No-IMG

مهم ترين های امروز دوشنبه

: ‏محترم انجينير حکمتيار أمير عاليقدر حزب اسلامي افغانستان: در رابطه به سانحه دردناك سقوط هليكوپتر حامل رئيس جمهور ايران و همراهانش؛ مراتب تسليت و تعزيت عميقم را محضر ملت و زعامت ايران ابراز داشته، دعاء مى‌كنم كه ايران در اين آزمون بزرگ نيز موفق باشد؛ افغان ها در اين غم و درد با ملت ايران شريك اند.

‏در كشورى كه قانون و خرد حاكم باشد؛ نه خلأ زعامت پيش مى آيد و نه انتقال آن از دستى به دستى ديگر به بى ثباتى و تشنج مى‌انجامد؛ براى ايران همين را منتظريم.

: ‏د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله، په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره کتلي دي. حامد کرزي پر اېکس لیکلي، په دغه کتنه کې د دوحې د راتلونکې غونډې ترڅنګ د زده کړو او په هېواد کې د پاېیدونکې سولې او ټیکاو لپاره د ملي ډيالوګ پر پیل ټینګار وشو.

غونډه کې د وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره د ملګرو ملتونو له مرستو هم مننه وشوه.

: ‏د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله هم د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي عبدالله پر خپل اېکس لیکلي، "د دوی قدرمنو کورنیو، د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او دولت ته د دغې سترې ضایعې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوم."

: ‏انفجار یک بمب دستی در قندهار چهار کشته و زخمی برجا گذاشته است. اسدالله جمشید قوماندانی امنیه قندهار به رسانه ها گفته که این رویداد صبح امروز (دوشنبه، ۳۱ ثور) در نزدیکی ایست‌گاه‌ موترهای کابل در شهر قندهار رخ داده است.

: د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی المان ته ولاړ.

حامد کرزي ته نږدې سرچینې شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته وویل چې نوموړی نن سهار لس بجې د درملنې په موخه المان ته سفر وکړ.

: ‏تورخم لار له درې ورځني ځنډ وروسته د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.

: ‏د اسلامي امارت رییس الوزرا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ولسمشر په مړینه خواشیني ښودلې ده.

رییس الوزرا، محمد حسن اخوند په دغه اعلامیه کې ویلي، “د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.”

: ‏په بغلان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند، شیر احمدي برهاني وايي، دغه پېښه تېره شپه د دوو ۸۵۰ ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د ښاغلي برهاني په وینا، له ټکر وروسته یوه موټر له کور سره لګېدلی چې څلور کسان یې مړه کړي دي.

: ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې د ایران له دولت او خلکو سره خواخوږي کړې او د دغه هېواد د ولسمشر سید ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او ملګرو مړینه یې «ستره ضایع» بللې ده.

: ‏ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر، ابراهیم رییسي له مړینې وروسته به لومړی مرستیال، محمد مخبر د مشرتابه د هوکړې پر بنسټ، د هغه (ابراهیم رییسي) واکونه او مسوولیتونه پر غاړه واخلي.

دغو رسنیو لیکلي، ښاغلی مخبر به د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې لمخې د دغه هېواد د اجرايي چارو مسوول وټاکل شي.

: وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 106 فلسطینی کشته و 176 تن دیگر نیز زخمی شده‌اند.

بر اساس این بیانیه، شمار قربانیان حملات اسرائیل به غزه به 35 هزار و 562 نفر و شمار مجروحان نیز به 79 هزار و 652 نفر افزایش یافته است.

نیروهای اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 10 قتل‌عام انجام دادند.

: ‏تماس تلفنی اردوغان با معاون رئیس جمهور رئیس‌جمهور ترکیه در گفت‌و‌گوی تلفنی با معاون اول رئیس‌جمهور ایران اعلام کرد که ترکیه در این روزهای تلخ در کنار ایران بوده و در غم و اندوه مردم این کشور سهیم است.

: ‏چین تعدادی از شرکت های امریکایی را تحریم کرد.

وزارت تجارت چین گفته است که بالای سه شرکت امریکایی محدودیت صادرات و واردات را اعمال کرده است.

به گفته این وزارت، نمایندگان این شرکت ها از رفتن به چین منع شده اند و تمامی درخواست‌نامه هایشان رد شده است.

: ‏رویټرز خبرې اژانس ته یو اسراییلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي. چې دوی د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او ملګرو د چورلکې غورځېدو په پېښه کې هیڅ ډول ښکېلتیا نه لري او دا د دوی کار نه دی.

: ‏د ایران بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د ابراهیم رییسي، حسین امیر عبداللهیان او ملګرو د چورلکې غورځېدو اصلي عامل امریکا ښودلې.

ایراني رسنیو د نوموړي له قوله لیکلي، چې "د دې سترې غمیزې اصلي لامل امریکا وه، چې د عدالت نړیوالې محکمې له حکم سره سم یې پر ایران د الوتکو او هوايي چلن پرزو پلورلو بندیز ولګاوه او نه غواړي، چې ایرانیان د ښه هوايي چلن اسانتیاوو څخه برخمن شي." نوموړي زیاته کړې، چې دغه مسله به د ایران ملت پر وړاندې د امریکا د جنایتونو په تور لېست کې هم ثبت شي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ابراهیم رییسي او د هغه ملګرو پر مړینه خواشیني ښودلې. پوتین ویلي، "رییسي یو وتلی سیاستوال وه، چې خپل ټول ژوند یې د هېواد خدمت ته وقف کړی وه. هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د ښه ګاونډیتوب په وده کې ارزښتناکه ونډه درلوده او د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته د رسېدو لپاره یې ډېر کار وکړ."

: ‏‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کېشنرۍ وايي، چې د اقلیمي افتونو له امله افغانستان کې بې ځایه شوي د زیانونو په لومړۍ کرښه کې دي.

یو این یچ سي آر ویلي، دا چې په افغانستان کې د سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي، خو د هغو لپاره وضعیت ډېر کړکېچن ده، چې مخکې له مخکې بې ځایه شوي وو. یادې ادارې د هېواد په شمالي ولایتونو کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو په زوره راشړل شويو افغانانو د نورو په پرتله ډېر زیان لېدلی دی.

: ‏سید علی خامنه‌ای رهبر مذهبی ایران جان باختن رییس‌جمهور، وزیرخارجه و همراهان شان را یک فاجعه‌ی تلخ خوانده است.

سید علی خامنه‌ای از ابراهیم رییسی به عنوان مرد ایثارگر و بزرگ و از حسین امیر عبداللهیان به عنوان مرد کوشا یاد کرده و گفته که از این رویداد اندوهگین است.

: ‏سید علی خامنه‌ای رهبر مذهبی ایران ۵ روز عزای عمومی اعلام کرد. رهبر مذهبی ایران نوشته که «اینجانب پنج روز عزای عمومی اعلام می‌کنم و به ملت عزیز ایران تسلیت می‌گویم

: ‏خبرگزاری تاس گزارش داده که یکی از موضوعات نشست وزیران خارجه کشورهای عضو سازمان همکاری شانگهای که در آستانه پایتخت قزاقستان برگزار می‌شود، کمک به ایجاد ثبات در افغانستان است. خبرگزاری تاس گزارش داده که این نشست امروز ۳۱ ثور و فردا یک جوزا برگزار می‌شود.

: ‏د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. ښاغلي مودي پر خپل اېکس لیکلي، د هند او ایران ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې به د رییسي هلې ځلې هېرې نه شي. هغه زیاته کړې چې د هند ولس د ایران له ولس سره په دغه غم کې شریک دی.

: ‏پاکستان د ایران د ولسمشر، ابراهیم رییسي د مړینې له امله یوه ورځ ماتم اعلان کړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر اېکس لیکلي، اسلام اباد کابو میاشت مخکې، د ولسمشر رییسي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تاریخي سفر کوربه و. ښاغلي شریف زیاته کړې چې له تهران سره د خواخوږۍ پر بنسټ په پاکستان کې یو ورځنی ماتم اعلانیږي او بېرغ به نیم ځوړند وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک