مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به سبا شپه له قطر سره د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیا جام سیالیو ته د غوراوي پړاو په چوکاټ کې لوبه وکړي. دا لوبه به د سعودي عربستان په احسا ښار کې د کابل پر وخت د شپې ۸:۳۰ بجې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله داسې مهال له قطر سره مخ کیږي چې په دې سیالیو کې یې په خپلو وروستیو څلورو لوبو کې د قطر، کویټ او هند له لوبډلو سره دوه ماتې، یوه مساوي او یوه بریا خپله کړې ده.
✒️: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني عربي متحده اماراتو ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له چارواکو سره په اتو مهمو موضوعګانو بحث او پرېکړې کړې دي.
مجاهد لیکلي چې: د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا، د ا.ا د امنیتي ارګانونو په روغتیايي او ودانیزو برخو کې د همکارۍ غوښتنه، په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو د خلاصون موضوع چې منل شوې ده. افغانانو ته د هغه هېواد د ویزو خلاصول چې، ژمنه یې وشوه او د یو میکانیزم له مخې به په نږدې راتلونکې کې خلاصې شي، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو د برخې سیسټم ډیجيټل کول، د افغانستان او په ټول کې د سیمې د امن په اړه هلې ځلې، د افغانستان په بیا رغونه کې د عربي متحده اماراتو ګډون او په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د متحده عربي اماراتو د کمپنیو ګډون، هغه موضوعګانې دي چې په هکله یې خبرې پرېکړې او ژمنې شوې دي.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات 243 روزه اسرائیل به غزه به 36 هزار و 586 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 36 فلسطینی کشته و 115 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: دیدهبان حقوق بشر: اسرائیل در حملات خود به لبنان از فسفر سفید استفاده کرده است.
سازمان دیدهبان حقوق بشر طی گزارشی اعلام کرد که اسرائیل در حملات خود از اکتبر 2023 تاکنون به جنوب لبنان در 17 منطقه مسکونی از فسفر سفید استفاده کرده است.
✒️: د غزې الشفاء روغتون په انګړ کې څلور نور ډله ییز قبرونه موندل شوي، چې سلګونه جسدونه پکې تر خاورو لاندې شوي دي. د راپورونو له مخې، په موندل شویو جسدونو کې د اعدامونو، پر سر د ډزو ټپونو او سکنجې نښې لیدل شوې دي.
دغه ډله ییز قبرونه په داسې حال کې موندل کیږي، چې لاهم پر غزه د اسراییلو بریدونه دوام لري او هره ورځ په لسګونه ملکي فلسطیني وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
✒️: یک فرد مسلح که قصد حمله بر سفارت امریکا در بیروت را داشت توسط پولیس لبنان بازداشت شده است. خبرگزاری اسوشیتیدپرس به نقل از ارتش این کشور گزارش داده که فرد حمله کننده تبعه سوریه است و پس از زخمی شدن توسط پولیس به شفاخانه منتقل شده است.
✒️: نرېندرا مودي یو ځل بیا د هند د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د راپور لمخې، مودي د هند عمومي ټاکنې ګټلي خو ګوند یې د اپوزیسیون پرتله د پارلمان کمې څوکۍ اخیستې دي.
✒️: قطر که نقش میانجی میان غزه و اسراییل را ایفا میکند، میگوید برای دستیابی به آتشبس هردو طرف باید مواضع روشنی داشته باشند.
مجید النصاری سخنگوی وزارت خارجه قطر، روز گذشته (سهشنبه) گفته است که طرح آتشبس باید بیدرنگ رنج طولانی مردم غزه را متوقف کرده، گروگانها را به خانوادههایشان بازگرداند و راه را برای یک آتشبس دایمی و پایان بحران کنونی هموار کند.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند په اړه غږیدلي دي. انتوني بلېنکن پر اېکس لیکلي، له انتونيو ګوترش سره یې په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند د تړون په اړه خبرې کړې دي.
بلېنکن زیاته کړې چې په دغه کتنه کې غزې تړانګې ته د لازمو مرستو د رسولو پر حل لارو هم بحثونه شوې دي.
✒️: ملګري ملتونه وايي، څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې چې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر اېکس خپور شوی راغلي چې په افغانستان کې هره میاشت څه باندې ۶۰ ماشومان د ناچاودو توکو له امله مړه او معلول کیږي.
راپور زیاتوي چې څه باندې ۳ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم دي له خوارځواکۍ سره مخ دي او ۱۹ سلنې ماشومان درانه کارونه کوي.
✒️: د امریکا استازو جرګې د اسراييل پر لومړي وزیر د جنګي جنایتونو د تور پر سر پر نړۍوالې جنايي محکمې د بندیزونو طرحه تصویب کړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، وروسته له هغې چې د نړۍوالې جنايي محکمې یوه لوړ پوړي څارنوال د اسراييل پر لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د جنګي جنایتونو د تورونو لګولو وړاندیز وکړ، د امریکا استازو جرګې پر دغې محکمې د بندیزونو طرحه تصویب کړه.
د راپورونو پر بنسټ، دغه طرحه چې د جمهوري غوښتونکو له لوري وړاندې شوې وه، د امریکا د استازو جرګې ډيموکراټانو یې هم ملاتړ کړی دی.
✒️: له اسپانیې، ایرلنډ او ناروې وروسته تېره ورځ (سې شنبه) د سلوینیا پارلمان هم د خپلواک دولت په توګه د فلسطین رسمیت پېژندنه په اکثریت رایو تایید کړه. سلوینیا له سویډن، قبرس، هنګري، چک، پولنډ، سلواکیا، رومانیې او بلغارستان وروسته د اروپايي ټولنې نهم غړی هېواد شو چې فلسطین په رسمیت پېژني.
✒️: پاکستاني پوځیانو د چمن پر پرلت کوونکو برید کړی دی.
د پرلت ویاند صادق خان اڅکزي د ټلیفون پر کرښه طلوع نیوز ته و ویل، برید کې یې څلور ملګري په مرمیو لګېدلي او یو شمېر نور نیول شوي دي. برید تېره شپه ناوخته د کوږک په سیمه کې د پرلت کوونکو پر هغه ډله شوی، چې د چمن-کوېټي ترمنځ یې لار بنده کړې وه.
✒️: د چاپیریال د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا په یوه پیغام کې ویلي، د افغانستان چاپیریال له ګواښ سره مخ دی. روزا اوتونبایوا د افغانستان چاپیریال ښکلی او ځانګړی یاد کړی دی. هغې له ټولو غوښتي چې له ملګرو ملتونو سره لاس ورکړي څو د وچکالۍ او سېلابونو له امله د اقلیم بدلون مخنیوی وشي او د سرچینو ښه مدیریت او د چاپیریال ساتنې په برخه کې کار وشي.
✒️: د اسراییلو پوځ پر مرکزي غزه په خپلو تازه بریدونو کې ۴۴ فلسطیني وګړي وژلي دي.
غزه کې روغتیایي کارکوونکو ویلي، اسراییلو په تازه بریدونو کې له الوتکو او ټانکونو کار اخیستی دی. په تازه وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
