مهم ترين های امروز پنج شنبه
✒️: نن (پنجشنبه، غبرګولي ۳مه) د پکتيا اريوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند ( ګوي ) سيمه کې پر ډيورنډ فرضي کرښه د دواړو لوريو د قومي مشرانو جرګه جوړه شوه.
د جرګي ګډون کوونکو رسنيو ته ویلي، د دواړو لوريو ترمنځ د نښتو پر مخنيوي، د ګوي لارې خلاصون چې له کلونو راهيسې تړل شوې او د دواړو خواو د قومي مشرانو پر يوې ديرش کسيزې کمېټې جوړولو خبرې وشوې. په دغه غونډه کې د اسلامي امارت مسوولينو او پاکستاني چارواکو حضور نه درلود.
✒️: د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د روانې غبرګولې میاشتې په دریېمه او څلورمه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، ډایکنډي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران د ورښت اټکل کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو د را الوتو خبرداری هم ورکړی دی.
✒️: د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د کتنو په لړ کې د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي دي. د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د ګڼو اقتصادي مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د قطري پانګوالو پر پانګونې هم خبرې وشوې.
قطري پلاوي ژمنه وکړه چې د قطر نړۍوال هوايي شرکتونه به وهڅوي چې خپلې الوتنې افغانستان ته پیل کړي او له کابل سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي. په دغه کتنه کې د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه هم د نظرونو تبادله وشوه.
✒️: د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخليفي او مل پلاوي یې د کورنيو چارو له سرپرست خليفه سراج الدین حقاني سره وکتل. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې په دوه اړخيزه سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وشوې او دواړو لورو هوکړه وکړه چې دوه اړخيزه همکاريو ته به پراختيا او دوام ورکړي. اخوا راغلي پلاوي و ویل، قطر به په هر ډول حالاتو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او هيله یې وښوده چې افغانستان په سیاسي، امنيتي او اقتصادي برخو کې پياوړی شي او لا پر مختګ وکړي.
✒️: معاون وزارت خارجه قطر و هیات همراه او با مولوی محمد یعقوب مجاهد سرپرست وزارت دفاع دیدار کرد.
سرپرست وزارت دفاع از کمکهای بشردوستانه قطر به افغانستان سپاسگزاری کرده و بر تقویت روابط و ادامه همکاریهای دوحه تاکید ورزیده است. بر بنیاد اعلامیه وزارت دفاع، محمد بن عبدالعزیز الخلیفی در این دیدار از تقویت روابط دوستانه و ادامه همکاریها در بخشهای مختلف به مردم افغانستان اطمینان داده است.
✒️: د ازموینو ملي اداره وایي، د کانکور ازموینې لومړی پړاو به په میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې د غبرګولي میاشتې په ۱۷، ۱۸ او ۱۹مو نېټو ترسره شي. د دغې ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني وایي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې به د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي. د ازموینو ملي ادارې د مالوماتو لمخې، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته یې د کانکور ۱۵۰ زره فورمې استولي او ټاکل شوې په دولتي پوهنتونونو، انسټیټیوټونو او دیني مدرسو کې ۷۵زره او ۵۰۰ زده کړیالان جذب کړي.
✒️: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي ایران کې د قطر له امیر، شیخ تمیم حمد آل ثاني سره کتلي دي. د ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی تېره ورځ (چهارشنبې، د غبرګولي دویمه) د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
✒️: د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر او بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي د ایران د ولسمشر، ابراهیم رییسي او بهرنیو چارو وزیر، امیر عبداللهیان د جنازې او دعا په مراسمو کې تر ګډون وروسته د دغه هېواد له سرپرست ولسمشر، محمد مخبر او بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، علي باقري سره کتلي دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت پلاوي دغه کتنه کې د ایران حکومت او ولس سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
✒️: بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د کډوالۍ ادارې رئیس، اتیلا توروس په مشري د ترکیې لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر اېکس لیکلي، چې په دې لیدنه کې متقي د ترکیې بشري مرستو څخه د مننې تر څنګ د کډوالۍ پدیدې، غیر منظمې کډوالۍ مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې په تړاو خبرې کړې.
✒️: د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته کې د افغانستان او سیمې پر وروستي وضعیت، دوحې ناستې، له ځینو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او اړمنو ته د مرستو پر رسولو خبرې شوې دي.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات 230 روزه اسرائیل به غزه به 35 هزار و 800 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 91 فلسطینی کشته و 210 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک وايي چې دغه هېواد کې به د جولای په ۴مه ټولټاکنې ترسره شي.
سوناک د دغه اعلان پرمهال له خلکو غوښتي څو محافظه کاره واکمن ګوند ته د حکومتولۍ بل فرصت هم ورکړي.
✒️: راپورونه کاږي چې د امریکا په لوا ښار کې توپانونو پنځه تنه مړه کړي او ۳۵ نور ژوبل دي.
راپورونه زیاتوي، توپانونو یاد ښار کې سلګونه کورونه ویجاړ کړي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
✒️: نخستوزیر سهيونيست اسراییل میگوید که بهرسمیت شناختن فلسطین به عنوان یک کشور مستقل، به اصطلاح شخصی خودش پاداش برای هراسافگنی است.
✒️: روسیې او پاکستان د ټولګډوني حکومت، د افغانستان لپاره د تماس ډلې پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.
