مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: سیلابهای پسین در ولایت غور، منار جام را در خطر فروریزی قرار داده است.
✒️: د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه به تر راتلونکې یوې میاشتې جوړه شي.
✒️: د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پولیو د لهمنځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) په غونډه کې ګډون کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي عباد له قوله لیکلي چې په هېواد کې داسې سیمه نشته چې اوسېدونکي یې د پولیو واکسین ته لاسرسی ونهلري. نوموړي زیاته کړې چې دغه راز د ښځو په ګډون له ۷۰ زرو ډېر د لومړۍ کرښې کارکوونکي په افغانستان کې د پولیو لهمنځه وړلو پروګرام برخه دي.
✒️: مقامهای محلی فاریاب میگویند که عملیات جستوجوی جسدهای ناپدید شده وارد چهارمین روز شده است. از سرازیر شدن سیلابهای ویرانگر و مرگبار در روستای قورچی ولسوالی بلچراغ چهار روز میگذرد؛ اما تا اکنون جسدهای پنج نفر از قربانیان این رویداد طبیعی پیدا نشده است.
✒️: د ا وبو او انرژۍ وزارت د هېواد سیندیزو حوزو ځینې برخو کې د اوبو کچې د لوړوالي او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې. یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پېژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل شوی، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د “شمال، پنج آمو او کابل" سينديزو حوزو کې دی.
✒️: معاون رئیسجمهور و وزیر خارجه ترکیه وارد تهران شدند. جودت ییلماز، معاون رئیس جمهور و هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه برای شرکت در مراسم بزرگداشت سید ابراهیم رئیسی، حسین امیرعبداللهیان و همراهانشان وارد تهران شدند.
تابوت ابراهیم رئیسی، رئیس جمهور ایران و هیئت همراه که در سانحه سقوط بالگرد جان خود را از دست دادند به مرکز همایشهای بینالمللی تهران منتقل شده است.
✒️: شمار قربانیان حملات 229 روزه اسرائیل به غزه به 35 هزار و 709 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 62 فلسطینی کشته و 138 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: نامالومو وسله والو د بلوچستان په دوکي سیمه کې د ډبرو سکرو پر تېرېدونکو وسایطو برید کړی چې له کبله یې د یوې لارۍ موټر چلوونکی وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
راپورونه کاږي، دغه برید کې شپږو لاریو ته زیان اوښتی چې د ډبرو سکاره یې پنجاب ته لېږدول.
✒️: راپورونه کاږي چې د سنګاپور هوايي شرکت یوې الوتکه کې د ګډوډۍ له کبله یو کس وژل شوی او ۳۰ نور ټپيان دي. راپورونه زیاتوي، دغه الوتکه له لندنه د سنګاپور پر لور روانه وه چې هوا کې له ګډوډۍ سره مخ شوه. د دغه شرکت مسوولینو له خلکو د دغې پېښې له امله بښنه غوښتې ده.
✒️: د راپورونو له مخې؛ نیل سیند ته له کښتۍ د بس لوېدو پېښه کې لس بزګرې ښځې مړې شوې او نهه نورې ژوبلې دي.
راپورونه زیاتوي، پېښه پلازمېنې قاهرې ته نږدې ابوغالب سیمه کې ترسره شوې ده.
✒️: افغانستان کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف کابل کې د ایران سفارت ته د ولسمشر ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او مل پلاوي د مړینې له کبله د خواخوږۍ څرګندولو لپاره ورغلی دی. ژیرنوف سفارت کې په اېښودل شوي کتاب کې د خپلې غمرازۍ مراتب وړاندې کړي دي.
✒️: د حماس سیاسي دفتر مشر، د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي سره لیدلي دي.
د ایران لوی مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې په دې لیدنه کې د حماس سیاسي دفتر مشر، سماعیل هنیه د فلسطین د ملت او حکومت په استازیتوب، د رییسي او د هغه ملګرو د مړینې له کبله د ایران ملت د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
✒️: د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د سېلابونو ډېرېدو احتمالي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا به د خوراکي توکو پر امنیت ژوره اغېزه وکړي. ډبلیو اف پي ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.
دې سازمان د راپور له مخې، سېلاب ځپلي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په افغانستان کې د ټولنیزو زېربناوو لپاره اوږد مهالې پانګونې ته اړتیا ده.
✒️: د دوحې دریمه ناسته د جون په ۳۰مه ترسره کیږي. د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ویاند «ستیفن دوجاریک» ویلي د افغانستان په اړه د ځانگړو استازو دا ناسته به دوې ورځې دوام وکړي چې موخه یې په یوه منظم جوړښت کې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو پراختیا ده.
«دوجاریک» ویلي چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي د سیاسې چارو مرستیالې پدې غونډې کې د گډون لپاره د ا.ا بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ته هم بلنه ورکړې ده.
✒️: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه ورکړې چې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې روزماري ډېکارلو، په افغانستان کې د اوسنۍ واکمنۍ له یو شمېر چارواکو سره کتلي او د بحث اصلي موضوع یې د دوحې راتلونکې غونډه وه چې د را روان جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټه به دوام وکړي.
اعلامیه کاږي چې په دغه غونډه کې به هڅه دا وي چې په افغانستان کې نړۍواله ښکېلتیا زیاته شي او له نړۍ سره د افغانستان تعامل په لا منظمه او څرګنده بڼه وشي. په دغه اعلامیه کې راغلي چې ډېکارلو د په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ګډون د ګڼو ننګونو او ستونزو په اړه هم خبرې کړې دي.
✒️: اسراييلي اشغالګرو ځواکونو پر رفح ښار په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۵ تنه وژلي دي. د رویټرز خبري اژانس د غزې تړانګې په رفح ښار کې د روغتیايي کارکوونکو له قوله راپور ورکړی چې اسراييلي توغندي د یوه روغتون پر بېړنۍ خونه لګېدلي دي. اخوا ملګرو ملتونو هم ویلي چې د وروستیو بمباریو له امله په رفح کې د خوراکي توکو د ویش بهیر درېدلی او په خان یونس سیمه کې هم جګړه دوام لري.
✒️: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارته غوښتي چې "د افغان خاورې د خونديتوب په موخه ملموس او اغېزناک ګامونه پورته کړي او ډاډ ورکړي چې افغان خاوره به د ترهګرو له لوري د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي."
هغه چې د شانګهای په غونډه کې خبرې کولې، له اسلامي امارته یې وغوښتل چې د ټولګډوني حکومت پالیسي او د ټولو افغانانو د حقونو د مراعتولو سیاست غوره کړي. اسحق ډار زیاته کړې "په شانګهای غونډه کې باید د افغانستان لپاره د تماس ډله جوړه شي" څو د عملي همکارۍ لپاره یو بنسټ رامنځته شي.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر سره کتلي دي.
ښاغلي وېسټ پر خپل اېکس لیکلي، له محمد الخلیفي سره یې د کتنې موخه د افغانستان د راتلونکي او پرمختګ پر لارو چارو غږېدل و. په دغه کتنه کې د ګډ دریځ د رامنځته کولو او پراختیا او د ستونزو د حل په برخو کې د قطر د رول ستاینه هم شوې دي.
✒️: اشتراک اسماعیل هنیه رییس دفتر سیاسی حماس و نعیم قاسم معاون دبیرکل حزبالله لبنان در مراسم تشییع جنازه رییسجمهور ایران در تهران.
✒️: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر، مایکل مککال له ولسمشر بایډن غوښتي، «طالبانو» ته د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسو د ورتګ مخه ونیسي.
مایکل مککال ویلي، د ۲۰۲۱ اګسټ میاشتې راهیسې امریکا له افغانستان سره ۲ اعشاریه ۸ میلیارده ډالره بشري مرسته کړې چې لس اعشاریه ۹میلیونه ډالر یې د امریکایي مالیه ورکوونکو له پیسو دي. ښاغلي مککال وروستی شمېرې د سیګر د راپور په حواله خپرې کړي دي.
✒️: د ناروې لومړي او د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، راتلونکې اونۍ به فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني. رویټرز خبري اژانس د سرچینو له قوله ويلي، ایرلنډ او اسپانیه به هم ژر تر ژره د خپواک دولت په توګه د فلسطین رسمیت پېژندنه اعلان کړي. د ناروې لومړي وزیر، جانس ګارسټیور په یوه خبري غونډه کې ویلي، د روانې زیږیزې میاشتې له ۲۸مې به فلسطین د یوه نوي خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني څو دغه پرېکړه د اسراييل او فلسطین ترمنځ د سولې او د جګړې پایته رسېدو لامل شي.
✒️: ولادیمیر پوتین رییسجمهور روسیه گفته که مسکو آماده همکاری با ایران برای تحقیق درباره سانحه سقوط چرخبال ابراهیم رییسی است. به گزارش خبرگزاری تاس پوتین در دیدار با رییس دومای دولتی روسیه افزوده که «اگر همکاران ما به این نیاز داشته باشند، ما آمادهایم تمام تلاش خود را برای ارایه حمایت و کمک کارشناسی به آنها برای شناسایی عوامل این فاجعه انجام دهیم.»
✒️: پدرو سانچز نخستوزیر اسپانیا در سخنانی در نشست مجمع عمومی مجلس این کشور گفته است که در ۲۸ ماه می، کشورش فلسطین را به رسمیت خواهد شناخت.
✒️: سایمن هریس نخست وزیر ایرلند اعلام کرد که زمان به رسمیت شناختن دولت فلسطین فرا رسیده است.
✒️: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندلو لپاره د ناروې، ایرلنډ او اسپانیا له اقدامه هر کړی دی.
په دغې خپرپاڼه کې راغلي چې دغه اقدام په سیمه کې سولې او ټيکاو ته د رسېدو لپاره مهم ګام دی. د قطر بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې نور هېوادونه دې هم د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.
