مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: تخار کې د ۳ جلا ټرافیکي پېښو په پایله کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د تخار د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په لومړنۍ پېښه کې چې په بهارک ولسوالۍ کې شوې، درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان دي. د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دوه نورې پېښې چې په درقد ولسوالۍ کې شوې درې تنه پکې ټپیان دي.
✒️: رئیسجمهور سابق افغانستان روز دوشنبه چشمش را در شفاخانهای در شهر دوسلدورف آلمان عملیات کرد.
سفیر پیشین افغانستان در آلمان به افغانستان اینترنشنال گفت که عملیات چشم آقای کرزی موفقیتآمیز بوده و وضعیت او رو به بهبود است.
✒️: رئیس پارلمان اروپا: احزاب میانه همچنان اکثریت را در اختیار دارند.
نتایج اولیه انتخابات پارلمان اروپا که در 6 تا 9 ژوئن در 27 کشور عضو اتحادیه اروپا برگزار شد، در سالن مجمع عمومی پارلمان اروپا در بروکسل اعلام شد. روبرتا متسولا، رئیس پارلمان اروپا اظهار داشت: بهرغم ظهور راستهای افراطی در انتخابات پارلمان اروپا، احزاب میانه اکثریت را کسب کردند.
✒️: آمریکا خواستار رایگیری شورای امنیت در مورد پیشنهاد آتشبس سه مرحلهای در غزه شد.
نیت ایوانز، سخنگوی نمایندگی آمریکا در سازمان ملل متحد اعلام کرد: جو بایدن، رئیسجمهور ایالات متحده خواستار رایگیری پیشنهاد آتشبس سه مرحلهای در غزه است.
✒️: وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 40 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 218 تن دیگر نیز زخمی شدند.
براساس این بیانیه، آمار فلسطینیان کشته شده به 37 هزار و 124 نفر و تعداد زخمیها نیز به 84 هزار و 712 نفر افزایش یافته است.
✒️: د ناروې کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ وايي چې افغانان په بد حالت کې دي او باید مرسته ورسره وشي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه کاږلي چې افغانان باید یوازې پرېنښودلی شي او مرستې ورسره پیل شي.
✒️: انتونی بلینکن وزیر خارجه امریکا برای برقراری آتشبس میان حماس و اسراییل امروز (دوشنبه) وارد مصر شد.
وزارت خارجه امریکا در یک بیانیه گفته است که آقای بلینکن پس از دیدار با عبدالفتاح السیسی رییسجمهور مصر ناوقت روز دوشنبه به اسراییل سفر خواهد کرد.
✒️: نارندرا مودی برای سومین بار به عنوان نخستوزیر هند سوگند یاد کرد. به گزارش رسانههای هندی، این بار حزب مودی کرسیهای کمتری در پارلمان به دست آورده و این امکان نیز وجود داشت که با یک حکومت ائتلافی احتمالی مواجه شود. مودی نوشته که «سوگند یاد کردم که به ۱.۴ میلیارد نفر جمعیت هند خدمت خواهم کرد و این کشور را به مراحل جدیدی از پیشرفت خواهیم رساند.»
✒️: توماس وست نماینده ویژه امریکا برای افغانستان، در واشنگتن با مقامهای ازبیکستانی دیدار کرده است. وست نوشته است که از دیدار با عبدالعزیز کاملوف مشاور شورای امنیت ازبکستان و عصمتالله ایرگاشف نماینده ویژه ازبیکستان برای افغانستان خرسند است. وست افزوده که در این دیدار درباره منافع مشترک و راهحلهای پیشرو در افغانستان گفتوگو کردهاند.
✒️: د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کیږي.
په دغه راپور کې راغلي چې دغه مېندې او ماشومان د زیږون پر مهال د هغو ناروغیو له امله مړه کیږي چې د درملنې وړ دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که نړۍواله ټولنه په دغه برخه کې د بشري مرستې اړوند بودجه ځانګړې نه کړي، د هېواد په کچه به د مېندو او ماشومانو د مړینې شمېر نور هم لوړ شي.
✒️: په پاکستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ پاکستاني سرتېري وژلي دي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس له قوله، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د سړک د غاړې بم چاودېدلی چې له امله یې ۷ تنه پوځیان وژل شوي.
✒️: ټاس خبري اژانس لیکلي، مسکو نن او سبا (د غبرګولي ۲۱مه او ۲۲مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف په مشرۍ د برېکس غونډې کوربه دی. په دغه راپور کې راغلي چې غونډه کې به د برېکس غړو ترڅنګ د نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي. غونډه کې د نړۍوالو اړیکو پر اوسنیو مسایلو، د نړۍوالې حکومتوالۍ د سیسټم پر ښه والي، د مخ پر ودې هېوادونو د رول پر پیاوړتیا، د شخړو د هواري او په راتلونکو څو اړخیزو مهمو پلټفارمونو کې د تعامل په اړه خبرې و شي.
✒️: د اسراييل د جګړې د کابینې وزیر، بني ګانټز تېره ورځ (یکشنبه) د بنیامین نتنیاهو له اظطراري دولته استعفا وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، د اسراييل د جګړې له کابینې د ګانټز وتل به د اسراييل پر پالیسیو جدي او منفي اغېزې وکړي ځکه دا پرېکړه یې د بنیامین نتنیاهو پر سیاست د اعتراض په ترڅ کې کړې ده.
تر دې مخکې، د اسراييل د جګړې د کابینې وزیر، بني ګانټز په یوه اعتراضي خبري غونډه کې د اسراييل لومړي وزیر ته وخت ورکړی و چې که د روان غبرګولي تر ۱۹مې د غزې د جګړې لپاره یو عملیاتي پروګرام او اصلي موخې یې وړاندې نه کړي، له ایتلافه به یې و وځي.
✒️: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف راپور ورکوي چې د وروستیو ارزونو لمخې د غور په ۱۵۵ کلیو کې څه باندې ۴۲۰۰ کورنۍ د سختو سیلابونو له امله بشري مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي چې په دغه ولایت کې ۲۷ روغتیايي مرکزونه په بشپړه او نسبي توګه ویجاړ شوي، ۶۲ ښوونځي سخت زیانمن شوي او د اوبو رسولو ۷۳ شبکې هم تخریب شوي دي.
د دغه بنسټ په وینا وروستیو سیلابونو په بغلان کې ۸ روغتیايي مرکزونه او په فاریاب کې ۲ روغتیايي مرکزونو ته درانه زیانونه اړولي دي.
✒️: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني د اسراييل د جګړې کابینې د وزیر له دندې لاس په سر کولو ته په اشارې سره ویلي، دا ډول استعفاګانې د اسراييل د پاشل کېدو په مانا دي. ښاغلي کنعاني زیاته کړې، که امریکا رښتیا هم غواړي چې په غزه کې اوربند وشي، اسراييل ته دې د نظامي تجهیزاتو او وسلې لېږدول ودروي.
✒️: د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یو وسله وال برید څه باندې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې. د رویټرز د راپور لمخې، دغه پېښه نن (دوشنبه) په جامو او کشمیر سیمه کې د هندو مذهبو پر یو بس شوې چې پایله کې یې ۹ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
✒️: د اروپايي ټولنې کمېسیون اعلان کړی چې له افغانستان سره د بشرپاله مرستو په لړ کې، دغې ټولنې دننه او له افغانستانه بهر افغانانو ته ۱۵۰ مېلیونه یورو ځانګړي کړي دي. د اروپايي ټولنې کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې اړمنو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره ولګول شي.
په دغې خپرپاڼه کې همدارنګه ذکر شوي چې، د اروپايي ټولنې مرستې به د زیانمنونکو افغان وګړو لپاره د خوراکي توکو، سرپناه چمتو کولو او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې دوام ولري.
✒️: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د هند د لومړي وزیر په توګه د نرېندرا مودي د بیاځلې ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده. نرېندرا مودي په ټاکنو کې له بري وروسته، تېره ورځ (یکشنبې، د غبرګولي په ۲۰مه) په نوي ډيلي کې ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړه وکړه او د درېیم ځل لپاره د هند لومړی وزیر شو.
✒️: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان کړی چې په روسیه کې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د "طالبانو" د نوم ایستلو احتمال په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له هغوی سره د اړیکو د اړتیا له امله څېړل کېږي. د ټاس خبری اژانس د راپور لمخې، هغې زیاته کړه چې له طالبانو سره د روسیې تعامل په یو ډول د دغه هېواد په ګټه دی.
زاخارووا ویلي، ځینې خبریالان له طالبانو سره د روسیې د تړاو په اړه لیکنې کوي، خو په دې نه پوهیږي، چې د نشه یي توکو له قاچاق، ترهګرۍ او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې لپاره د اړیکو جوړولو ته اړتیا ده.
