No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه:

: ‏د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې غړو چې، له بېلابېلو هېوادونو ۲۱ غړي لري او د یوناما استازو په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې کتنه کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان پر استازیتوب، د بشري مرستو پر اغېزمنتیا او په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو پر ملاتړ خبرې شوې دي. خبرپاڼې لیکلي چې په دغې کتنه کې ښاغلي متقي پر نشې د روږدو کسانو د درملنې، د یتیمانو مالي ملاتړ او د خصوصي سکټور په برخه کې د افغان ښځو پر ډاګیزې ونډې خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت نه غواړي چې د اوږد مهال لپاره د نورو پر بشري مرستو متکي وي. باید داسې پروژې پلې شي چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي.

: ‏د هېواد د کرېکټ الف لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ پنځمه لوبه، د لوبې په ۴۵ اور کې د ۵ ویکټو په توپیر وګټله.

د سریلانکا الف لوبډله وتوانېده چې له درې بریاوو او دوه ماتو سره د دغې لوبلړۍ اتلولي خپله کړي.

: ‏په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. د هېواد د پخواني ولسمشر دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې کتنه کې د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په هکله خبرې شوي او ښاغلي کرزي د افغانستان له خلکو سره د ایران له همکارۍ په ځانګړې توګه نجونو او هلکانو ته د تحصیلي بورسیو په ورکړې او د مېلیونونو افغان کډوالو له کوربتوب څخه مننه کړې ده.

: ‏هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دغو مراسمو کې، په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور پرانیستل، «د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په پراختیا او پياوړتیا کې مثبت او اغېزناک ګام» بللی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور رییس ارمان یوسین‌تایف ویلي چې د سوداګرۍ دغه کور د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې او ارزښت د زیاتوالي په موخه پرانیستل شوی دی.

: ‏بدخشان کې د یوې سراچه ډوله موټر چپه کېدو پېښه کې ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي، چې دغه پېښه د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په برلاس سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې یوې ښځې، یوه ماشوم او درې نارینه وو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان دي. قانع زیاته کړې، چې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون لېږدول شوي دي.

: ‏شمار کشته‌شدگان حملات اسرائیل به غزه به 34 هزار و 789 نفر رسید.

وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 54 فلسطینی دیگر در غزه کشته و 96 تن دیگر نیز زخمی شدند.

: ‏سخنگوی وزارت امور خارجه ترکیه: عملیات علیه رفح تمام جهان را تحت تاثیر قرار خواهد داد. اسرائیل باید فورا از بخش غزه گذرگاه مرزی رفح که اشغال کرده، خارج شود.

: ‏د آلمان هېواد د AFD ګوند سیاستواله، ماري تیریس قیصر له ۶۰۰۰ ډالرو څخه زیات جریمه شوه. د قیصر هغه احصاییه غلطه ښودل شوې، چې افغانان یې تر جرمنیانو ډېر په جنسي تېري تورن کړي دي .

نوموړې د ورډن سیمه ییزې محکمې د المان اساسي قانون د ۱۳۰ مادې له مخې ۶ زره یورو جریمه کړې او دغه راز د فدرالي جنایي پولیسو دفتر (BKA) څخه د تېر کال د جرمونو احصایې ۶۲ جدول خپور کړی چې د جرم کلیدي "۱۱۱۷۰۰" قضیې په کې ثبت شوي دي.

تېر 2023 کال په جرمني کې 337 افغانان او 5971 جرمنیان د جنسي تیري په تور نیول شوي دي.

: ‏اسرائیلو د رفح ښار ختیځ کې خلکو ته امر کړی څو دا سیمه خوشې کړي. دا پداسې حال کې ده چې اسرائیلو له څو اونیو راهیسې د ملگرو ملتونو او بشري سازمانونو د خبرداریو سره سره بیا هم پر رفح د ځمکني برید گواښونه کړي دي.

: ‏د پاکستاني پوځ ویاند ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې د «داسو» بند پر چینایي انجینرانو ځانمگری برید له افغانستان سره تړاو لري او بریدگر هم افغان تبعه و.

ویاند «احمد شریف» خبري کنفرانس ته ویلي چې له څو میاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د بې ثباته کولو هڅې روانې دي او‌ په وینا یې ا.ا د دوحې تړون کې کړې ژمنې ندي عملي کړي.

ا.ا تراوسه دې څرگندونو ته غبرگون ندی ښودلی خو پخوا یې داسې ادعاگانې رد کړي.

: ‏حماس غورځنګ د منځګړو هېوادونو له لوري په غزه کې د اوربند وړاندیز ومانه. د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، حماس غورځنګ د مصر پلازمېنه قاهره کې د منځګړو هېوادونو د استازو هغه وړاندیز چې په غزه کې دې اوربند وشي، منلی خو اسرايیل دغه وړاندیز د خپلو شرایطو سره په ټکر کې بولي. پر غزې تړانګې د اسراييل د هوايي او ځمکنیو بریدونو اووه میاشتې پوره کیږي چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او سلګونه زره نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

: ‏اوچا و کمیته بین‌المللی صلیب سرخ در گزارش مشترک گفته‌اند که سیلاب‌های پسین در کشور به حدود ۱۰ هزار هکتار زمین کشاورزی خسارت وارد کرده است. در گزارش آمده که این زمین‌های کشاورزی در شرق و جنوب شرق افغانستان تخریب شده‌اند.

بر اساس گزارش، ماه اپریل سال جاری از سه ماه اپریل در ۴۰ سال گذشته بوده که بارندگی‌های شدیدی در آن رخ داده و سیل ناشی از این بارندگی‌ها به ۱۰ هزار هکتار زمین کشاورزی خسارت وارد کرده است.

: ‏د ایران مذهبي رهبر، سید علي خامنه يي ویلي، هېواد یې له فلسطینه د دفاع لپاره نه چاته په تمه پاتې شوی او نه پاتې کیږي. د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، خامنه يي ویلي، که اسلامي هېوادونه او ولسونه یو بل ته سره لاسونه ورکړي، د فلسطینانو دغه بد وضعیت به دوام و نه کړي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر رفح ښار د اسرايیلي ځواکونو د عملیاتو له پیله اندېښنه څرګنده کړې او په بېړنۍ توګه یې د دغې جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده. ښاغلي ګوترش لیکلي، په رفح کې په نږدې راتلونکي کې د سترو نظامي عملیاتو ترسره کېدو ته اندېښمن دی. هغه ټینګار کړی چې د ملکي وګړو ساتنه په بشرپالو نړۍوالو قوانینو کې ډېره مهمه ده.

: ‏که افغانستان ۱۰۰ کسیزه نفوس درلودای، ۴۷ تنه به یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاسنیوي ته اړ وو. د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان څانګې لیکلي، که د افغانستان نفوس ټول ۱۰۰ تنه وای، ۴۷ به یې د ژوندي پاتې کېدو په موخه بشري مرستو ته اړتیا درلوده. خو دغه پروګرام ویلي، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیون دی او یو پر درېیمه برخه یې له لوږې سره مخ دي.

: ‏په هېواد کې وروستیو سیلابونو شاوخو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده.

د ریلیف وېب بنسټ د یوه راپور لمخې تېره اپریل میاشت په وروستیو ۴۰ کلونو د دریېو هغو اپریل میاشتو په منځ کې راغلې چې ډېر ورښتونه پکې شوي او د دغو ورښتونو له امله راوتلو سیلابونو ۱۰ زره هکتاره کرنیزې ځمکې ته زیان اړولی دی. د راپور پر بنسټ دغه ویجاړې شوې کرنیزې ځمکې په ختیځ او سویل ختیځو سیمو کې دي.

: ‏د هند په ۱۱ ایالتونو کې د پارلماني ټاکنو درېیم پړاو رای اچونه روانه ده. د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په دغو پارلماني ټاکنو کې نن (سې شنبه) د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي هم خپله رای ورکړه. دغه درېیم پړاو ټاکنې د پارلمان د ۹۳ څوکیو لپاره کیږي چې دوه مخکني پړاونه یې د تېر اپریل میاشت په ۱۹مه او ۲۶مه شوي وو.

: ‏برنامه جهانی خوراک گفته که اگر جمعیت افغانستان ۱۰۰ نفر باشد، ۴۷ نفر از آن‌ها برای زنده ماندن به کمک‌های بشردوستانه نیاز دارند. این نهاد نوشته که جمعیت افغانستان حدود ۴۰ میلیون نفر است و یک سوم آن با گرسنگی روبه‌رو است.

: ‏نارندرا مودی نخست‌وزیر هند امروز (سه شنبه، ۱۸ ثور) در سومین مرحله انتخابات پارلمانی هند، رای خود را به صندوق انداخت. به گزارش رسانه‌های هند، رای‌گیری برای مرحله سوم انتخابات پارلمانی در ۱۱ ایالت این کشور جریان دارد. دو دوره قبلی انتخابات هند برای ۹۳ کرسی پارلمان در روزهای ۱۹ و ۲۶ ماه می برگزار شد.

: ‏ولادیمیر پوتین د پنځم ځل لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ښاغلي پوتین د کرملین په ماڼۍ کې د خپلې لوړې په مراسمو کې ویلي چې د روسي وګړو حقونو او ازادیو ته درناوی کوي.

نوموړی د روان کال د مارچ میاشتې په ټاکنو کې وتوانېد چې د ۸۸ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره خپل درې واړه سیالان مات کړي او بیاځلې د یوې شپږ کلنې دورې لپاره د واک په ګدۍ کېني.

: ‏د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له یوه بریده روغ رمټ ووت. ځينو عربي رسنیو راپور ورکړی، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې، د عربستان د جګپوړو چارواکو د موټرو پر کاروان چې، محمد بن سلمان هم په‌کې حضور درلود چاودنه شوې ده.

د دغو راپورونو پر بنسټ په دغه برید کې د سعودي عربستان د ولیعهد پنځه ساتونکي وژل شوي او ځینې نور ټپيان شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک