مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف کابل ته د خپل سفر په لړ کې د رییسالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.
ارګ په یوې خپرې کړې خپرپاڼه کې د ښاغلي محکموف پر حواله لیکلي چې کابل ته د دغه پلاوي د راتګ موخه د افغانستان او ازبیکستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پخوانیو تړونونو د عملي چارو پیل، په افغانستان کې د ازبیکستان د خصوصي سکتور او حکومت نوې پانګونه او په ځينو نورو برخو کې د نویو تړونونو لاسلیک کېدل یاد کړي دي.
✒️: د کابل ښار په پنځمې امنیتي حوزه کې درې غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې غلو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند افشارو سیمه کې له یوه کوره د ۸۰۰زره افغانیو په ارزښت طلا غلا کړې ده.
✒️: د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) عملیاتي رییسې اډېم وسورنو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې کتنه کې مېرمن وسورنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو په تړاو غمرازي کړې او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به زیانمنو سیمو ته خپل ټیمونه واستوي.
✒️: د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اسلامي امارت ځینو جګپوړو چارواکو د بغلان له ځايي چارواکو او قومي مخورو سره کتنه کې، په دغه ولایت کې وروستیو سېلابځپلو ته د مرستې له رسونې ډاډ ورکړی دی. په دغې کتنه کې د سېلابځپلو ولسوالیو ځايي چارواکي او قومي مشران له اسلامي امارته د استنادي دېوالونو د جوړولو، د اوبو رسونې سیسټم د بیارغونې او د لارو د پاکولو غوښتنه کړې ده.
✒️: د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزیر، الهام محکموف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي او ویلي یې دي چې، د افغان-ټرانس پروژې عملي چارو د پیل په موخه یې یو تخنیکي پلاوی ملتیا کوي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د الهام محکموف له خولې لیکلي، نږدې راتلونکي کې به له دغه هېواده په تجهیزاتو سمبال یو بل پلاوی هم کابل ته راشي څو دغه برخه کې د اسلامي امارت د وسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره په عملي توګه کار پیل کړي.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزات تایید کړې چې په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه شوي او یو زرو ۶۳۰ نور ژوبل دي.
دغه وزارت نن (یکشنبه، غویي ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په سېلابونو کې ۶۶۵ کورونه په نیمایي یا بشپړه توګه ویجاړ شوي او زر څاروي له منځه تللي دي.
✒️: د ماشومانو د ژغورنې بنسټ (سیف د چلډرن) ویلي، بغلان ته د ماشومانو او کورنیو د خوندیتوب لپاره ګرځنده روغتیایي ډلې استوي.
دغه بنسټ لیکلي، د بغلان په پنځو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۶۰۰ زره خلک اغیزمن شوي چې ۳۱۰ زره هغه یې یوازې ماشومان دي.
✒️: د هېواد د کرېکټ ځلانده ستوري راشد خان په بغلان کې له وروستیو سېلابځپلو سره د یونیم مېلیون افغانیو مرستې اعلان کړی دی. راشد خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه مرستې به د نوموړي د خیریه بنسټ له لوري به پر اړمنو ووېشل شي.
ښاغلي خان همدارنګه لیکلي چې ۱۵ ورځې به، هره ورځ د ۱۰۰۰ کسانو لپاره پاخه خواړه هم ورسوي.
✒️: حماس: حملات نتانیاهو در غزه حول یک دور باطل میچرخد.
عزت الرشق، عضو دفتر سیاسی جنبش حماس در تلگرام نوشت: حملات بنیامین نتانیاهو، نخستوزیر اسرائیل و ارتش این کشور در نوار غزه پوچ است و حول یک دور باطل میچرخد.
✒️: اونروا: حدود 300 هزار فلسطینی وادار به کوچ اجباری از رفح شدهاند.
آژانس امدادرسانی و کاریابی برای آوارگان فلسطینی در خاور نزدیک (اونروا) در شبکه اجتماعی ایکس اعلام کرد: شرایط اجباری و غیرانسانی آوارگی فلسطینیان در نوار غزه همچنان ادامه دارد؛ پیشبینی میشود حدود 300 هزار فلسطینی وادار به کوچ اجباری از رفح شوند.
✒️: اردوغان: نتانیاهو در روشهای نسلکشی به سطحی رسیده که باعث حسادت هیتلر نیز میشود.
رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه در مصاحبه ویژه با روزنامه «کاتیمرینی» یونان در آستانه سفر رسمی کریاکوس میتسوتاکیس، نخستوزیر این کشور به آنکارا اظهار داشت که در روابطمان با یونان، تمام تلاش خود را میکنیم تا اطمینان حاصل شود که صلح و آرامش در دو سوی دریای اژه برای همیشه برقرار است.
✒️: شمار قربانیان حملات اسرائیل به غزه از 35 هزار نفر گذشت.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 63 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 114 تن دیگر نیز زخمی شدند.
✒️: کوچ اجباری هزاران فلسطینی از اردوگاه جبالیا در غزه آغاز شد.
هزاران فلسطینی در پی بیش از 100 حمله شب گذشته جنگندههای اسرائیل به اردوگاه آوارگان جبالیا در شمال نوار غزه مجبور به کوچ اجباری از مناطق شمالی به غرب این شهر شدند.
✒️: د امریکا هوا پېژندنې اداره وايي چې راتلونکې اوونۍ به دغه هېواد د یوه سخت جیو مقناطیسي توپان سره مخ شي.
یادې ادارې ویلي چې توپان به ګڼو سیمو کې برېښنايي بهیر ټکنی کړي او لمریزې چاودنې هم له ځانه سره لري.
✒️: کابل کې د جاپان سفارت پر اېکس پاڼه راغلي چې افغان زده کړیالانو لپاره یې د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه اعلان کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، هغه کسان چې د دغو بورسونو له لارې لېږدول کېږي د میاشتې زره ډالره ورکول کېږي.
✒️: راپورونه کاږي چې یوې وسله واله ډلې دزمفرا سیمه کې سل تنه له ځانه سره بېولي دي.
راپورونه زیاتوي، ځايي حکومت د دغې قضیې پړه پر بوکو حرام وسله والې ډلې اچولې ده.
✒️: ملګرو ملتونو، امریکا او برېتانیا یو ځل بیا پر اسراییلو غږ کړی، چې پر رفح ښار له بریدونو ډډه وکړي.
امریکايي رسنیو د دې هېواد ولسمشر جوبایډن له قوله ویلي، که اسراییل پر رفح ښار له پراخو بریدونو ډډه وکړي، امریکا به اسراییلو ته حساس استخباراتي معلومات او مهمې مرستې ورکړي. د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون هم ویلي، چې اسراییل له څرګند پلان پرته باید پر رفح ښار برید ونه کړي.
✒️: ناصر کنعانی سخنگوی وزارت خارجه ایران گفته که تهران از وقوع سیلاپ که منجر به جان باختن و زخمی شدن افغانها شده عمیقا اندوهگین است. آقای کنعانی با خانوادههای آسیبدیده از سیلابهای پسین در کشور ابراز همدردی و غم شریکی نیز کرده است.
✒️: وزارت خارجه ترکیه نوشته که از تلفات برخاسته از سیلابهای پسین در کشور اندوهگین است. این وزارت با خانوادههای آسیبدیده از سیلابهای پسین ابراز غم شریکی نیز کرده است.
✒️: رابرت چترتون دیکسن سرپرست سفارت بریتانیا برای افغانستان با خانوادههای آسیب دیده از سیلابهای پسین در افغانستان ابراز همدردی کرده و گفته که «خبرهای تلفات جانی، رنج و خسارات ناشی از سیلابهای شدید در مناطق مختلف افغانستان از جمله بغلان، غور، هرات و بدخشان، بسیار ناراحتکننده است.»
او نوشته که بریتانیا یکی از فعالان اصلی در زمینه کمکهای بشردوستانه و واکنش به رویدادهای طبیعی در افغانستان است.
✒️: ایندریکا راتواته معاون یوناما در افغانستان گفته که افغانستان در میان ۱۰ کشور تاثیر پذیر از تغییرات اقلیمی است باوجودیکه استفاده از کاربن در این کشور صفر است. او نوشته که برای سازگاری اقلیمی پشتیبانی از مردم افغانستان یک نیاز حیاتی است.
✒️: سازمان همکاری اسلامی به هدف کمک به خانوادههای آسیبدیده از سیلاب در افغانستان فراخوان داده است.
این سازمان از کشورهای عضو و سایر کشورهای جهان خواسته است تا بیدرنگ کمکهای نجاتبخش را به مردم افغانستان برسانند.
✒️: د ژغورنې نړۍوال سازمان ویلي، په افغانستان کې وروستیو سیلابونو بېړنۍ بشري وضعیت رامنځته کړی دی.
افغانستان کې د دغه سازمان مشرې، سلما بن ایسا ویلي چې د هېواد په بغلان، غور، کندوز، بدخشان، سمنګان، بادغیس او تخار ولایتونو سیلابونو د مرګژوبلې ترڅنګ بیخ بناوې هم ویجاړې کړي دي. اغلې ایسا پر نړۍوالو مشرانو غږ کړی چې په داسې سخت وخت کې افغانستان هېر نه کړي.
✒️: د قطر بهرنیو چارو وزارت د هېواد له وروستیو سیلاب ځپلو سره خواخوږي ښودلې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چمتو دي چې له اسلامي امارت سره د دغه ناورین په مهار کې مرسته وکړي.
✒️: هزاران معترض حامی فلسطین بار دیگر در ایالات متحده امریکا، اسپانیا، جاپان، سویدن، کیوبا و چندین کشور دیگر تظاهرات کرده و خواستار پایان نبردها در نوار غزه شدند.
✒️: د اروپایي ټولنې د بشري ناورین او مرستو مسوول، یانیز لینارچیچ له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د ۹۷ ټنه ژوند ژغورونکې مرستې خبر ورکړ.
یانیز لینارچیچ وایي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱۶۰۰ ټنه بشري مرسته کړې.
