکړي. هغه د دغه لاریون وخت نن (جمعه) مازیګر پنځه بجې یاد کړی دی.

: ‏د کندهار سپین بولدک په وېش بازار کې د بټریو یوه منډیي کې اورلګېدنه رامنځته شوې. ځايي سرچیني يوې شخصي رسنۍ ته وایي، دغه اورلګېدنه زوروره ده او تر اوسه یې د رامنځته کېدو لامل هم نه دی روښانه شوی.

د سرچینو په خبره، اور وژونکې ډلې سیمې ته رسېدلي دي.

: ‏اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب طلوع‌نیوز ته ویلي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه سفارت مرستیال د خېبر پښتونخوا په بنو کې د وروستۍ پېښې وروسته ورغوښتی و.

سردار احمد شکېب وایي، د  پاکستان بهرنیو چارو وزارت لوري ترلاسه شوی پیغام یې له کابل سره شریک کړی دی.

ښاغلی شکېب دغه راز زیاتوي، اسلامي امارت د افغانستان له خاورې د ګواښونو هر ډول ادعاوې ردوي او په خبره یې، د بنو پېښه د افغانستان پورې اړه نه لري. تر دې وړاندې، قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم په دې اړه طلوع‌نیوز ته ویلي و چې هر هېواد د خپل امنیت د ټینګښت لپاره مکلف دی.

: ‏ذبیح‌الله مجاهد سخن‌گوی امارت اسلامی در واکنش به سخنان دونالد ترامپ درباره تسلیحات و تجهیزات جا مانده امریکا در افغانستان گفته اکنون همه‌ی تجهیزات جامانده ملکیت افغانستان است. آقای مجاهد فروش این تجهیزات را رد کرده و آن را یک ادعا خوانده است. دونالد ترامپ رییس‌جمهور پیشین امریکا پیش از این گفته بود که افغانستان اکنون به بزرگ‌ترین فروشنده سلاح‌های جا ماند امریکا تبدیل شده است.

: ‏د ننګرهار په توپانونو کې دولت او خصوصي سکټور ته ۲میلیارده افغانۍ زیان اوښتی.

: جوزف بورل، مسئول سیاست خارجی اتحادیه اروپا از تصویب طرح مخالفت با تاسیس دولت فلسطین توسط مجلس اسرائیل ابراز تاسف کرد.

در بیانیه ای که توسط بورل درباره تصویب طرح مخالفت با تشکیل دولت مستقل فلسطین در مجلس اسرائیل منتشر شده، آمده است: جامعه جهانی به طور متفق القول باور دارد که راه حل دو کشوری تنها راه حل پایدار به منظور دستیابی به صلح و امنیت در خاورمیانه است. او با ابراز تاسف از تصویب طرح مذکور در مجلس اسرائیل، تاکید کرده که اتحادیه اروپا در چارچوب قطعنامه های شورای امنیت سازمان ملل به راه حل دو دولتی در رابطه با مساله فلسطین پایبند است.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک له بنګلدیشي چارواکو غوښتي، چې د محصلینو په لاریونونو کې د تاوتریخوالي ټولې کړنې او د زور کارول په ځانګړې توګه د ژوند له لاسه ورکولو پایلې باید وڅېړل شي. نوموړي زیاته کړې، د بیان ازادي او سوله ییزې غونډې د بشر اساسي حقونه دي.

: ‏د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوریت غوښتونکو ګوند په ملي کنوانسیون کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رسمآ د خپل ګوند نوماند شو.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کنوانسیون د ویسکانس ایالت د میلواکي په ښار کې و، چې نن جمعه پای ته ورسېد. ټرمپ په دې مراسمو کې د هغه اور وژونکي سړي لباس ته هم درناوی کړی، چې په پنسلوانیا کې پر هغه د ډزو پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

: ‏تیره شپه د اسرائیلو‌ په مرکز «تل ابیب» کې د یوې زورورې چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې دا چاودنه د یمن د حوثیانو د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې رامنځته شوې ده.

د یادولو ده چې چاودنه د امریکا قونسلگرۍ ته څیرمه شوې ده.

: ‏د یمن حوثیانو ویلي چې په اشغال شوې «یافا» سیمې کې یې مهم هدف د یو نوې ډول بې پیلوټې الوتکې په وسیله ویشتلی دی.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي: «د یمن نظامي ځواکونو په اشغال شوې «یافا» کې چې د اسرائیلیانو لخوا «تل ابیب» بلل کیږي د یو نوې ډول بې پیلوټه الوتکې په وسیله چې د رادار لخوا نشي کشف کیدلی او دافع هوا یې مخه نشي نیولی په یوه مهم هدف برید کړی دی

: ‏رویترز به نقل از مقام‌های بهداشتی غزه گزارش داده که در پی حمله اسراییل به اردوگاه‌های آوارگان نوار غزه دست‌کم ۲۱ تن کشته شده‌اند. در گزارش آمده تانک‌های اسراییلی به رفح در جنوب غزه نیز حمله کرده‌اند.

: ‏ماریا زاخارووا سخن‌گوی وزارت خارجه روسیه گفته است که اظهارات دونالد ترامپ مبنی بر این‌که می‌تواند به سرعت به جنگ اوکراین پایان دهد، باید «واقع‌بینانه» تلقی شود.

به گزارش رویترز، او افزوده که ترامپ در دوره ریاست‌جمهوری خود وعده صلح در خاورمیانه را داد، اما به آن نرسید.

: ‏د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د روان زېږیز کال له اپرېل میاشتې تر جونه ۸۵۸زره او ۱۷۰ تنه له ایران او پاکستانه، افغانستان ته راګرځېدلي او ۵۳۲زره او ۸۵۴ تنه بیا دغو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

دغه سازمان په خپل درې میاشتنې راپور کې ویلي، ۵۶ سلنه دغه افغانان په جبري توګه، ۴۶ سلنه په خپله خوښه او ۳۹ سلنه هم د اقتصادي ستونزو له امله له ایرانه راستانه شوي دي.

دغه راپور کې راغلي ۷۴ سلنه افغانان بیا په خپله خوښه او ۱۹ سلنه هم د نا امنۍ او ځاني نه خوندیتوب له امله له پاکستانه راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، له ایرانه او پاکستانه بیا ډېری افغان ښځې له دې امله راستنې شوي، چې دغو هېوادونو کې یې ځان خوندي نه حس کاوه.

: ‏د خېبر پښتونخوا په بنو سيمه کې زرګونه پښتانه را وتلي او د پاکستاني پوځ له لورې د "عزم استحکام" په نوم د پيل شویو عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي. پاکستاني پوځ وروسته تر هغې د "عزم استحکام" پوځي عملیات پیل کړل چې د دغه هېواد د لومړي وزیر، شهباز شریف په مشرۍ پاکستانۍ کابینې د روان زېږیز کال د جون په ۲۲مه د دغو عملیاتو د پیلولو پرېکړه وکړه.

: ‏د خېبر پښتونخوا په بنو کې زرګونه کسانو د پاکستاني پوځ له لوري د پیل شویو "عزم استحکام" عملیاتو په غبرګون کې لاریون کړی دی.

پاکستان تېره زېږیزه میاشت (جون) کې دغه پوځي عملیات پیل کړي دي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وایي، بریټانیوي ځواکونو افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو پر مهال ناسم شواهد جوړول او خلک یې شکنجه کول. ماریا زاخارووا ویلي: « افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتونو پر مهال، بریټانیوي پوځ ډېری وخت جعلي شواهد جوړول، د بېلګې په توګه، خلکو ته به یې وسلې ورکولې. هغوی له شکنجې هم کار اخیست.» ماریا زاخارووا د بریټانیا پر حکومت او ناټو غږ کړی څو جنګي مجرمین پټ نه کړي.

تر دې وړاندې "د افغانستان په اړه د خپلواکې څېړنې" مشر، چارلز هیډن کیو د بریټانیا د کابینې پخواني وزیر، جاني مرسر ته د روانې جولای میاشتې تر ۲۵مې وخت ورکړی و څو د هغو سرتېرو هویت روښانه کړي چې نوموړي ته یې افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه مالومات ورکړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک