No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه

: ‏پکتيا کې پر ډيورنډ فرضي کرښه نښته پای ته ورسېده.

يوه سرچينه طلوع‌نيوز ته وايي چې نن چهارشنبه غرمه مهال د افغان ځواکونو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ د پکتيا ولايت اريوب ځاځیو ولسوالۍ کې پر ډيورنډ فرضي کرښه پېل شوې جګړه له شاوخوا شپږ ساعته نښتې وروسته نن مازديګر شپږ بجې پای ته رسېدلې ده.

سرچينه زياتوي چې په دې نښته کې پر یوې پوستې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله شپږ تنه افغان ځواکونه ټپيان شوي چې د دوو کسانو روغتيايي وضعيت نازک دی. بلخوا تراوسه، رسمي سرچينو د دغې نښتې او د هغې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ويلي.

: ‏د تورخم لار په موقت ډول د افغان ناروغانو او مسافرو پرمخ تړل کېږي.

د تورخم کمېسار مولوي عبدالجبار حکمت طلوع‌نیوز ته ویلي، د پاکستان له لوري ورته ویل شوي چې، له زړو ودانیو نویو ودانیو ته د دفترونو د لېږد له امله د روانې مۍ میاشتې له ۱۷ مې تر ۱۹مې نېټې د تورخم لار په لنډمهالې توګه تړي؛ خو د ټرانزیټ پرمخ به خلاصه وي.

دوی له افغان مسافرو او ناروغانو غوښتنه کړې چې په دغو ورځو دې له سفر کولو ډډه وکړي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د کازان غونډې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف، د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولیګ کوروبچینکو او د روسیې د اقتصادي پراختیا وزارت له مرستیال دمیتري ولواچ سره کتلي دي.

د صنعت او وسوداګرۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو پر دوه اړخیزه سوداګرۍ، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر پر سفر، د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې، کانونو، پر کلتوري او اقتصادي همکاریو، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ کور پر جوړېدو او د ولګا له ټرانزیتي لارې څخه افغانستان او سوېلي اسیا ته د روسیې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو خبرې اترې کړې دي.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې سبا (پنجشنبې، د غويي ۲۷مه)به د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پنچشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونه او سالنګونه به د باران د ورښت شاهد وي.

د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې همدارنګه اټکل کړی چې د سالنګونو په ګډون، لوېدیځ او مرکزي ولایتونه به د نسبتاً تېزو بادونو شاهد وي.

: ‏در نتیجه سقوط یک چرخ‌بال نظامی نوع "17-MI" در شهر فیروزکوه غور، یک نفر کشته و ۱۲ نفر دیگر زخمی شده‌اند. وزارت دفاع در خبرنامه‌ای اعلام کرده است که این چرخ‌بال برای انتقال جسدهای شماری از شهروندان کشور که چندی پیش با موتر فلانکوچ در دریای هریرود افتاده بودند، فرستاده شده بود. بر بنیاد خبرنامه، چرخ‌بال به دلیل عوارض فنی هنگام نشست اضطراری در شهر فیروزکوه به دیوار برخورد و سقوط کرده است.

: وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: در حملات اسرائیل اشغالگر طی 24 ساعت گذشته 60 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 80 تن دیگر نیز زخمی شدند.

براساس این بیانیه، شمار قربانیان به 35 هزار و 233 نفر و شمار مجروحان نیز به 79 هزار و 141 نفر افزایش یافته است.

: ‏راپورونه کاږي چې بې پیلوټه الوتکې د وزیرستان په سویلي سیمو کې پر یوه کور برید کړی چې له کبله یې د ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي. راپورونه زیاتوي، لا روښانه نه ده چې برید د چا له لوري ترسره شوی دی.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د چین پلازمینې بیجینگ ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې ولادیمیر پوتین به چین ته په خپل دوه ورځني سفر کې د خپل چینایي سیال شي جینپینگ سره د یوکراین د جنگ په اړه خبرې وکړي. پوتین د خپل سفر نه یوه ورځ مخکې له یوې چینایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې هیواد یې د یوکراین سره مذاکراتو ته چمتو دی.

: ‏د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د اوکراین او روسیې د روان کړکېچ لپاره د چین د سوله ییز حل ملاتړ وکړ.

رویټرز خبري اژانس پخپل یوه راپور کې ویلي، ولادیمیر پوتین په یوه مرکه کې د چین د دغه پلان د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړې چې بیجینګ د روان کړکېچ له پایلو خبر دی ځکه یې دا پلان وړاندې کړی دی. پوتین روانه اونۍ، بیجینګ ته له سفر مخکې ویلي، روسیه  د روانې دوه کلنې جګړې د پایته رسولو په موخه خبرو ته چمتو ده.

: ‏امریکا او پاکستان په سیمه کې د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د خپلو ظرفیتونو د لوړولو اراده لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټېل یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه او حرکتونه د اندېښنې وړ بللي دي. پټېل زیاته کړې چې د ترهګریزو ډلو د مخنیوي او د پاکستان په لویدیځ کې په دغه برخه کې د تخنیکي مرستې او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې هوکړه کړې ده.

: د امریکا د سولې انسټېټیوټ وایي د افغانستان او پاکستان له خاورو ښایي امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ شي. په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د دغه انسټېټیوټ وروستی راپور تېره ورځ (سې‌شنبه، غویي ۲۵مه) خپور شوی دی.

دغه راپور چې د امریکا د سولې انسټېټیوټ د مطالعاتي ډلې له څېړنو وروسته خپور شوی کاږي، «ځینې پالیسي جوړونکي په دې باور دي چې د امریکا  د ترهګرۍ ضد مبارزه په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې، ښایي د امریکا پام له هغې سټراټیژیکې سیالۍ واړوي چې له روسیې او چین سره یې لري

د راپور پو یوه برخه کې راغلي، که امریکا د افغانستان او پاکستان له خاورو د بریدونو مخه و نشي نېولی، شهرت به یې زیانمن شي.

په راپور کې ادعا شوې چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ژمنو سربېره «طالبانو» له ځینو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي خو د داعش-خراسان خاښ پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه د تاوتریخوالي په کمښت کې اغېزمنه یادوي. د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، «ترهګرې ډلې د پاکستان د بې ثباته کولو هڅې هم کوي. د پاکستاني طالبانو تحریک چې امریکایي وګړي یې په نښه کړي او د امریکا پر وړاندې یې بریدونه پلان کړي، اوس پاکستان ته لوی زیانونه اړوي او ښایي د سیمې لپاره په یو لوی ګواښ بدل شي.» د راپور لمخې، له افغانستان او پاکستانه د امریکا د ستر متحد هند پر وړاندې ترهګریز ګواښونه په سیمه کې خطرناک ناورین رامنځته کولی شي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال نن (چهارشنبه، غویي ۲۶مه) افغانستان ته راځي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرهان حق ویلي، د سولې په برخه کې د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروکس افغانستان ته ځي او ټاکل شوې د چاودېدونکو توکو په اړه عامه پوهاوی وکړي.ښاغلي حق ویلي، مرستیال سرمنشي به له افغانستانه د چاودېدونکو توکو د لمنځه وړلو په موخه د اغېزمنو تګلارو موندلو هڅې وکړي.

: ‏په چمن کې د سولې ولسي جرګه نن (چهارشنبه، غویي ۲۶) پیل شوه چې د سیمې اوسېدونکو سربېره پکې د چمن پرلت غړو هم ګډون کړی دی.

د جرګې یوه غړي محمد یوسف طلوع نیوز ته وویل، جرګه د چمن-سپین بولدک پر لارې د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو په موخه جوړه شوې ده او ټاکل شوې سبا هم دوام وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک