No-IMG

مهم ترين های امروز پنج شنبه

: ‏منابع به رسانه ها گفته‌اند که وزارت عدلیه امارت اسلامی پس از بررسی زمین تلویزیون تمدن، فعالیت این رسانه را متوقف و خواستار تغییر مکان این تلویزیون شده است.

تا اکنون امارت اسلامی به‌گونه‌ی رسمی در باره این خبر چیزی نگفته است. تلویزیون تمدن هم امروز با نشر زیرنویسی از احتمال بسته شدن این رسانه خبر داده است‌. این رسانه گفته که هیاتی از وزارت عدلیه به این رسانه رفته و ممکن فعالیت این رسانه را تا ساعات دیگر متوقف بسازند.

: ‏د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا او بل سبا ( د غبرګولي ۱۸مه او ۱۹مه) د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، ډایکنډي، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست هغه ولایتونه یاد شوي چې په یاده موده کې به له ۱۵ تر ۴۰ ملي مټره باران شاهد وي. خبرپاڼه کې په سویلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو را الوتو اټکل هم شوی دی.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې یاد وزارت ژمن دی څو د خصوصي سکتور ودې لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي چې له خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق پرانیسته کې خبرې کولې ویلي دي چې دغه صندوق د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د کاري فرصتونو زیاتوالي او د اقتصاد د ودې او پراختیا په موخه جوړ شوی دی.

: ‏اسپانیا به پرونده نسل‌کشی اسرائیل در محکمه بین‌المللی عدالت پیوست.

: ‏سازمان جهانی صحت: تاکنون 464 مورد حمله به مراکز صحی در غزه ثبت شده است.

: ‏انتونی گوترش سرمُنشی سازمان ملل: 135 کارمند سازمان ملل در سال 2023 در غزه کشته شدند.

: ‏راپورونه کاږي چې د چک جمهوریت په پاردوبیک ښار کې د مسافرو او بار وړونکو اورګاډو ټکر پېښه کې څلور تنه مړه شوي او له ۲ سوو زیات ژوبل دي.

راپورونه زیاتوي، د مسافرو اورګاډي د چک جمهوریت ختیځ کې اوکراین ته مسافر لېږدول.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي چې اسلامي امارت دې د خلکو پر وړاندې ظالمانه سزاوې ودروي.

نوموړي دغه څرګندونې سرپل ولایت کې د ۶۳ کسانو دُرو وهلو ته غبرګون کې کړې دي.

: ‏د افغان ښځو، نجونو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې د سولې او سیاست په چارو کې یې د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډي کارلو سره خبرې کړې.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه د دوحې غونډې په درشل کې دغه خبرې ګټورې بللې دي.

: ‏اسراییلي پوځ پر هغه ښوونځي هوايي برید کړی، چې سلګونو فلسطینیانو پکې پناه اخیستې وه. د راپورونو له مخې، دغه ښوونځی چې د ملګرو ملتونو اړوند وه، ۲۷ تنه فلسطیني وګړي پکې وژل شوي دي.

په ورته وخت د حماس رسنیزو مرکز هم ویلي، چې اسراییلي پوځیانو د النصیرات پنډغالي کې د ملګرو ملتونو ښوونځي کې "وحشتناکه" وژنه کړې ده.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر وایي، هېوادونه باید د "طالبانو" د هغو چارواکو د سفر لپاره اجازه ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو له لوري پرې بندیز لګول شوی.

متیو میلر متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني د سفر په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، ټول هېوادونه باید دغه قوانین مراعت کړي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي امارتو ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر او ځینو نورو چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، امنیتي د ارګانونو په روغتیایي برخو کې د همکاریو او دغه هېواد کې د افغان بندیانو د ازادولو په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره د خبرو لپاره تېره ورځ (چهارشنبه) دغه هېواد ته رسېدلی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، ولسمشر زیلینسکي به دغه سفر کې له روسیې د اوکرایني ماشومانو چې کیف یې د مسکو لخوا د برمته کېدو ادعا کوي، د راګرځولو بهیر کې د قطر د همکارۍ او دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

: ‏سازمان خوراک و کشاورزی ملل متحد در گزارشی هشدار داده است که ناامنی غذایی در غزه در شش ماه آینده شدیدتر خواهد شد. در گزارش این نهاد آمده است که دست‌رسی به کمک‌های بشری در غزه شدیدن محدود شده و احتمال دارد در وسط ماه جولای در مناطق در حال جنگ در غزه بحران غذایی به وجود آید.

بر بنیاد این گزارش، نیمی از جمعیت غزه از ناامنی غذایی رنج می‌برند.

: ‏ولادیمیر پوتین رییس‌جمهور روسیه، روز گذشته (چهارشنبه) به غرب هشدار داد که اگر حاکمیت یا تمامیت ارضی روسیه تهدید شود، این کشور می‌تواند از تمام ابزارهای موجود برای دفاع از خود استفاده کند.

: ‏په غزه کې د اسراییلو وروستیو بریدونو پر روغتونونو ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.

د رویټرز راپور لمخې، پر مرکزي غزه د اسراییلو د تېرې ورځې (چهارشنبې) بریدونو کې لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

رویټرز د سرچینو په حواله لیکلي، د اسراییلو هوایي او ځمکنیو بریدونو تېره شپه تر سهاره دوام کړی دی.

: ‏په چمن کې پاکستاني ځواکونو پر لاریون کوونکو برید کړی چې له امله یې څه باندې ۴۰ تنه ټپیان دي. د چمن پرلت د رسنیو غړي، حضرت علي عیار طلوع‌نیوز ته ویلي، دغه برید چې په پوځي قلعې کې شوی د ځينو ټپیانو وضعیت پکې ډیر نازک دی.

د هغه په وینا، پاکستاني پوځيانو له ۶۰ زیات کسان له ځان سره بیولي هم دي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره باید اړېکې و لري. ولادیمیر پوتین چې په سن پټرزبرګ کې یوې اقتصادي غونډه کې ګډون کړی وايي، په افغانستان کې ستونزې شته خو اړ دي چې اوسني دولت سره اړیکې هم ولري. ښاغلي پوتین زیاته کړې "طالبان اوس افغانستان اداره کوي، په واک کې دي او دغه حقیقت باید و منل شي."

: ‏د قطر بهرنیو چارو وزارت د لبنان په بېروت کې د امریکا پر سفارت برید غندلی او د ټولو ډیپلوماټیکو ماموریتونو او کارکوونکو د خوندیتوب پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.

تېره  ورځ (چهارشنبې د غبرګولي ۱۶مه) بېروت کې د امریکا پر سفارت وسله وال برید وشو چې په پایله کې یې د دغه سفارت یو ساتونکی ټپي او بریدګر هم د سوریې اوسېدونکی یاد شوی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک