مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د مزاشریف په لومړۍ ناحیه کې اورلګېدنه!
په مزارشریف کې د پېښې شاهدانو طلوعنیوز ته ویلي چې، دغه اورلګېدنه نن (چهارشبنې) مازدیګر د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې د لرګیو په یوه بازار کې رامنځته شوې ده.
د بلخ د اطفایې مدیر عبدالمومن فیاض طلوعنیوز ته ویلي چې، دغه اورلګېدنه د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې او دغه اور د دغه ولایت د اطفایې ځواکونو لخوا مړ کړل شوی دی.
✒️: د افغانستان بانک رییس نوراحمد اغا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې نور احمد اغا د هېواد په ټولو برخو کې د مالي خدمتونو د پراختیا پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو یو مهم لامل بللی دی. د خبرپاڼې پر بنسټ، نور احمد اغا زیاته کړه چې د افغانستان بانک د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره مقرره جوړه کړې او په وینا یې، دغه اقدام کولای شي په هېواد کې د مالي خدمتونو له پراخولو سره مرسته وکړي.
✒️: د پاسپورټ لوی رییس عبدالکریم حسیب په کابل کې د پاسپورټ درېیو نویو کاري څانګو پرانستغونډه کې وایي، په دغو څانګو کې د نارینه او ښځینو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي او د دغو څانګو په پرانیستې سره به د پاسپورټ غوښتوونکو ته په یوه اوونۍ کې نوبت رسېږي.
ښاغلی حسیب د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د دغو څانګو ترڅنګ د تعرفې د تحویلۍ لپاره بانکي څانګې هم زیاتې کړي، څو د خلکو کارونه له خنډ سره مخ نه شي.
✒️: د هوا پیژندنې ادارې نن او سبا په بدخشان، نورستان، پنجشیر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننگرهار، پروان، کابل، لوگر، پکتیا، وردگ او خوست ولایتونو کې د باران، تالندې، توپانونو او سیلابونو اټکل کړی دی.
✒️: فیلیپ لازارینی، کمیسر کل آژانس امداد و کار سازمان ملل متحد برای آوارگان فلسطینی در خاور نزدیک (اونروا) اعلام کرد که 8 مدرسه در 10 روز گذشته در نوار غزه توسط ارتش اسرائیل هدف حمله قرار گرفته است.
لازارینی در پستی در مورد وضعیت غزه در حساب کاربری خود در شبکه های اجتماعی گفت: 6 مدرسه متعلق به اونروا است.
✒️: صاویر مربوط به دو مساله و رویداد جهانی. جام ملتهای اروپا (یورو 2024) و بحران انسانی ناشی از حملات اسرائیل به نوار غزه طی ماههای اخیر در صدر رویدادهای مهم بین المللی قرار داشته اند.
✒️: راپورونه کاږي چې عمان کې د شیعهګانو پر یوه جومات د ډزو له کبله شپږ تنه وژل شوي او څه دپاسه ۳۰ نور ژوبل دي.
راپورونه زیاتوي چې د دغې پېښې درې بریدګر هم وژل شوي او د برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.
✒️: پاکستان کې د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې دغه هېواد کې په تېرو درېیو میاشتو کې د وسله والو ډلو پر وړاندې ۲۲۰ بریدونه ترسره شوي دي.
د یاد مرکز راپور کې راغلي چې دغو بریدونو او عملیاتو کې ۹۶ پوځیان وژل شوي او ۲۲۰ نور ټپيان شوي دي.
✒️: اشغالګر اسراييل پر غزې تړانګې په تازه برید کې ۵۷ تنه وژلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، اسراييل د تېرې سې شنبې پر ورځ د غزې پر څو سیمو هوايي بریدونه کړي چې د روغتیايي چارواکو په وینا پکې نږدې ۵۷ کسان وژل شوي دي.
اخوا حماس غورځنګ یو ځل بیا وايي چې اسراييلو د جګړې او بریدونو په دوام سره یې د عربي هېوادونو او امریکا په منځګړیتوب د اوربند خبرې او هوکړه له خنډ سره مخ کړې ده. اسراييلي اشغالګرو ځواکونو بیا د غزې په ځینو سیمو کې د پرمختګ خبره هم کړې ده.
✒️: یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو اړوند راپور خپور کړی چې پکې راغلي، یوازې څه باندې ۶۷ سلنې زیږونونه د مسلکي روغتیاپالانو له لوري کیږي.
راپور کاږي چې په افغانستان کې یو پر درېیمې برخې ماشومان له روغتیايي مرکزونو لرې او له روغتیايي اسانتیاو پرته زیږي.
یونیسف زیاته کړې چې له نړۍوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک په ملتیا، په افغانستان کې ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کوي.
✒️: د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل نوي راپور کې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د قربانیانو د شمېر یادونه کړې ده. په دغه راپور کې راغلي چې د دغو ورښتونو او توپانونو له امله ۱۵ سوه ماشومان بې کوره شوي دي. راپور زیاته کړې چې په ختیځ ولایتونو کې څه باندې ۸۵۰ زره ماشومان دي چې له طبیعي پېښو اغېزمن دي.
✒️: د امریکا د سولې انسټیټیوټ وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د نړۍوال تعامل په برخه کې کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه پرمختګ شوی دی. دغه بنسټ د دوحې د درېیمې غونډې په اړه په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، ګډون کوونکو هېوادونو د اقتصادي مسایلو، خصوصي سکټور او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې په تخنیکي کچه د کاري ډلو پر جوړولو هوکړه کړې ده.
✒️: سي ان ان د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په وروستیو اونیو کې یې داسې اطلاعات ترلاسه کړي و چې ګواکې ایران د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور دسیسه جوړوي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ډونالډ ټرمپ په وروستي وسله وال برید کې د ایران د رول په اړه د ځینو امریکايي رسنیو ادعاوې رد کړې دي. د دغه وزارت ویاند، ناصر کنعاني ویلي، دا ډول ادعاوې سیاسي "مغرضانه" موخې او انګیزې لري.
✒️: نیکی هیلی، رقیب پیشتاز پیشین دونالد ترامپ برای انتخابات ریاستجمهوری روز سهشنبه (۱۶ جولای) در کنوانسیون حزب جمهوریخواه از نامزدی دونالد ترامپ حمایت کرد.
