د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی؟!
مستیار
پنځم قسط
د حزب اسلامي له لوري د امارت اسلامي پر تندي دا طعنه کافي ده چي دوی امریکایان په ډېر عزت او احترام له هیواد ستانه کړل،د کابل له فتحي وروسته امریکایي قطعات په میدان کي مستقر ول،طالب چارواکو د دوحي تړون پر اساس د هغوی امنیت ساتلی وو،بهرنیو مېلمنو په همدې ورځو کي د دوی د امنیت تر چتر لاندي د افغانانو په وینو لاسونه رنګ کړل،تاریخي ستره چاودنه ئې د میدان هوایي په درشل کي انجام ته ورسول،جهازونه،راډار او ټانګونه ئې تخریب کړل، افغانان د جهازونو پر وزرونو ټال د ځمکي په لور را و غورځېدل، داسي نظاره چي په نړیواله سطحه ئې هيڅوک ثبت او ریکارډ نشي وړاندي کولای،دا ستر او عالمي پېغور د چا پر تندي او تاریخ تور داغ پاته شو؟!مګر تاسو مجبور واست د دوحې تړون پر اساس چي باید ددې ټولو ناخوالو په مقابل کي چوپ پاته شئ،مګر امریکايي قطعاتو د معاهدې ټول بندونه تر پښو لاندي کړل او ستاسو پر تندي ئې د تل لپاره د عار او شرم دا تاریخي پېغور پرېښود، د امریکایانو دا مصون انسحاب هیڅکله د روسي فوځونو له انسحاب سره نشي مقایسه کېدای،هلته حزب اسلامي د مقاومت د ملاتیر وو او دلته تاسي، یقیناً د روسانو او امریکایانو په وتلو کي ډېر توپیر سته،یو ئې په رډو سترګو سره وتلی او بل ئې په ټیټو،یوه له وتلو سره ټول افغان ولس ته سپکاوی او اهانت اړولی او بل د وتلو په دوران کي له سخت سپکاوي او ذلت سره مخ شوی،یوه د وتلو په دوران کي افغان ولس ته ځاني او مالي نقصان اړولی او بل له وتلو سره ځاني او مالي تلفات لیدلي،یو د توافقنامې له کبله وتلی او بل په زور او پرته له کوم شرط او توافق،یوه ئې له وتلو وروسته تر نن پوري زموږ فضاء اشغال کړې،ګواښونه کوي،په بیا راتګ سره افغانان تهدیدوي،د افغانستان په قضایاوو کي لاس وهنه کوي،په بار بار وايي: له افغانستانه په وتلو کي مو اشتباه کړې او بل ئې داسي وتلی چي تر نن پوري زموږ په لور د کتلو جرأت نشي کولای،په بار بار ئې ویلي چي افغانستان ته په تګ کي موږ اشتباه کړې وه.
راشئ یو ځل د حزب اسلامي هغه د ایمان له چينې را خوټېدلی او هېښوونکی اقدام تر نظر تېر کړو چي د روسانو له وتو وروسته ئې د وارسا پکت په خلاف تر سره کړ،ډېری افغانان لا تر اوسه پدې ستر او د افغانستان په تاریخ کي پدې زرین باب خبر نه دي،دا د رهبر جرأت او د حزب اسلامي خپلواک ترکیب ئې وو چي د نړۍ والو په سترګو کي اغزی شو،تر احمد شاه ابدالي را وروسته هیڅوک د افغانستان په تاریخ کي دا ستر ویاړ او سابقه نلري، زه هغه امارتي ځلمیانو ته چي د کابل پر سړکونو د تکبر له کږو غاړو سره د حکمتیار پر غیرت او جرأت طعنې وايي او ځانونه ورته د مهدي لښکري ښکاري او د اسلام په دفاع کي د جهاد بدریان په سپکو او لوچکو القابو یادوي د حزب اسلامي د یو عادي فرد په حیث د دوی ضمیر او وجدان را ننګوم چي پخپل ټول تاریخ کي مو د رهبرانو او جنګالیو دومره له شجاعت او مېړاني ډک یو مثال وړاندي کړئ موږ به مو ومنو!حزب اسلامي د روسانو وتلو په دوران کي پر هغوی ډزي کړي دي،درانه مالي او ځاني تلفات ئې ورته اړولي، وارسا پکت ئې د نړۍ په وړاندي شرمولی،ټیټي سترګي،ذلیل،خوار او نامراد ئې شړلی، لاسپوڅي او ځای ناستي ئې یو یو د مرګ او اجل په لوري سم کړي،د کرملین او غلامانو ارمانونه ئې له خاورو سره خاوري کړي، تعجب خو لا دا وو چي پردې ټولو ئې اکتفاء نه وه کړه بلکي ټولګۍ ټولګۍ افغان مجاهدین ئې د اذربایجان مسلمانانو نصرت لپاره د وارسا پکت حدودو ته ور داخل کړل،ډېرو ته به لا تر اوسه دا پېچلې معماء ښکاري چي څنګه کې جي بي او سي آی اې ددې سر خوړلي حزب په خلاف متحد شول،پداسي حال کي چي سوشیالیزم د پانګوال نظام په خلاف یو سخت رد عمل وو او پانګوال نظام په هر صورت غوښتل ددې ناسور څخه د تل لپاره ځان خوندي او مصؤن کړي،حقیقت دا دئ چي حزب اسلامي د هیواد په داخل کي را ټوکېدلی آزاد او خپلواک د پردیو له تسلط او ولکې خوندي حزب دئ،د هیواد په داخل کي یوازنی او بې مثاله حزب دئ چي قطره قطره ئې د صدف له غېږي افکارو ورو ورو د ګوهر په رنګ او شکل تظاهر کړی،د روسي ښکېلاک او کمیونیزم په خلاف د افغان جهاد ثمرات پر هیڅ لوري مبهم او مجهول باقي پاته نشول،نړیوالو ولیدل چي د امت د را بیدارېدو او ویښېدو دا بهیر د نړۍ تر نورو سیمو او ملکونو پوري په مدار مدار د منتقلېدو په حال کي دئ،د سد باب لپاره ئې باید لازم تدابیر پکار واچول شي،که احیاً دا کار وشو نو غرب او شرق دواړه به ددې قوتمند خوځښت او فلسفې په مقابل کي له صفر سره ضرب شي.
زه د امارت په لیکو کي له مخلصو مجاهدینو،حقپالو داعیانو او له درنو علماءوو څخه د یو عادي افغان او د حزب اسلامي د یو کښتي درجې د متعهد په توګه پوښتنه کوم:دا څه آفت دئ چي حزب اسلامي او حکمتیار په ټوله نړۍ کي هیڅ حمایت او نصرت نلري؟ولي شرق او غرب دواړو د خپل لمړي دښمن په فهرست کي له ځان سره نیولی؟دا ولي د حزب اسلامي متعهدین او غړي نن تر هر بل تنظیم تر غړو او وفادارانو له مالي لحاظه خوار دي؟ له غرب نه ګیله نسته مګر اسلامي احزاب او اسلام ته ژمني ډلي ولي پر بد ګمانه دي؟حزب اسلامي تر نیمي پېړۍ زیاته مبارزه کړې آیا دا ئې د حق په دفاع کي کړې که الحاد او کفر ته؟له پردو به څه ګیله وشي مګر د خپلو په څنګ کي د تنفیر د نظر غشي پر زړه او سینه آغېز لري،په ډېر تأسف سره باید ووایم چي د حزب اسلامي او حکمتیار په خلاف ملحدین،غربپال او سیکولران چي کومي فتواوي او تبصرې تکراروي همدا فتواوي د حزب اسلامي او حکمتیار په خلاف اسلام ته ژمن او متعهد ورونه،درانه علماء،ځیني مخلصي کړۍ او حلقات د هغوی په اقتداء کي همغه القاب د حکمتیار په خلاف مستعار کړي.
زه درنو او معتبرو علماء وو او حقپالوونکو داعیانو ته یوه مشوره د یو دردمند مسلمان په حیث لرم:د درنو علماء وو او محقیقو مؤرخینو یوه تحقیقاتي پنځوس یا سل نفري بې طرفه اجتماع دي تشکیل کړی شي،د هیواد تېر شپېته کلن تاریخ او قضایا دي په دقت تر څېړني لاندي ونیول شي،پدې شپېته کلن تاریخ کي دي د حزب اسلامي رول،د حق په دفاع کي هلي ځلي،د هیواد په داخل کي د اسلامي تحریک احیاء او پر افغانانو ئې اثر،د کمیونیزم په خلاف د جهاد فلسفه،د کابل د جنګونو محوري عاملین،ددې جنګونو منحوسي څېرې د مستندو او مضبوطو دلائلو په زور د افغان ولس په وړاندي ترسیم ول،د کفر او ارتداد په خلاف د حقپالو جد و جهد،د افغانانو او حزب سلامي په خلاف بهرنۍ او داخلي توطئې،دا او دې ته ورته نور مسائل د شریعت او ژور تحقیق پر بنیاد د ملت په وړاندي کښېښودل شي او د تل لپاره دي دې موضوع ته د پای ټکی کښېښودل شي چي د ځینو د جرم په اساس دي ځیني نور بدنام او اتهام کړی شي او یا د ځینو د خدمت او اسلام ته د ژمنتیا آثار دي ځیني نور پخپله کونجۍ او کڅوړه کي جمع کړي.
