مهم ترين های امروز پنج شنبه
✒️: سیفالدین لتون سخنگوی والی پنجشیر میگوید بر بنیاد یک سروی که در ولسوالیهای رخه، عنابه، دره، آبشار و بازارک پنجشیر به راه انداخته شده بود، در نتیجه سیلابهای اخیر، ۲۴ منزل مسکونی بهگونه کلی و قسمی، ۱۱۹ کانال-سربند، ۹ پل، ۳۶ کیلومتر سرک، ۹ دستگاه کوچک بند برق، ۲ محراب مسجد، ۶ شبکه آبرسانی، ۳۶۴ جریب زمین تخریب و ۳۳ رأس مواشی تلف شدهاند.
آقای لتون میافزاید که با مشخص شدن زیانهای ناشی از سیلابهای اخیر در این ولایت، در آینده به آنان کمکهای بشردوستانه صورت خواهد گرفت.
✒️: پس از فراخواندن معاون سفارت امارت اسلامی در اسلامآباد از سوی وزارت خارجه پاکستان، سهیل شاهین به طلوعنیوز گفته است که امنیت داخلی هر کشور مسوولیت داخلی آن کشور بوده و امارت اسلامی خواستار امنیت و ثبات در منطقه است.
رییس دفتر سیاسی امارت اسلامی در قطر تاکید کرده که «ما همواره خواهان حل مسايل از طريق تفاهم و تعامل هستيم.»
وزارت خارجه پاکستان به تازگی در یک بیانیه گفته است که معاون سفارت امارت اسلامی در اسلامآباد را به علت حمله اخیر نیروهای حافظ گل بهادر در خیبرپختونخوا، فراخوانده است.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
✒️: حملات شبانه اسرائیل به غزه؛ دستکم 9 فلسطینی کشته شدند. بر اثر حملات شبانه ارتش اسرائیل به مناطق مرکزی و جنوبی نوار غزه دست کم 9 نفر کشته و تعداد زیادی نیز زخمی شدند.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل به غزه به 38 هزار و 848 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 54 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 95 تن دیگر نیز زخمی شدند.
✒️: بازداشت 10375 فلسطینی در کرانه_باختری از 7 اکتبر تاکنون.
انجمن اسرای فلسطینی و هیات امور اسرا و آزادگان فلسطینی با انتشار بیانیهای مشترک اعلام کردند که نظامیان اسرائیل از 7 اکتبر 2023 تاکنون در کرانه باختری اشغالی 9 هزار و 720 فلسطینی از جمله 675 کودک را بازداشت کردهاند.
✒️: بنیامین نتانیاهو نخستوزیر صهيونيست اسرائیل با یوآو گالانت وزیر دفاع مخالفت کرد و با ایجاد بیمارستان صحرایی برای کودکان غزه که بهدلیل بسته شدن گذرگاه مرزی رفح نمیتوانند برای درمان به مصر منتقل شوند، موافقت نکرد.
به گزارش تایمز اسرائیل، دفتر نخستوزیری اسرآئیل به طور کتبی به وزیر دفاع این کشور اطلاع داد که بیمارستان صحرایی برای کودکان در غزه ایجاد نخواهد شد.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي چې هېواد یې افغانستان کې له وروستیو سېلاب ځپلو سره مرسته کوي.
د نوموړې پر اېکس پاڼه راغلي چې له زیانمنو سره به د خوراکي توکو، اوبو او نورو اړینو توکو مرستې وشي.
✒️: راپورونه کاږي چې پر غزې د اسراییلي پوځیانو تازه بریدونو کې ۸۱ کسان وژل شوي دي.
له دې سره فلسطین کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ دفتر ویلي چې اسراییلو د غزې په جګړه کې ټول نړیوال اصول مات کړي دي.
✒️: د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب یې له اوکراین سره ۱۹۰ زندانیان تبادله کړي دي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د یو بل ۹۵ زندانیان ازاد کړي دي.
✒️: راپورونه کاږي، دغه کپسول چې سارکو نومېږي، تابوت ته په ورته بڼې جوړ شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې ناروغ به لومړی په دغې کپسول کې اوږد څملي او ورپسې به د شته مشخصې تڼۍ په کېکاږلو سره په ۳۰ ثانیو کې ساه ورکوي.
سارکو کپسول په لومړي ځل ۲۰۱۹ کال کې معرفي شو چې د کارونې لګښت یې ۲۰ ډالره ښودل شوی او سویس کې هېڅ ډول قانوني محدودیت نه لري.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بڼو کې پر پوځي مرکز د تېرې دوشنبې ورځې برید په تړاو اسلام اباد کې د اسلامي امارت مرستیال سفیر احضار کړی.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتل شوي څو د وسله والو ډلو پر ضد لاس په کار شي او د عاملینو په تړاو یې سمدلاسه اقدام وکړي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
✒️: سناتور چک شومر د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ویلي چې دا به د یاد هېواد لپاره غوره وي څو دی له دندې ګوښه شي.
سناتور داسې مهال بایډن ته دا څرګندونې کړې چې د ولسمشر بایډن کورونا ازموینې له مثبتېدو وروسته نوموړی الوتکې ته په سختۍ پورته کېږي.
✒️: د افغانستان بیارغوني لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره یا سیګر وایي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دوه څانګې افغانستان کې د دغه هېواد پر مرستو د څار قوانین نه مراعتوي. رویټرز خبري اژانس د سیګر په حواله راپور ورکړی چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت درې نورې څانګې بیا پر دغو مرستو د څار قوانین مراعتوي.
سیګر ویلي، افغانستان کې مرستندویه بنسټونو ۲۹۳ میلیونه ډالره امریکایي مرستې ترلاسه کړي او په خبره یې، امریکا باید پوه شي چې څوک له دغو مرستو ګټه اخلي.
✒️: د امریکا ولسمشر، جو بایډن پر کورنا اخته شوی
د امریکا راتلونکو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیال، جو بایډن پر کورونا ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته د امریکا ډیلور ښار کې خپل کور ته ستون شوی څو قرنطین شي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، ۸۱ کلن بایډن به د قرنطین پر مهال له کوره کار ته دوام ورکړي.
✒️: د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په جنوب لویدیځ سیچوان ایالت کې تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسه مړه شوې دي. د راپور لمخې، دغه اورلګېدنه د ودانیزو عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.
✒️: د بایسکل ځغلونې نړۍوال فډراسیون افغانستان کې د دغې برخې د فډراسیون پر مشر، فضل احمد فضلي بندیز لګولی دی. د بایسکل ځغلونې نړۍوال فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، فضل احمد فضلي له خپلو واکونو د ناسمې کارونې او د بایسکل ځغلونې ځینو افغان لوبغاړو ته د ګواښونو له امله د ۱۵ ورځو لپاره له هر ډول فعالیته محروم دی. د افغانستان د بایسکل ځغلونې فډراسیون مشر تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒️: د امریکا مسچوسټس پوهنتون په یوه څېړنه کې وایي، هغه افغان پلرونه چې مشر اولاد یې نجلۍ وي، د ښځو د حقونو پیاوړي ملاتړي دي.
مسچوسټس پوهنتون چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته له ۲۶زره افغانانو سره تر مرکو وروسته دغه څېړنه خپره کړې وایي، د خپلو لوڼو په اړه فکر کولو ته د پلرونو هڅونه د افغان ښځو د حقونو ملاتړ سره مرسته کولی شي.
