No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د افغانستان کرکټ ملي ټیم په نړیوالو شل اوریزو  سیالیو کې نن بنگلدیش ته ماته ورکړه او په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.

پدې توگه پدې گروپ کې افغانستان او هند د شل اوریزو لوبو د (سوپر ۸) څخه نیمه فاینل ته ووتل او آسټرالیا او بنگلدیش بل پړاو ته له تگ څخه پاتې شول. افغانستان به نیمه فاینل کې له جنوبي افریقا او هند له انگلستان سره لوبې وکړي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي د کوم شخص یا کوم لوري د نوم اخیستو پرته، اعلان کړی، هغه کسان چې د ولسي ملاتړ پرته د بهرني ملاتړ په تمه وي، هغوی بایللې ده. جلالي دغه کسان "سرګردانه ډله" یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې د سیاست په بازار کې هیڅ پېرېدونکي نه لري.

 هغه ویلي: «دغه سرګردانه ډله نه پوهیږي چې د سیاست په بازار کې هیڅ خریدار نه لري او هیڅوک چمتو نه دی چې د سوځېدلو لوبغاړو د تشو خبرو ملاتړ ته غاړه کېږدي

: ‏د افغانستان مخکیني ولسمشر، حامد کرزي د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د افغانستان لار موندنه یوه ستره لاس ته راوړنه وبلله. حامد کرزي پر اېکس د دغه ستر بري مبارکي ویلې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي، د شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د لارموندنې په مناسبت له لوبډلمشر راشدخان سره ټلیفوني خبرې وکړې او مبارکي یې ورکړه.

: ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د فاریاب پولیسو د یوه تنکي‌ ځوان د ربړونې په تور شپږ تنه نیولي او څلور تنه نور چې، په دغې پېښه کې شکمن پېژندل شوي، هم تر څېړنو لاندې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تنکی ځوان د شخصي او ټولنیزو دښمنیو له امله  شکنجه شوی دی. ښاغلی قانع له دې پرته چې د دغې ربړونې د څرنګوالي او د دغه تنکي ځوان د هویت په تړاو جزیات ورکړي، زیاته کړې چې، د دغې پېښې له عاملانو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت د دوحې درېیمه غونډه کې د ګډون په تړاو د همغږۍ غونډې له ترسراوي خبر ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې خبرپاڼه کې وايي چې دغه غونډه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ ترسره شوه. په خبرپاڼه کې د ښاغلي متقي پر حواله راغلي چې، د اسلامي امارت د مشرتابه له لارښونې سره سم، د دوحې په درېیمه غونډه کې د سرپرست حکومت پلاوی به د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ ګډون وکړي.

: د کرېکت په لسګونه زره مینه‌والو او هېوادوالو نن (سې‌شنبې) په پلازمېنه او د هېواد ځينو نورو ولایتونو کې د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو نیمه‌پای لوبې ته د افغان لوبډلې لار موندنه په خوښیو او جشنونو لمانځي.

: ‏حامد کرزی رییس‌جمهور پیشین افغانستان پس از سفر به امریکا و آلمان، به کابل برگشته است.

: ‏26 جون؛ روز جهانی حمایت از قربانیان شکنجه.

در بیست و هفتمین سالگرد اعلام 26 جون به عنوان "روز جهانی حمایت از قربانیان شکنجه" توسط مجمع عمومی سازمان ملل متحد، شکنجه مسلمانان و مرگ ناشی از آن در جنگ، درگیری های داخلی و خشونت در جهان به ویژه در سوریه و سرزمین فلسطین اشغالی توسط اسرائیل قابل پیشگیری نیست.

: ‏شمار قربانیان حملات 263 روزه اسرائیل به غزه به 37 هزار و 658 نفر رسید.

وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 32 فلسطینی کشته و 139 تن دیگر نیز زخمی شده‌اند.

: ‏فیدان: اسرائیل به پاکسازی قومی در غزه ادامه می‌دهد.

هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه طی نشست مشترک خبری با یان لیپاوسکی، همتای چکیایی خود در آنکارا گفت: اسرائیل به معنای واقعی کلمه به پاکسازی قومی در غزه ادامه می‌دهد. هر روز جنایت جنگی جدید در غزه صورت می‌گیرد.

: ‏آغاز رسمی مذاکرات عضویت اوکراین در اتحادیه اروپا. مذاکرات مربوط به عضویت اوکراین در اتحادیه اروپا از امروز به صورت رسمی آغاز شد.

: ‏راپورونه کاږي چې روسي پوځیانو د اوکراین په دونتسک ښار توغندیز بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې پنځه تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپيان دي.

راپورونه زیاتوي، دغو بریدونو کې یو شمېر کورونو او لېږدوونکو وسایطو ته هم زیان اوښتی دی.

: ‏د ماشومانو ژغورنې نړیوالې خیریه ټولنې ویلي چې غزه کې شاوخوا ۲۱ زره ماشومان ورک دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې د جګړې پرمهال د اسراییلو له برید وروسته د وروستیو بې ځایه کېدو په ترڅ کې ډېر کسان له خپلو کورنیو جلا شوي دي.

: ‏ټاکل شوې، چې د سمپټمبر له ۱۲ څخه تر ۱۴ مې نیټې پورې د روسیې سینټ پیټرزبرګ ښار کې د متحدو کلتورونو لسم نړیوال فورم ترسره شي.

په کابل کې د روسیې سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې فورم اصلي موضوع به د "۲۱ پیړۍ کلتور" وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد فورم په درېیمه ورځ به دوو هغو کسانو ته  چې د کلتور او هنر په برخه کې لاسته راوړنې لري، یو به روسي او بل به بهرنی وګړی وي جایزه ورکول کیږي.

د خبرپاڼې له مخې، تمه کيږي چې په دې فورم کې به شاوخوا ۱۷۰۰ کسان ګډون وکړي.

: ‏د «ویکي‌لیکس» بنسټگر او وتلی خبریال «ژولیان اسانژ»  په بریتانیا کې له بنده خوشې شو.

د راپورونو له مخې «اسانژ» په امریکا کې د جاسوسۍ قانون څخه د سرغړونې یو تور په ځان منلی او په مقابل کې به یې امریکا ده ته د ۵ کلونو حبس سزا واوروي.

«ژولیان اسانژ» اوس په بحرالکاهل کې د امریکا مربوط یوې جزیرې ته منتقل کیږي چې هلته به د محکمې لخوا د ۵ کلونو حبس سزا ورته اعلانیږي او دا چې ده له مخکې دا موده بریتانیا کې په بند کې تیره کړې نو آزاد به شي او بیا به خپل وطن آسترالیا ته ولاړ شي. «اسانژ» له کلونو راهیسې په افغانستان او عراق کې د امریکا د جنایاتو په اړه د شواهدو خپرولو په خاطر د امریکا تر تعقیب لاندې و او که هغه هیواد ته سپارل شوی واي له ۱۷۵ کلونو بند سره مخ کیدلو. د «اسانژ» په هکله حاضره معامله د آسترالیا د صدراعظم د هڅو په نتیجه کې ترسره شوه.

: خواجه محمد آصف وزیر دفاع پاکستان در گفت‌وگو با یک رسانه پاکستانی گفته است که پس از خروج امریکا از افغانستان، هراس‌افگنی در منطقه کاهش یافته و خاک این کشور [افغانستان] اکنون امن شده است.

: ‏کرېک‌انفو لیکلي، د اسټرالیا پیلیز توپوهونکي، ډیویډ وارنر له نړۍوال جامه د اسټرالیا تر  بهر کېدو وروسته له نړۍوال کرېکټه استعفا وکړه. ډیویډ وارنر د اسټرالیا لپاره ۱۱۰ شل اوریزې، ۱۶۱ یو ورځنۍ او ۱۱۲ ټسټ لوبې کړې دي.

: ‏‏رویټرز د غزې د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د حماس غورځنګ د سیاسي مشر، اسمعیل هنیه خور د اسراييل په تازه بریدونو کې شهيده شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې نن سې شنبه، سهار ۲۴ تنه فلسطینیان پر غزې تړانګې د بیلابیلو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، ۱۴ کسان په دوو ښوونځيو او ۱۰ تنه نور د شاطي په نوم په یوه نظامي اډه کې شهيدان شوي دي.

: ‏انتونیو گوترش دبیرکل سازمان ملل متحد از تشدید تنش‌ها میان اسراییل و حزب‌الله لبنان ابراز نگرانی کرده و هشدار داده است که این وضعیت می‌تواند پیامدهای فاجعه‌باری برای منطقه و جهان به همراه داشته باشد. گوترش بیان کرده که «تشدید تنش بیش‌تر بین اسراییل و حزب‌الله تنها موجب رنج و ویرانی بیش‌تر جوامع در لبنان و اسراییل خواهد شد

: ‏در پی آتش‌سوزی در یک کارخانه باتری‌سازی لیتیومی در کوریای جنوبی، دست‌کم ۲۲ نفر جان باخته‌اند. به گزارش رویترز، این آتش‌سوزی که حدود شش ساعت طول کشید تا خاموش شود، علت آن تاکنون مشخص نشده است.

: ‏مقام‌های پاکستانی اعلام کرده‌اند که صادرات زغال‌سنگ افغانستان از طریق گذرگاه تورخم به این کشور به شدت کاهش یافته است.

به گزارش رسانه‌های پاکستانی، این کاهش به دلیل افزایش مالیات و تعرفه‌های صادراتی از سوی حکومت سرپرست افغانستان رخ داده است.

در گزارش آمده که واردات انواع کالاها از افغانستان از طریق گذرگاه خرلاچی در ولسوالی کرم به دلیل وضعیت امنیتی از چند ماه به این‌سو به حالت تعلیق درآمده است.

: ‏"ښځې په ډېپلوماسۍ کې" له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې، رافایلا ایوډېس د افغان ښځو د مېړانې او مقاومت ستاینه کړې ده.

هغې پر اېکس لیکلي: "له څه وخت راهیسې چې افغانستان ته راغلې یم، له پیاوړو او مېړنیو ښځو سره مخ شوې یم چې د خپل راتلونکي جوړولو ته ژمنې دي." د هغه پر باور، ښځې په ډيپلوماسۍ کې یوازې خنډونه لمنځه نه وړي، بلکې د هېواد راتلونکی هم جوړوي.

نن (سې شنبه، جون ۲۵) د ښځې په ډيپلوماسۍ کې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

: ‏د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، په یوه راپور کې اعلان کړی چې د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونه د ښځو له لوري اداره کیږي. په دغه راپور کې راغلي چې ۱۱۳ هېوادونه بیا هیڅ ښځه مشره نه لري. د دغه راپور پر بنسټ، ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له پیله یوازې ۲۳ سلنې وزارتي موقفونه د ښځو په واک کې دي او په ۱۴۱ هېوادونو کې ښځې په کابینه کې یو له درېیمې هم کمه برخه لري، ددې ترڅنګ ۷ هېوادونه پخپله کابینه کې یوه ښځه هم نه لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک