مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: په اروپا کې د هېواد د سوک وهنې مشر روزونکی محمد صابر عزیزي وايي چې عبید یعقوبي په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې د فرانسې د پاریس اولمپیک سیالیو کې د ونډې ترلاسه کولو سیالیو په لړ کې خپل اترشي سیال ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ د تایلنډ په بنکاک ښار کې جوړې شوي او ټاکل شوې چې عبید یعقوبي خپله دویمه سیالۍ د روانې اوونۍ د سېشنبې په ورځ د خپل اوکرایني سیال پر وړاندې ترسره کړي.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ځينو ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو له پېښېدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې اټکل کړی چې نن او سبا (د غبرګولي په ۶مه او ۷مه نېټه) د سالنګونو په ګډون د هېواد لوېدیځ، سوېلي، مرکزي او ختیځ ولایتونه به د نسبتاً تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو شاهد وي او د سرعت کچه یې هم په بېلابېلو سیمو کې له «۳۰ څخه تر ۸۰» کیلومټره په ساعت کې اټکل شوې ده.
✒️: د خوست امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې یې د شرابو یوه کارخونه کشف او لمنځه وړې. په خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
✒️: بدخشان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو رییس، محمد اکرم اکبري وایي، د فیض اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند په مورچک کلي کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوې دي. محمد اکرم اکبري ویلي، تر دې مهاله د دغې کورنۍ د یوازې یوه غړي جسد په کوکچه سیند کې پیدا شوی او په خبره یې، د نورو جسدونو د پیدا کولو هڅې روانې دي.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې غبرګولي میاشتې په ۵مه څه د پاسه ۵۰۰ افغانان له پاکستانه را ایستل شوي دي. د دغه وزارت په خبره، دغه افغانان له تورخم او سپین بولدک لارو هېواد ته راغلي دي.
✒️: د اسلامي امارت ویاند له افغانستانه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په هکله، د قرقیزستان د ملي امنیت کمېټې رییس د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د اسلامي امارت د کابو ۳ کلنې واکنۍ په موده کې له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نهدی.
✒️: رویداد ترافیکی در زابل ۱۸ کشته و زخمی برجا گذاشت. ذبیحالله جوهر سخنگوی قوماندانی امنیه زابل به رسانه ها میگوید که در پی واژگون شدن یک موتر مسافربری در مربوطات ولسوالی شهرصفای این ولایت ۳ تن جان باخته و ۱۵ تن دیگر زخم برداشتهاند. به گفتهی او، این رویداد در منطقه بریام ولسوالی شهر صفای زابل شب گذشته رخ داده است.
✒️: هدایتالله همدرد رییس حوادث ولایت بغلان به رسانه ها میگوید که در پی سرازیر شدن سیلاب در ساحه لرخاب ولسوالی دوشی این ولایت چهل خانه تخریب شده است. او میافزاید که سیلاب شب گذشته به مردم زیانهای هنگفتی مالی نیز وارد کرده است. به گفتهی او، بزرگراه عمومی کابل-بغلان از شب گذشته به اینسو به روی ترافیک باز شده است.
✒️: تازه یو ځل بیا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونو د یو شمیر کسانو ژوند اخیستی او گڼ مالي زیانونه یې اړولي دي. د خوړو نړیوال پروگرام (WFP) ویلي چې ددې وروستیو سیلابونو له کبله تر ټولو ډیر زیان بدخشان کې اوښتی چیرې چې لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. بلخوا د ځینو راپورونو له مخې د تازه سیلابونو له کباه په بغلان کې هم یو شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسگونه کورونه ویجاړ شوي دي.
✒️: د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا د تعلیمي وضعیت ارزولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
سرپرست وزیر له مسوولینو او ښوونکو غوښتي څو زده کوونکي په اسلامي او ملي روحیه وروزي. مولوي حبیب الله اغا د دغه سفر په لړ کې د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې د ځوانانو لپاره مهمې بللې دي.
✒️: طی حمله روسیه به فروشگاهی در خارکیف 11 نفر کشته و 40 تن زخمی شدند.
اولگ سینگوبوف، فرماندار خارکیف اوکراین در شبکه اجتماعی اعلام کرد: در حمله روز گذشته ارتش روسیه به یک فروشگاه فروش مصالح ساختمانی در این شهر، 11 نفر جان باخته و 40 نفر زخمی شدند.
✒️: ورود کامیونهای حامل کمکهای بشردوستانه از گذرگاه کرم ابوسالم به غزه.
شبکه القاهره الاخباريه اعلام کرد که برای اولین بار از زمان حمله زمینی اسرائیل به رفح، کامیونهای حامل کمکهای بشردوستانه وارد گذرگاه مرزی کرم ابوسالم بین نوار غزه و اسرائیل شدند.
✒️: گزارشگر سازمان ملل خواستار اعمال تحریم تسلیحاتی علیه اسرائیل شد.
فرانچسکا آلبانزه، گزارشگر ویژه سازمان ملل درباره فلسطین با انتشار پیامی در شبکه اجتماعی ایکس ضمن اشاره به افزایش حملات اسرائیل به شهر رفح در غزه خواستار اعمال تحریم تسلیحاتی علیه این کشور و قطع روابط دیپلماتیک با تلآویو شد.
✒️: شمار قربانیان حملات 233 روزه اسرائیل به غزه به 35 هزار و 984 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 81 فلسطینی کشته و 223 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: د ایرنا خبري اژانس راپور له مخې؛ د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د ایران د سرپرست ولسمشر محمد مخبر په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.
راپور زیاتوي، د سعودي ولیعهد هم د ایران سرپرست ولسمشر ته سعودي ته د سفر بلنه ورکړې ده.
دواړو لورو په ټلېفوني مکالمه کې د سیمې او اسلامي نړۍ لپاره د ایران او سعودي عربستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
✒️: د اسپانیایې دفاع وزیرې مارګاریتا روبلز وايي چې غزه کې روانه جګړه حقیقي نسل وژنه ده.
نوموړې دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د فلسطین رسمیت پېژندنې له کبله یې له اسراییلو سره اړیکې ترینګلې شوې دي.
✒️: د منځني ختیځ او شمال لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییز مشر هیبا موریف رفح ښار کې د اسراییلي پوځیانو عملیاتو درولو غوښتنه کړې.
د یاد سازمان بیان کې راغلي چې هر ډول پوځي عمل غزه کې د نسل وژنې بنسټیز عامل کېدلی شي.
✒️: د اسراییلي پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی چې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو غوښتنه یې کړې ده.
راپورونه کاږي چې په تل ابیب کې د اسراییلي پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب وروسته له هغې پیل شو چې په زرګونو کسانو د حکومت پر ضد مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې په غزه کې د حماس له خوا نیول شوي یرغمل شوي کسان بېرته راولي.
✒️: له مصر څخه غزې ته د مرستو لارۍ روانې شوې دي.
مصري رسنیو راپور ورکړی، دغه لارۍ چې شمېر یې ۲۰۰ ته رسیږي، په یوه بله لار "کرم ابو سالم" د غزې تړانګې ته حرکت کړی. دغه لار د اسراییلو پوځ له لوري د مۍ په میاشت کې تړل شوې وه، خو سپینې ماڼۍ ویلي، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي له ولسمشر جوبایډن سره ټلیفوني خبرې کړې او هوکړه شوې، چې له یادې لارې به له مصر څخه غزې ته مرستې لېږدول کیږي.
✒️: حماس غورځنګ وايي، چې د تل ابیب ښار په لوري یې توغندي توغولي دي.
د حماس پوځي ځانګې ویلي، چې پر مرکزي اسراییل تل ابیب ښار یې ستر توغندیز بریدونه کړي دي.
بل لورته اسراییلي رسنیو هم راپور ورکړی، چې د غزې څخه د دغه ښار پر لوري ۱۲ توغندي توغیدلي دي. تر اوسه پورې د یادو توغندیزو بریدونو له امله اوښتي تلفات نه دي په ډاګه شوي.
✒️: ځینې بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د قطر هوايي شرکت یوه الوتکه، چې له دوحې څخه ایرلنډ ته روانه وه، له تخنیکي ګډوډۍ سره مخ شوې ، چې پکې سپاره ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
په راپورونو کې راغلي، چې الوتکه په خوندي ډول ښکته شوې ده.
✒️: د پېښور په حسن خیل سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد چارواکو له قوله ویلي، چې د یاد هېواد ځواکونو د پېښور په حسن خېل سیمه کې د حکومت مخالفینو پر ضد د عملیاتو پر مهال ۵ تنه مخالفین وژلي او په ځوابي ډزو کې د دوی دوه پوځیان هم وژل شوي دي.
✒️: حماس د ویډیو او انځورونو خپرولو سره ویلي چې د غزې په شمال «جباليا» کې د اسرائیلو پوځ یو شمیر سرتیري وژلي او یو شمیر نور یې ژوندي نیولي دي.
بلخوا بیا د اسرائیلو پوځ ویلي چې داسې پیښه نده شوې چې پکې اسرائیلي سرتیري نیول شوي وي.
✒️: حسن کاظمی قمی سفیر و نماینده ویژه ایران برای افغانستان گفته که تشکیل حکومت فراگیر در افغانستان رمز ثبات سیاسی و شروع سازندگی در این کشور است.
به گزارش رسانههای ایرانی او تصریح کرده که افغانستان متعلق به همه مردم آن است و باید دولتی متشکل از افراد و قومیتها روی کار بیاید.
آقای قمی که در گردهمآیی شهروندان افغانستان مقیم قم ایران سخن میگفت افزود که «ما به صراحت گفتهایم افغانستان برای همه افغانهاست که اگر میخواهیم به شرایط بُن بازنگردیم باید به این مساله توجه کنیم.»
✒️: مقامهای هندی گفتهاند که در پی آتشسوزی در یک پارک تفریحی در ایالت گجرات این کشور ۲۷ تن جان باخته است.
به گزارش اسوشیتدپرس این آتشسوزی روز گذشته (شنبه، ۵ جوزا) رخ داده و مالک این پارک نیز بازداشت شده است.
✒️: د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې، لوله الخاطر د سویډن د نړۍوالو پراختیایي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر، یوهان فورسل سره کتلي دي.
لوله الخاطر ویلي، دغه کتنه کې د افغانستان د وضعیت او بشري مرستو د دوام او ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.
✒️: د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام استازی اسټېفن رودریګز له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي که څه هم افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې کمه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلونو له امله شپږم زیانمن هېواد دی چې هر کال له دې اړخه مېلیونونه ډالر له لاسه ورکوي.
