No-IMG

د سیمې د هیوادونو ګټې او ننګونې د پخوا په پرتله ډېرې سره نږدې شوې دي

د اشغال له پای وروسته دوه طبعي پدیدې اسلامي امارت ته د پرمختګ او استقرار بې مخینې فرصتونه برابروي:

۱ اسلامي‌ امارت په داسې وخت کې حاکم نظام دی چې نړیوال حالت له لوی بدلون سره مخ دی. د امریکا په مشرۍ هغه غربي هیوادونه چې تېر شل کاله یې افغانستان کې نامشروع جګړه وکړه، د افغانستان په قضیې یې د ویټو قدرت له لاسه ورکړی.‌دوی نشي کولای د تېر په څېر ټوله نړۍ د افغانستان په مسئله کې له ځان سره ودروي. د سیمې د هیوادونو ګټې او ننګونې د پخوا په پرتله ډېرې سره نږدې شوې دي. د بدلون یوه بله مثبته نکته دا ده چې لویو قدرتونو لپاره افغانستان نور د هغه ستراتیژیک محور برخه نه ده چې دوی پکې د یو بل پر ضد جبهې جوړولې. دا میدان اوس ختیځې اروپا او سوېل شرقي آسیا ته بدل شوی دی. دا نوې معادلې افغانستان ته د دې فرصت ورکوي چې د سیمې هیوادونو سره په مشترکو ګټو او ګډو فرصتونو کار وکړي.

۲ افغان ولس د امریکايي اشغال له شل کلن حکومت څخه بې زاره دی. جمهوریت په اشغال، چور چپاول، غلا، فساد، قتل او نا امنۍ نه ملت ته مخ لري او نه نړیوالې ټولنې ته. دوی اوس هغه سوځېدلې مهرې دي چې څوک یې په معادله کې نه حسابوي.

له پرون څخه چې د جمهوریت اطفالو د خلیفه صاحب سفر ته کوم عکس العمل وښود، سړی حیرانېږي چې دې اشتکانو څنګه د بهرني اشغال پرته د افغانستان په ولس د حکومت فکر کولای شو!

له دغو فرصتونو لا ډېره ګټه اخستل اوږد مهاله فکر، پراخه سینه او کار غواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک