مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه: دوشنبه د ثور ۲۴مه، ۱۴۰۳: د حاا قدرمن أمير ښاغلی انجينير حکمتيار په بغلان کي د وروستيو زيان اړوونکو سیلابونو په اړه متضررو کورنيو او هېوادوالو ته د خپلې ژورې خواشينۍ مراتب وړاندي کوي او وايي: ((د سيلاب ځپلو وطنوالو په درد او غم كي شريك يو، له الله تعالى ورته اجر او صبر غواړو، رب العالمين دي د سيلاب شهيدان د جهاد شهيدانو په صف كي حشر كړي او مجروحينو ته دي عاجل او كامل صحت وركړي)) نوموړی زياتوي چي:
((پر شتمنو افغانانو او بهر مېشتو محسنينو غږ كوم چي مخامخ يا له مطمئنو لارو دغو دردمنو وطنوالو ته د مرستي لاس اوږد كړي او خپل ايماني مسئوليت اداء كړي)).
✒️: پکتيا کې پر فرضي کرښه پاکستاني لوري سره نښته شوې
يوه سرچينه طلوع نيوز ته وايي چې نن دوشنبه مازديګر مهال ۵:۳۰ دقیقې د پکتيا ولايت آريوب ځاځیو ولسوالۍ په مڼې جبه سيمه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو تر منځ نښته شوې او لا هم دوام لري.
سرچينه وايي لومړی بريد له پاکستاني لوري شوی او افغان ځواکونو يې په ځواب کې بريد کړی. تر اوسه د دې نښتو په اړه رسمي سرچينو څه نه دي ويلي او تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
✒️: د بغلان لهسېلابځپلو سره د مرستې لپاره د قطر د بشرپاله مرستو یوه ۲۲ ټني جوپه مزارشریف ته راورسېده.
دغه مرستې چې د مزارشریف د مولانا جلالالدین محمد بلخي په هوايي ډګر کې مسوولانو ته سپارل شوي، خوراکي توکي، درمل، خېمې او نور وسایل په کې شامل دي. د قطر استازي د دغو مرستو د تسلیمۍ پر مهال ویلي چې دوحه په افغانستان کې سېلابځپلو لپاره د بشري مرستو رسولو ته ژمنه ده.
✒️: د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د سېلاب ځپلو سیمو لیدلو ته تللی دی. اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ښاغلي بردار له نږدې د زیانمنو سیمو د لیدلو په ترڅ کې د ټاکل شویو کمیټو غړیو او مسوولینو ته لارښوونه کړې چې سېلاب ځپلو سیمو ته دې د خوراکي توکو، درملو او بېړنیو مرستې رسولو او سرپناه چمتو کولو بهیر چټک کړي.
✒️: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب په ترکیه کې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، په دغه کتنه کې ښاغلي ثاقب د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ښو اړیکو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي نړۍ او افغانستان له ترکیې تمه لري چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
✒️: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له چینه وغوښتل چې، د بدخشان تر واخان او خپل سرحد پورې د نوري فایبر مزی وغځوي او افغان لوری به هم ډېر ژر د نوري فایبر کیبل تر سرحدي سیمو ورسوي؛ څو له دې لارې له چین سره ونښلي.
✒️: د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ازبکستان ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف، د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف او مل پلاوي سره کتلي دي.
د یاد وزارت بیان کې راغلي چې دغه کتنه کې پر اقتصاد محوره سیاست، سوداګرۍ، د اقتصادي اړیکو پراختیا او د کانونو برخې پر پانګونې خبرې شوې دي.
✒️: اردوغان: حماس یک گروه مقاومت است که اراضی آن از سال 1947 اشغال شده و پس از اشغال این اراضی، از اراضی خود محافظت میکند.
جامعه جهانی به ویژه کشورهای غربی باید صدای خود را در برابر کشتار بیش از 35 هزار غیرنظامی بیگناه فلسطینی بلندتر کنند.
ما به عنوان ترکیه به تماسهای دیپلماتیک خود با عزم راسخ برای وادار کردن اسرائیل به قبول آتشبس و به رسمیت شناختن کشور فلسطین ادامه خواهیم داد.
✒️: راپورونه کاږي چې د برازیل په سویل کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله ۱۴۳ تنه مړه شوي، ۸۰۶ ژوبل او ۱۲۵ نور تری تم دي. راپورونه زیاتوي چې دغو سېلابونو ګڼې ودانۍ زیانمنې کړې دي.
✒️: راپورونه کاږي چې اسراییلي ځواکونو د غزې له رفح ښار ۳ سوه زره بېځایه شوي فلسطیني وګړي ایستلي دي.
راپورونه زیاتوي، اسراییلي بریدونه غزه کې د پراخ بشري ناورین لامل شوي دي.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد دفاع وزیر سرګي شویګو له دندې لرې کوي.
د راپورونو له مخې، سرګي شویګو به د امنیت شورا د مشر او د لومړي وزیر مرستیال انډري بلوسوف به د دفاع وزیر په توګه وټاکي. شویګو له ۲۰۱۲ م کال راپدې خوا د دغه هېواد دفاع وزیر دی.
✒️: د اوکراین د خارکیف ښار په څنډو کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري. رویټرز خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې، د خارکیف ښار پر څنډو روسي ځواکونو سخت بریدونه کړي دي. د راپورونو لمخې، خارکیف چې د اوکراین دویم لوی ښار دی او د روسیې له پولې سره په ۳۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، د تېرې جمعې پر ورځ ورته روسي ځواکونه ننوتي دي.
✒️: د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري، په افغانستان کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلی، د نړۍوالو سازمانونو لومړیتوب باید د افغانانو د امنیت، پرمختګ او هوساینې تامینول وي. د ایران بهرنیو چارو وزارت لیکلي، علي باقري په دغه کتنه کې افغانستان ته له بهره پر زده کړو سمبالو افغانانو راستنېدو او د هغوی له ظرفیتونو د ګټې اخیستنې لپاره د زمینې برابرولو یادونه کړې ده. په دغه کتنه کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو او د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې شوې دي.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې کرن ډېکر، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې ده. اغلې ډېکر پر اېکس لیکلي، له خپلو همکارو بنسټونو سره یو ځای به اغېزمنو ته بېړنۍ مرستې، خواړه او طبي توکي و رسوي.
✒️: توماس وست نماینده ویژه ایالات متحده امریکا برای افغانستان از تلفات و خسارات ناشی از سیلابهای پسین در برخی ولایتهای افغانستان ابراز تاسف کرده است.
آقای وست نوشته که شرکای تطبیق کننده امریکا افزون بر غذا و آب آشامیدنی سالم، کمکهای اضطراری بسیاری را به افراد نیازمند فراهم میکنند.
✒️: قدیر قیافه معاون رییس اتاق بازرگانی ایران گفته که سنگهای قیمتی استخراج شده از افغانستان از مجرای غیرقانونی وارد ایران و دربازارهای این کشور معامله میشوند. به گزارش رسانههای ایرانی قدیر قیافه افزوده که استخراج سنگهای قیمتی افغانستان [از سوی ایران] میتواند محل همکاری کابل و تهران باشد.
او در بخشی از سخنانش از آمادگی شرکتهای ایرانی برای سرمایهگذاری به روی معادن افغانستان خبر داده و بیان کرده که تحریمها روی این کشور سرمایهگذاران ایرانی را متاثر کرده است.
✒️: په ترکیه کې د اسلامي نړۍ د علماو مشورتي غونډه پیل شوې. دغه غونډه چې په استانبول ښار کې روانه ده، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پکې د پیل وینا وکړه او له افغان ولس سره یې د ورستيو سیلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په اړه خواشیني او خواخوږي څرګنده کړه او د اسلامې نړۍ د علماو دغه غونډه یې مهمه وبلله.
✒️: له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۱ ماشومان مړه دي.
د دغه بنسټ په وینا، په دغو سیلابونو کې ۲۴۰ تنه مړه او شاوخوا ۳ زره کورونه ویجاړ شوي دي.
