علم د فکري جګړې وسله
( په لنډو ټکو کې)
ټولو ته معلومه ده چه پدی امت ددښمنانو له خوا داسی تورې ورځې، او خطرناکې څپې راغلي چه هغه یی عملا د وجودي ګواښ سره مخ کړې وو، خو د الله تعالی په مرسته د هر ازمایښت څخه نه یواځې بریالې بلکه د پخوا نه هم قوي او مستحکم راووت، ولو که په دغی ګواښونو کې د ښکیل کیدلو او تری رواتلو درنه بیه یی پری کړې ده، او دا دواړه د الهې سنت سره موافق او برابر شوي دي ( إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ).
په دی عصر کې امت یو ځل بیا د وجودي ګواښ او ننګونې سره لاس او ګریوان دې، چه د پخوانې څخه په مراتبو خطرناک دې، ځکه چه دا د پخوا په شان پوځې یرغل نه دې چه په زغم اومادي قربانئ یی مقابله وشي، بلکه دا فکري یرغل دې چه موخه یی:
د اسلامې ثوابتو لړزول،
په دین باندي د مسلمانانو شکمن کول،
ددینې ارزښتونو بی اعتباره کول،
دغه باور د پوښتنی لاندی راوستل چه ( اسلامې شریعت د هر ځای او هر وخت لپاره مناسب او ګټور دې).
او د مسلمانانو څخه دامت ولئ فکر او انګیزه اخیستل دي.
او خطر یی پدې کې دې چه دغه جګړه پټه او په مرموزه بڼه روانه ده، او د ډیرو لپاره ددرک وړ نه ده.
دلته یرغل ګر جسماٌ پردي نه دي، بلکه دهمدی امت بچیان، او زما او ستا د کور کلي، او د چم او ګاونډ خلک دي، او ممکن چه ځینې یی زما او ستا نه د لمونځ په مخکی صف کې ولاړ وي، بلکه ممکن په محراب کی دننه او یا د منبر دپاسه ولاړ وي، او د قرآن تفسیر اود حدیثو شرحه به کوي، ممکن زما او ستا داولاد استاد وي، او ممکن...، او ممکن.
خو ددی سره سره به- ځینې یی پټ او ځینې یی ښکاره ، ځینې یی شعوري، او ځیني یی لاشعورې- ددغی جګړي عسکر اوسي. مفاهیم به یی په فکر کې ګډو وډ، معیارونه بدل، ارزښتونه بابیزه او بی ارزښته، د ماتې او ټیټوالې روحیه به یی په ذهن حاکمه ،او د غرب سره د سیالئ پر ځای به یی دغرب د تقلید جغ په ورمیږ پروت وي.
ددغې جګړې سختوالې او پیچلتیا په همدی کی ده چه دا د کور اوکلي دښمني ده.
ممکن څوک ووايی چه تاسو خپل منځې کرکې او ټولنیزې تفرقې ته لمن وهئ. دوی غواړې چه پدی تور سره زمونږ څخه ( هم بوره او هم بدنامه) جوړ کړي، خو حقیقت دا دې چه دغه جګړه داسلام پر ضد لسګونه کلونه مخکې د اتاترک او ورپسی د الحبیب بورقیبه له وخته پیل شوې ده، او څوک چه د امت فکری حالت څاري دا ورته د لمر په شان ځلیږې چه دا جګړه اوس هم ښه په درز کی روانه ده ، او له بده مرغه چه ورځ تر بلې ښه زور اخلي، او مونږ صرف او صرف ددفاع په مورچل کې ناست، او په ناچیزه امکانیاتو - په اصطلاح ( شلخي ) ټوپک سره د ټانک او توپ- مقابله کوو، چه دا یی د روښانه کولو ځای نه دې.
په هر حال، اوس راګرځم خپل اصلي مطلب ته ، او هغه دا چه :
د اسلام پر ضد په دغی فکري جګړه کې ډول ډول وسلې اووسیلې کارول کیږي، خو تر ټولو کاري یی - زما په اند- دوه دي:
- یو د غرب مادې پرمختګ، چه د ډیرو سترګې یی نیولې دې، او زمونږ ډیر ډیر وروسته پاتی کیدل چه مونږ یی فکرا ډیر ځپلې یو . دغه وسله په خورا اغیزمنه توګه په دغی جګړه کی کارول کیږې، پدی معنی چه له يوې خوا د غرب پر مختګ ددین د پریښودلو، زیږنده ګڼل کیږي، او زمونږ د شاته پاتی کیدلو سبب په دین پسي تپل کیږي، او له بلې خوا مغلوب عادتا غالب ته ټر ځان پورته ګورې او پیښې یی کوي.
- او بل د اسلامي عقیدې او شریعت اړوند شبهي راپارول، چه اکثره یی په اصل کې د متعصبو مستشرقینو له لوري مطرح شوي، او بیا دلته د هغوې شاګردان شخوند پرې وهي، او زمونږ ډیر یی ورسره بدرګه کوي.
شک نشته چه مونږ د اولې وسلي په وړاندي هیڅ دفاع نه لرو، او پرته لدې چه لاس ترزنې ورته د خپل برخه لیک په انتظار کښینو بله هیڅ چاره نه لرو.
او ددوهمې وسلې په مقابل کی مو هم دفاع ډیره بی خونده ده.
زه په زغرده دا خبره کولای شم چه :
ددغې دواړو وسلو په واندې زمونږ د بی وسئ یواځینې سبب زمونږ ( نیمکړتیا) ده ، نیمکړتیا څه چه تقریبا په ټپه دریدل دي.
مونږ د مادي علم له اړخه د غرب پاتې شوني راټولوو، او پدی کی هم اتل هغه څوک دي چه دغو پاتی شونو ته لاس رسې پیدا کړي ، او د راټولو وسه یی ولري.
اودینې علم مو دومره ضعیف دې چه ډیر دشبهو د ځوابولو وړتیا نه لرو.
(البته پدی سیاق کې ددیني علم څخه مراد د اسلام هغه صحیح تشخیص دې چه د شبهو د ځوابولو استعداد پکې نغښتي وي).
نو که زمونږ سره رښتیا هم په دغې فکري جګړه کې د مقابلی هوډ وې ، نو پرته له دي چه مونږ هم ځانونه (د علم په وسله) سنبال کړو بله هيڅ لاره نه لرو.
دغه کار ستونزمن دې، خو ناشونې نه دې.
هو، شک نشته چه الله تعالی ددغه دین د ساتلو ژمنه کړې ده، او دا هم کره خبره ده چه ( للبیت رب یحمیه) خو دغه ساتل په ملائکو نه، بلکه د خپلو مومنو بنده ګانو په لاس به یی کوي.
نو راځئ چه مونږ او تاسو الله تعالی د خپل دین دساتلو او نشرولو په سپاهیانو او دعاتو کې وشمیري.
د یادونې وړ ده چه په اوسني وخت کې دا د حکومت مسئولیت دې چه د علمي تحصیل زمینه برابره کړي.
