No-IMG

مهم ترين های امروز دوشنبه

: ښاغلی انجينير حکمتيار د حزب اسلامي افغانستان عاليقدر أمير: د دوحې درېيمه ناسته د بن ناكامي تجربې تكرار دئ، هدف ئې د يوه بل بينن سيوان او اخضر ابراهيمي ټاكل دي، دا به د امريكا د خوښي شخص وي او مأموريت ئې د هغو هېوادو تر منځ همغږي چي د افغانستان په پېښو كي دخيل دي؛ ټول په دې متفق چي د ټول شمول حكومت له جوړېدو پرته د افغانستان بحران نشي حل كېدى.

له ټول شمول حكومت د دوى تعريف همغه دئ چي په بن كي د جوړ شوي حكومت لپاره ئې درلود؛ د بن د ناستي اصلي لوري امريكا، روسيه، بريتانيا، ايران او پاكستان وو له كابل غوښتل شوى پلاوى د ارگ نه بلكي د همدغو هېواد د خوښي څېرې وې او نتيجه ئې د ارگ ناستى جمهور رئيس تعويض او د خونړۍ جنگ پيل وو.

: ښاغلی انجينير حکمتيار د حزب اسلامي افغانستان عاليقدر أمير: هغه وخت رارسېدلى چي افغانان هم د فلسطين مستقل هېواد او حكومت په رسميت وپېژني؛ دا د مؤمنو فلسطينيانو مسلم حق دئ او زموږ إيماني وجيبه؛ د نورو هېوادو له لوري دا لړۍ پيل شوې؛ شمېر ئې په سرعت سره زياتېږي؛ موږ بايد تر نورو وړاندي وى نه وروسته؛ كه په نړۍكي مخكښ نه شوو په اسلامي امت كي دي مخكښ شو.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګونو په ګډون د بدخشان، تخار، بغلان او پنجشېر ولایتونه به سبا (سې‌شنبې، د غبرګولي په ۸مه) د نسبتاً تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راتلو شاهد وي.

دغه ریاست همدرانګه ویلي چې د سالنګونو په ګډون، د هېواد شمالي، لوېدیځ، سوېلي، ختیځ او مرکزي ولایتونه به هم د تېزو بادونو شاهد وي.

: ‏عبدالمتین قانع سخن‌گوی وزارت داخله خبرهای نشر شده درباره بازداشت عبدالکریم حسیب رییس عمومی پاسپورت، در قندهار را رد کرده است.

او گفته که آقای حسیب و شماری از مسوولان وزارت‌های دفاع و داخله برای وضاحت درباره تظاهرات در باریکاب ننگرهار درباره زمین به قندهار فراخوانده شده‌اند.

: ‏د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي، افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفرونه ګټور نه دي. ذبیح الله مجاهد د افغانستان له ملي ټلویزیونه په خپور شوي غږیز پېغام کې ویلي، تر هغو چې امریکا له اسلامي امارت سره مستقیمې اړیکې ونه لري، د توماس وېسټ دغه سفرونه د افغانستان درد نه دوا کوي. د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، دغه سفرونه د امریکا پروګرام دی او په خبره یې، افغانستان لپاره مستقیمه اړیکه او ډیپلماټیکې حل لارې مهمې دي.

: بهرنیو چارو وزارت د غزې د نسل‌وژنې په ۲۳۴مه ورځ یو ځل بیا پر نړیوالو سازمانونو او د سیمې مؤثرو اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د غزې ولس په تړاو خپل مسؤولیتونه ادا کړي او د اسراییلو جنایتونو مخه ونیسي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، "رفح ښارګوټي کې د بې‌ځایه شویو پر پنډغالي د صهیونیستي رژیم لخوا د نن سهار بریدونو یو ځل بیا وښوده چې هېڅ ډول د جګړې قوانینو ته ژمنتیا نه لري او د غزې نسل‌وژنه د صهیونیستي رژیم د جنګي ستراتيژۍ برخه ده.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي، چې د دې وزارت اړوند تخنیکي خدمتونو او خونديتوب ریاست له لورې په روان کال کې دوه زره ۴۳۱ موټرو تخنيکي چک ترسره شوی، چې د یادې پروسې په ترڅ کې د ۱۸۴ موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډول شوی دى.

: بلخ کې یو اته کلن ماشوم د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی. د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي؛ چې د عبدالله په نوم دغه لس کلن ماشوم تېره ورځ دولس نیمې بجې د مزار شریف ښار، دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هغه مهال د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو، چې له ښوونځي څخه کور ته پر لاره وو.

: ‏وزارت صحت فلسطین: بیمارستانی برای پذیرش جانباختگان و مجروحین در رفح وجود ندارد. وزارت صحت فلسطین در غزه با اشاره به حمله ارتش اسرائیل به اردوگاه آورگان فلسطینی در غزه اعلام کرد که هیچ بیمارستانی در رفح ظرفیت پذیرش این تعداد جان باخته و مجروج ندارد.

: ‏سازمان ملل: غزه به جهنم روی زمین تبدیل شده است.

: ‏د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي رفح ښار کې د کډوالو پر پنډغالي د اسراییلي پوځیانو بریدونه غندلي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي څو رفح کې د پوځي اقداماتو درولو لپاره سمدلاسه لاس پکار شي.

: ‏د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له اسلامي امارت غوښتي څو د ټي‌ټي‌پي د مشر نور ولي محسود په ګډون دې د دې ډلې مشران ونیسي.

نقوي یوې خبري غونډه کې ویلي چې د ټي‌ټي‌پي مشران افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

اسلامي امارت بیا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏د بې پولې خبریالانو سازمان وايي چې غزه کې د اسراییلو له لوري د وژل شویو او ټپيان شويو فلسطیني خبریالانو په اړه یې د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت ثبت کړی دی.

ار.اېس.اېف ویلي چې د جرمونو له نړیوالې محکمې یې غوښتي څو د اسراییلو له لوري د ترسره شویو جنګي جرمونو پلټنه وکړي.

: ‏راپورونه کاږي چې د امریکا په ټېکزاس، ارکانساس، اوکلاهوما او کینټکي ایالتونو کې د توپانونو له کبله ۱۵ تنه مړه شوي دي. راپورونه زیاتوي، توپانونو د ګڼو سیمو برېښنا هم پرې کړې ده.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي مادرید ته تللی.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې زیلینسکي په دې سفر کې له اسپانیا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي.

اسپانوي رسنیو راپور ورکړی، چې مادرید پلان لري، څو اوکراین ته د یو اعشاریه ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د پیټروټ هوايي مدافع سیستم او د لیوپر ټانکونه ورکړي.

په راپورونو کې راغلي، چې د زیلینسکي هرکلي ته د اسپانیا د پاچا شپږم فیلیپ هوايي ډګر ته ورغلی.

: ‏شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی نخست‌وزیر و وزیر امور خارجه قطر در نشست فوق‌العاده مشترک عربی - اسلامی با اتحادیه اروپا شرکت کرد. این نشست با محوریت جنگ در غزه برگزار شده است. وزارت خارجه قطر در یک خبرنامه گفته است که تحولات جدی در نوار غزه و «تشدید تجاوز نظامی اشغال‌گران اسراییل» در برابر غیرنظامیان بی دفاع به‌ویژه هدف قرار دادن خیمه‌های آوارگان فلسطینی در بخش‌های از رفح در این نشست بررسی شد. وزارت خارجه قطر افزوده که در این نشست بر توقف فوری کشتار از سوی «نیروهای اشغال‌گر اسراییل» برای جلوگیری از فاجعه انسانی که مردم فلسطین از آن رنج می‌برند و مسوولیت‌های جامعه جهانی تاکید شده است.

: ‏مقام‌های پاکستانی اعلام کردند که ۱۱ عضو تحریک طالبان پاکستان را که در حمله انتحاری به مهندسان چینی دست داشتند، بازداشت کرده‌اند. به گزارش رویترز این خبر در یک نشست خبری که از سوی رای طاهر رییس مبارزه با هراس‌افگنی پاکستان و محسن نقوی وزیر داخله این کشور برگزار شده بود، اعلام شده است. رای طاهر گفته که «یک تلفن همراه که بمب‌گذار انتحاری از آن برای برقراری ارتباط با گردانندگان محلی خود استفاده می‌کرد، منجر به بازداشت مظنونان شده است

به گفته‌ی او بررسی‌ها و شواهد نشان می‌دهند که «ستیزه‌جویان از رهبران تحریک طالبان پاکستان در افغانستان دستور» می‌گرفتند. پیش از این وزارت دفاع با رد استفاده خاک افغانستان در برابر پاکستان گفته بود منطقه‌ی که شهروندان چین در آن آماج انفجار قرار گرفتند، زیر پوشش شدید امنیتی ارتش پاکستان قرار دارد.

: ‏د قطر سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په محرومو سیمو کې لس روغتیایي مرکزونه جوړوي.

د دې بنسټ په خبره، دا مرکزونه د لومړنیو روغتیایي خدمتونو رسولو او د مور او ماشوم لپاره د روغتیایي خدمتونو لوړولو په موخه جوړیږي. خبرپاڼه کاږي، دا مرکزونه به هر کال ۲۵۰ زره مېندو او ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اوبو رسولو ډېری سېسټمونه لمنځه وړي دي.

یونیسف ویلي، دوی هر ورځ ۲۲ زره کسانو ته په سېلاب ځپلو سیمو کې اوبه چمتو کوي.

: ‏رویټرز خبري اژانس د عربي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې سعودي عربستان تر دولس کلو وروسته سوریې ته سفیر ګومارلی دی. راپور کې فیصل المجفیل دمشق کې د سعودي عربستان نوی سفیر یاد شوی دی. سعودي عربستان، سوریې سره تر دولس کلونو اړیکو بندښت وروسته، سږ کال دغه هېواد کې خپل سفارت یو ځل بیا پرانیست.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د جاپان، چین او سویلي کوریا ترمنځ تر څلورو کلونو وروسته نن (دوشنبه د غبرګولي ۷مه) درې اړخیزه ناسته جوړه شوې ده. په راپور کې راغلي، دغه ناسته کې چې د سوداګریزو او امنیتي خبرو اترو د بیا پیل په موخه جوړه شوې، د جاپان لومړي وزیر، فومیو کشیډا، د چین لومړي وزیر، لي ګوینګ او د سوېلي کوریا ولسمشر، یون سوک یول ګډون کړی دی.

: ‏د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې وایي، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۴۷ تنه مړه شوي او ۱۶۵۱ تنه نور هم ژوبل دي. روغتیا نړۍوال سازمان د خپلو همکارو روغتیایي بنسټونو په مرسته دغه راپور کې ویلي، سېلابونو په دغو ولایتونو کې د عام المنفعه ځایونو د ویجاړولو ترڅنګ شاوخوا ۸۶۹۶ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

راپور کې راغلي، د هېواد په لویدیځ کې هم سېلابونو ۵ تنه مړه کړي، سل تنه یې ژوبل کړي او ۶۰۰۰ کورنۍ یې زیانمنې کړي دي. روغتیا نړۍوال سازمان دغه راز ویلي، غور او فاریاب ولایتونو کې یې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو ترڅنګ سیار روغتیايي ټیمونه هم استولي دي.

: ‏ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې «طالبان» د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه د ایستلو وړ دي. د ضمیر کابلوف په خبره، دغه موضوع د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوې او په خبره یې وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.

ضمیر کابلوف ویلي، له دغه نوملړه د «طالبانو» تر ایستلو وړاندې د رسمیت پېژندلو موضوع به تر وخت مخکې چاره وي. ضمیر کابلوف دغه‌راز ویلي، «طالبانو» د بیا ځل واکمنېدو راهیسې د رسمیت پېژندنې په لور ګامونه پورته کړي؛ خو په خبره یې، لا هم ځینې ګامونو ته اړتیا ده څو روسیه په دې برخه کې پرېکړه وکړي.

: ‏پر رفح د اسراییل په تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک