No-IMG

سید محمود پاچا؛ د افغان تاريخ جالبه څېره

له نن څخه ۱۴۰ کاله پخوا د افغانستان د کونړ، بونير او سوات په سيمو کي د يوې ځايي سيدانو کورنۍ سيمه ايزه واکمني وه، ددې کورنۍ مشر سيد محمود پاچا وو، سواد ئې نه لاره خو خلګو د دوی د سادات له امله ورته احترام لاره، دا کورنۍ د سيد نظيف* په نامه سلسله لرله چي د سيد جماالدين افغان تربور کېده. محمود د ۱۸۸۳ـ۱۸۸۶ع پوري نوابي او پاچاهي درلودله، ماليه ئې خپله خوړله او مرکزي دولت ته ئې چندان ارزښت نه ورکاوه.

کله چي محمود د وزير اکبرخان لور[درانی بي بي] ځان ته واده کړه نو د کابل لخوا هغه د کونړ او باجوړ حاکم وټاکل سو، د اميرشېرعلي خان سره ئې اړيکه ښه وه خو په ۱۸۹۶ع کال چي امير عبدالرحمن خان کونړ او نورستان د مرکزي دولت پوري تړله د کونړ د پشد سيدانو واکمني هم پای ته ورسېدله، سيد محمود پاچا په دې خبره بد يوړل او باجوړ کي انګرېزيانو ته په شکايت ولاړ، هغوی ئې پر خبره غوږ ونه نيو، د پنجاب حسن ابدال کي ئې يوه سيمه ايزه خانقا جوړه کړه او د امير عبدالرحمن خان پر ضد به ئې خلګ جهاد ته دعوتول. چا ئې په خوله نه کوله او همداسي ومړ.

کورنى ئې په حسن ابدال کي پاته سوه چي اوس ئې هم اولااده هلته ژوند کوى او انګريزانو ډېري پراخى مځکى او تر مرګه د نوابۍ پروټوکول ورکړ.

پخوا به خانانو او نوابانو پر نوکرانو سربېره د خپلي طبعي ځيني کسان په خپلو حجرو کي ساتل. مثلا لټان چي بايد د سيمي په کچه ثابته لټي ولري، ټوکیان چې په نورو پوري وخاندي، ساده ګان چي نور ورپوري وخاندي، صوفیان چي خان ته دعا وکړي، عالمان یا خوله ور کسان چي په جرګو مرکو کي د خان د خبري د تایید لپاره یو څه منطقي او کتابي خبري او داسې نور.

روايت دئ چي کله محمود پاچا په کونړ، باجوړ او بونير کي واکمني لرله، نو ئې د لټانو ټولۍ لرلې چي هغوی بيا د خپلو لټيو په اندازه معاش لاره، شفاهي کيسه ده چي د سيد محمود پاچا په دربار کي به بيکاره کسان همېشه پراته وه او مفتي ډوډۍ به یې خوړلې چي په پای کي د د لټانو شمير ورځ په ورځ زياتېده؛ یو وخت چا سید محمود پاچا ته مشوره ورکړه چي د دغو کسانو چارچاپېره اور بل کړه، که د رښتیا لټان وي، د اور لمبو ته به هم پراته وي او که یې ځان په لټۍ اړولی وي، وبه تښتي، ترې بېغمه به سې او د اصلی لټانو او غيرو لټانو توپیر وسي. کله چي ئې د دې لټانو پر شاوخوا اور ولگاوه، نو يو شمير زيات يي وتښتېدل او يو شمیر یې پاته سول چي پکښي يو شمېر يې دومره لټان وه چي خپل ملگرو ته به يي ويل چي موږ فرياد هم نسو کولای او زموږ له خوا فرياد هم بايد تاسي وکړئ چي وسوځیدم-وسوځېدو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک