No-IMG

روسیه او افغانستان: د نوي تعامل پړاؤ

له تزارې روسیې تر ۱۹۱۷م د بالشیویک انقلاب پورې افغانستان له روسیې سره د ګډو ګټو ژوند کړی. د تزارې روسیې په وخت کې افغانستان د استعماري انګلستان او روسیې تر منځ د دوی په اصطلاح د بفر رول اداء کړی خو زمونږ د افغانستان له زوایې مونږ دواړو امپراطوریو سره د متقابل احترام، مستقل بهرني سیاست او داخلي چارو کې د نه لاسوهنې په اصل اړیکو ته دوام ورکړی. دغه مهال مونږ په بهرني سیاست کې د بلانس/بې پرۍ/ناپیلوتوب او بې طرفۍ اصطلاحات هم کارول.

د شلمې پیړۍ په ۶مه لسیزه روسانو د برژنیف دکتورین د “برژنیف امنیتي کمر بند” په محور تعریف کړ. دغه مهال له افغانستان څخه هم وغوښتل شول چې د دې امنیتي کمر بند برخه شي. افغان مفکر شهید موسی شفیق (رح) دا مهال د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ؤ. دا چې هغه وخت مونږ د یو آزاد مملکت او آزاد بهرني سیاست خاوندان ؤ؛ شهید دا غوښتنه رد کړه او په ځوابي بڼه یې چین ته سفر وکړ تر څو خپل ناپیلتوب په واقعي مانا تمثیل کړي.

شورویانو چې بیا د خپلې تېروتلې محاسبې په مټ هیواد اشغال کړ، د افغانستان ولس یې پر ضد تر هغې وجنګېد چې ګروموف په ژړا له حیرتان څخه تېر ایستل شو.

د کورنیو جګړو پر مهال تر کال ۲۰۰۱م پورې د روسانو پالیسي په افغانستان کې د یو سیاسي حزب په محور راټوله وه. د روسیې استخباراتو او د یلتسن ټیم د شمال ساتلو په خاطر د افغانستان د کورنیو جګړو له یو جنګي اړخ څخه تر آخرې ورځې دفاع وکړه. هېره دې نه وي چې پوتین کرېملېن ته په راتګ سره مسکو کې د افغانستان د شمال له یو مشهور قومندان سره په پټه کتل هم کړي ؤ.

د امریکایانو راتګ سره روسان د انتخاب له حالت سره مخ شو. دوی افغانستان ته د امریکا په راتګ په دې نه ؤ خوشحاله چې په افغانستان کې به د امریکا کامیابي دوی ته په ستراتیژیک او اوږد مهال کې لوی خطر وي خو‌ په لنډ مهال کې دوی د بوش له اعلان وروسته امریکایانو سره د کومک او بسپنې پرته بله لاره هم نه درلوده. روسیه د امریکا په نوې جګړې ور ګډه شوه او په ۲۰۰۳م کې یې امارت د ترورېستانو لېست ته واچوه.‌

له ۲۰۰۷م میونیخ امنیتي کانفرانس وروسته پوتین له غرب سره واؤخت چې بیا ۲۰۰۸، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ پورې دا کش و ګیر په بېلا بېلو برخو کې روان ؤ. په دې مرحله کې روسانو دوه طرفه لوبه کوله.

کله چې دوی ولیدل چې امریکایان د سلېښو په ډنډ کې ونښتل او پوره کامیابي یې ناشونې ده، دوی په دې خوښ ول چې امریکایان د افغانستان په جګړه کې ښکېل وساتي. دې کار لپاره یې له بېلا بېلو مانورونو هم کار اخسته.‌

د کال ۲۰۲۱م په ۳۰ اګست امریکایان له افغانستان څخه ووتل او روسانو نوي افغانستان سره د “ښه” تعامل خبر ورکړ خو دا له دې تعامل سره ډېر تشویشونه او بېلا بېلې ننګونې مل وې. د کال ۲۰۲۲م په فروري کې روسان د اکراین په جنجال اخته شو چې له امله یې  افغانستان د دوی په سیاست کې له اولې درجې اهمیت څخه ولوېد خو روسیې نشو کولای افغانستان له پامه وغورځوي ځکه چې؛

۱ پوتین په دې پوه شو چې له اوکراین او غرب سره د روسیې اړیکې رغول ښايي ډېر وخت ونیسي. دا چې روسیه له سیاسي انزواء سره مخ نه شي‌، پوتین له شرقي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا تابیا نیولې. تېرې یوې میاشت کې د هغه د جمهوري ریاست له پنځم دور وروسته هغه لومړی سفر چین، دویم بلاروس او دریم ازبکستان ته وکړ.‌ د پوتین د سفرونو ترتیب د ده د نوي بهرني‌ سیاست لومړیتوب په ډاګه کوي. افغانستان هم پوتین لپاره د هغو هیوادونو په لست کې راځي چې د روسیې اړیکې وروسره د امریکا په فکتور نه متأثرېږي. څو میاشتې وړاندې چې قزاقستان د امارت نوم په هغه هیواد کې د تور لېست له ډلې وویست، د دې سګنال ؤ چې روسان غواړي د افغانستان او منځنۍ آسیا اړیکې ورغېږي. روسیه افغانستان سره له ښو اړیکو غواړي سوېل آسیا ته د مرکزي آسیا تجارت وغځوي تر څو په اوږد مهال کې روسیې لپاره له سوېل آسیا سره د وصل لار پیدا کړي.

۲ روسیه له اسلامپالو ډلو او په منځنۍ آسیا کې د اسلامپالۍ له راپورته کېدو تاریخي نوستالژیا لري. د دوی تاریخي حافظه دوی نه پرېږدي په داسې ډول امارت سره اړیکې پیدا کړي چې روسیې او بالخصوص مرکزي آسیا کې د اسلامپالۍ څپه را ویښه کړي. تېر ۳ کاله روسیې د دې ارزيابي کوله چې په مرکزي آسیا کې د افغانستان د بدلون تأثیرات وګوري. دوی چې له افغانستان څخه د مرکزي آسیا د امنیت په اړه غیر واقعي څرګندونې کولې، بنیادي هدف یې دا ؤ چې د ډامېنو اېفکټ (د افغانستان د انقلاب د تأثیر)‌مخه ونیسي.

روسیه د افغانستان له حکومت سره د اړیکو او تعامل نوي پړاؤ ته داخله شوې. د سیمې په سطحه د تعامل کچه ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده. غربي بلاک نه غواړي د افغان حکومت په باب نړبواله اجماع لع لاسه ورکړي خو د نوي نړیوال نظم له امله دوی د نړۍ په سیاست د ویټو قدرت له لاسه ورکړی.

پای

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک