مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: د ښځينه ښوونکو د معاشونو د کموالي او ځنډېدو په تړاو د طلوعنیوز د راپور له خپرېدو وروسته د مالیې وزارت طلوعنیوز ته تاییدوي چې، یوازې د هغو ښځينه کارکوونکو معاشونه تر ۵۰۰۰ افغانیو راټیټ شوي چې، هره ورځ دندې ته نهحاضرېږي. مالیي وزارت زیاته کړې، هغه برحاله ښځينه کارکوونکي چې، په اړوندو ادارو کې د نارینهوو په څېر هره ورځ دندو ته حاضرېږي د هغوی معاشونه د هغوی د بست پر بنسټ د اجرا وړ دي. له دې مخکې د پوهنې وزارت سرپرست ویلي و چې، د ښوونکو معاشونه کافي نهدي او د ښوونکو د تنخواو د زیاتوالي لپاره یې د اسلامي امارت مشرته وړاندیز کړی دی.
✒️: وقوع آتشسوزی در شهر بامیان؛ رسانه ها ميگويد در بامیان میگوید که این آتشسوزی حوالی ساعت ۴ پس از چاشت امروز (یکشنبه) رخ داده و تیم نجات و آتشنشانی در تلاش مهار آن هستند. تا اکنون درباره علت وقوع و خسارات ناشی از این آتشسوزی جزییاتی در دست نیست.
✒️: د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ په سیالیو کې نن د کابل پر وخت د مازیګر ۴بجې د تاجیکستان پر وړاندې لوبیږي.
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ دغه سیالۍ په قرغیزستان کې ترسره کیږي.
د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، افغان لوبډله د دغو سیالیو په لړ کې په A ګروپ کې له قرغیزستان او تاجیکستان سره لوبیږي. د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
✒️: وزارت فواید عامه اعلام کرد که بزرگراه کابل-قندهار به مدت دو روز به روی تمامی وسایط نقلیه مسدود خواهد بود.
بر بنیاد خبرنامه این وزارت، این مسدودی به دلیل قیرریزی در منطقه «پل شیخآباد» ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، از روز دوشنبه تا چهارشنبه اعمال خواهد شد. در این مدت، وسایط نقلیه میتوانند از مسیر تنگی بزرگراه کابل-لوگر به عنوان مسیر جایگزین استفاده کنند.
✒️: د افغانستان د شیعه علماو شورا له اسلامي امارته غواړي څو د محرم په ورځو کې د امنیت ټینګښت لپاره لازم تدابیر ونیسي. د دغې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه باید دغو ورځو کې " تر وروستي حده هڅه وکړي او د هر ډول ګډوډۍ مخه ونیسي." د جوماتونو له مشرانو او اړوندو مسوولینو هم غوښتل شوي څو امنيتي ټکو ته پام وکړي او د شکمنو پېښو پر وړاندې حساس اوسي.
✒️: په سرپرست حکومت کې د وزارت او تر هغو په ټیټه کچه یو شمیر تبدیلۍ راغلي دي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د افغانستان بانک پخوانی سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت دسرپرست په توګه او د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي. همدارنگه د افغاني سرې میاشتي پخوانی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې دسرپرست په توګه، د افغانستان بانک پخوانی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه او د استخباراتو عمومي ریاست د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست پخوانی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او تجارت وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معیین په توګه ټاکل شوي دي.
✒️: پخواني ولسمشر حامد کرزي د پوهنتون له یو شمېر استادانو او مدني فعالانو سره لیدلي دي. حامد کرزي پر اېکس لیکلي، چې په دې لیدنه کې په ملي یوالي او د هېواد په ابادۍ کې د زده کړو پر رول خبرې شوې او د نجونو پر مخ یې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستلو ټینګار کړی.
حامد کرزي افغانستان د ټولو ګډ کور یاد کړی او د هېواد پرمختګ لپاره یې د ځوانانو په ځانګړې ډول د نجونو زده کړې مهمې بللې دي.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د تالنده برېښنا، تېز باران او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
یادې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون لویدیځو، سویل لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې د نسبتآ تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل کړی، چې په ساعت کې یې د سرعت کچه له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلو متره پورې ښودل شوې ده.
✒️: راپورونه کاږي چې د هند ګجرات ایالت کې د یوې پنځه پوړیزې ودانې نړېدو پېښه کې ۷ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
راپورونه زیاتوي، د پېښې لامل دغه سیمه کې پرلپسې ورښتونه ښودل شوي دي.
✒️: مراسم تحلیف رئیسجمهور جدید ایران ماه آینده برگزار میشود.
مجتبی یوسفی، عضو هیئت رئیسه مجلس ایران اعلام کرد که مراسم تحلیف مسعود پزشکیان، رئیسجمهور منتخب این کشور 14 یا 15 مرداد برگزار خواهد شد و پس از آن وی باید ظرف 15 روز وزرای پیشنهادی خود را برای کسب رای اعتماد به مجلس معرفی کند.
✒️: حزبالله لبنان: مواضع اسرائیل در رويسات العلم را هدف قرار دادیم.
جنبش حزبالله لبنان با انتشار اطلاعیهای در تلگرام اعلام کرد که مواضع اسرائیل در رويسات العلم در بلندیهای كفرشوبا را با موشک هدف قرار داده است.
✒️: بازداشت دستکم 15 فلسطینی در کرانه_باختری توسط اشغالگران اسرائیلي.
انجمن اسرای فلسطین اعلام کرد که عساکر صهيونيست اسرائیل به مناطق رامالله، الخلیل، طوباس و قدس در کرانه باختری اشغالی یورش برده و دستکم 15 فلسطینی دیگر را بازداشت کردهاند.
✒️: راپورونه کاږي چې اسراییلي پوځیانو د غزې په مرکزي سیمو کې پر ښوونځیو بریدونه کړي چې له کبله یې ۱۶ تنه وژل شوي او څه باندې۷۰ نور ټپيان دي. راپورونه زیاتوي، دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۷ زرو فلسطینیانو پناه اخیستې وه.
✒️: د کرملین ویاند، ډیمیټري پسکوف وایي، د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي به د جولای په ۸مه او ۹مه مسکو ته سفر وکړي. روسي رسنیو د ډیمیټري پسکوف په حواله راپور ورکړی چې له روسي چارواکو سره به د نریندرا مودي لیدنې "ډېرې پراخه او مهمې" وي.
✒️: د ازبیکستان ولسمشر، شوکت میرضیایوف وایي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د شخړو له امله افغانستان د نړۍوالې ټولنې له پامه غورځېدلی دی.
شوکت میرضیایوف د ترک هېوادونو سازمان په سرمشریزه کې د خبرو په دوام ویلي، ازبیکستان به د افغانستان له خلکو سره د اړتیا وړ مرستې وکړي. هغه زیاته کړې "موږ باور لرو چې بهر کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل د دغه هېواد د ټولنیز وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولی شي."
✒️: سیلابها، لغزش زمین، و الماسک ناشی از بارانهای موسمی در نیپال ۴۷ نفر را کشتهاند. وزیر کار نیپال گفته است که ۴ نفر بر اثر سیلابها، ۲۴ نفر در لغزش زمین، و ۱۹ نفر دیگر در اثر الماسک کشته شدهاند.
از سوی دیگر، سیلابهای اخیر زندگی روزمره مردم در کاتماندو، پایتخت این کشور، را با چالش مواجه ساخته است.
✒️: د ناسا څلورو ساینسپوهانو مریخ ته ورته یو کلن ژوند پای ته ورساوه. دغه ساینسپوهان چې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۲۵مه دغه آزمایښت ځای ته ننوتي وو تېره ورځ بېرته راووتل او له خپلو نورو همکارانو سره یوځای شول.
دوی لپاره په 3D ډول د اوسېدو داسې ځای جوړ شوی و چې د مریخ فضا یې درلوده. دغو ساینسپوهانو په دغه یو کلنه موده کې په مریخ کې ګرځېدا، د سبزیو او میوو کرل او له ځمکې سره د اړیکو ځنډېدا تجربه کړي دي. په پام کې ده ورته ازمایښتونه په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۷ کلونو کې هم ترسره شي.
