No-IMG

یو انځور او څو درسونه!!!

وجيح ظهیر

 

دا د اېران هغه جمهور رییس دی چې څو ورځې دمخه یې عالي مقام، ستر دفتر او د تشریفاتو کنډک درلود. دی هغه شخص و، چې ملاقاتونو ته به یې اجنډاوې ترتیب کېدلې او په آسانۍ به آن د خپلې کابینې غړو(وزیرانو) نه شوای لیدلی، ټیټ رتبه مامورین او عوام خو پرځای پرېږده.

دا هغه انسان و، چې د زرګونو افرادو په رایه د ولسمشرۍ تر عالي مقامه رسېدلای و او د خپل رهبر په څنګ کې به یې تل څوکۍ ایښې وه.

نوموړی به د موټرو له کاروان سره ګرځېده. خط سیر به ورته نیول کېده او ټول حرکات او سکنات به یې د مهالوېش له مخې تنظیم وو.

هرو مرو به یې د غذایي رژیم ترڅنګ ځانګړی ماهر طبیب هم درلود، چا چې به یې فشار، شکر او نورې ستونزې تشخیصولې.

دی څو ورځې دمخه د اېران هغه مخکښ سړی و، چې د خپل وطن له پالیسیو به خبر و، ستراتیژیو جوړولو کې به یې لاس و او د سیاست له مخې به یې د خپل دولت اربه په څرخېدو وه او...

خو اوس ترې هر څه پاتي. اوس یې نه هغه ستره لوړه څوکۍ شته او نه هغه عالي دفتر. نن ورځ دی نه ولسمشر دی او نه جمهور رییس. نن دی مړ دی او یوې سپینې عادي ټوټه کې تاو کړای شوی دی.

نن یې تر شا نه د موټرو قطارونه شته او نه یې هغه پخوانی شان او شوکت. اوس دی ژوندیو ته اړ دی او د قد په اندازه وړې ژورې کندې(قبر) ته به وړل کېږي. بیا به پرې تورې خاورې انبارېږي او هر یو به ترې په خپله مخه درومي.

دا ښاغلی به هلته یواځې وي. له ده به هغه ځای کې د ذرې-ذرې پوښتنه کېږي. دی به نه آیت الله وي او نه حجت الله. ده ته به هلته نه ریاست په کارېږي او نه وراثت.

دی به وي، عمل به یې وي او د ستر ذات د عالي محکمې عدالت.

نو، ای عاجز او بېوسه انسانه!

ته څه شي د خپل خالق پر وړاندې مغروره، سرکشه او بې لارې کړی یې؟

که موقف، مقام او واک چاته پاتې کېدلای او څوک یې له مرګه ژغورلی شوای، دا ښاغلی به نن ورځ ژوندی و او په الوتکه کې به په ګرم اور نه لولپه کېده.

فاعتبروا

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک