حکمتیار: د دوحې درېيمه ناسته د بن ناكامي تجربې تكرار دئ، هدف ئې د يوه بل بينن سيوان او اخضر ابراهيمي ټاكل دي
د دوحې درېيمه ناسته د بن ناكامي تجربې تكرار دئ، هدف ئې د يوه بل بينن سيوان او اخضر ابراهيمي ټاكل دي، دا به د امريكا د خوښي شخص وي او مأموريت ئې د هغو هېوادو تر منځ همغږي چي د افغانستان په پېښو كي دخيل دي؛ ټول په دې متفق چي د ټول شمول حكومت له جوړېدو پرته د افغانستان بحران نشي حل كېدى.
له ټول شمول حكومت د دوى تعريف همغه دئ چي په بن كي د جوړ شوي حكومت لپاره ئې درلود؛ د بن د ناستي اصلي لوري امريكا، روسيه، بريتانيا، ايران او پاكستان وو له كابل غوښتل شوى پلاوى د ارگ نه بلكي د همدغو هېواد د خوښي څېرې وې او نتيجه ئې د ارگ ناستى جمهور رئيس تعويض او د خونړۍ جنگ پيل وو.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
