مهم ترين های امروز دوشنبه:
✒️: د ګرديز - ډنډ پټان لار چې د غر ښوېیدنې له امله تړل شوې، پرانيستل شوه.
د پکتیا ټولګيو چارو رياست د کار او ودانیزو چارو امر محمدرسول کريمي طلوعنيوز ته ویلي، ګردېز- ډنډ پټان ولسوالۍ ترمنځ لار چې نن (دوشنبه) په احمدخيلو ولسوالۍ کې د غر ښوېيدنې له امله تړل شوې وه بېرته د هر ډول تک راتګ پر مخ پرانيستل شوه.
✒️: وزارت صنعت و تجارت از افتتاح فابریکه تولید آرد بخشآباد به هزینهی ۲۰۰هزار دالر امریکایی خبر داده است.
در خبرنامهای این وازت آمده که این فابریکه روزانه ظرفیت تولید ۴۰ تُن آرد را دارد و برای ۳۰ نفر نیز زمینه کار را مساعد کرده است. بر بنیاد خبرنامه فابریکه تولید آرد بخشآباد از سوی یک بازرگان افتتاح شده است.
✒️: د تېرو دوو ورځو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو د ورښت او سېلابونو راوتلو ترڅنګ واورې هم ورېدلې دي. دغه واوره تر ډېره په بدخشان، پنجشېر، غزني، میدان وردګ او پکتیا کې ورېدلې ده.
✒️: په هېواد کې د روان کال د ګوزڼ ضد واکسینو لومړنی ملي کمپاین پیل شو.
عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کمپاین چې نن (دوشنبه،غويي ۱۰) پیل شوی د روانې میاشتې تر ۱۳مې به دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې ۱۰ اعشاریه ۷ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ دي. اعلامیه کاږي چې دغه کمپاین به په بامیان، غور او ډایکنډي کې د سختو ورښتونو او یخې هوا له امله څو ورځې وروسته پیل شي.
✒️: د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، عبدالباري عمر تېره ورځ (یکشنبه، غويي ۹) د روغتیايي نړۍوال سازمان، یونېسف او یو اېن ایف پي ای موسسو له استازو او مسوولینو سره وکتل. په دغه کتنه کې د خوړو او درملو د خوندیتوب، د خوار ځواکۍ د لاملونو او د درملو د کورني تولید د پراختیا په تړاو خبرې وشوې.
✒️: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د څه باندې دوه میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړې لاسلیک کړې.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوکړه لیکونه د روغتیا او افغاني ټولنې، د بشري ټولنې د همکارۍ، د رضايي پراختیا او ټولنیز قانون او د ناروې د کډوالو د شورا له بنسټونو سره لاسلیک شوي دي.
✒️: یو شمېر هېوادوال په کابل کې د پاسپورټ د وېشنې پر پڅ بهیر نیوکې لري او وايي، څه باندې یو کال کېږي چې، د پاسپورټ د اخیستنې لپاره یې نوم لیکنه کړې؛ خو لا تر اوسه د پاسپورټ پر اخیستو نه دي بریالي شوي.
✒️: د افغانستان لپاره د چین سفیر پر خپله اېکس پاڼه کاږلي چې نن یې د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین پر اړیکو او همدارنګه همکاریو خبرې کړې دي.
✒️: د پنجشېر اطلاعاتو او کلتور ریاست راپور له مخې؛ درې ولسوالۍ کې "هما" نومی مرغه داسې حال کې نیول شوی چې د ناروغۍ له کبله نشو الوتلی.
راپور زیاتوي، یاد مرغه تر درملنې لاندې دی او تر رغېدو وروسته به ازاد کړل شي.
✒️: د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه پلاوي له ترکمنستاني پلاوي سره د هرات نورالجهاد سب سټېشن د پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو او پرانیستلو په تړاو خبرې کړې.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په پرانیستې سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا کچه لوړه شي.
✒️: وزیر امور خارجه ترکیه در دیدار با همتای آمریکایی خود در ریاض تاکید کرد که کشتار در غزه باید هر چه زودتر پایان یابد و بر اسرائیل فشار وارد شود.
✒️: واکنش ایران به موضع اروپا برای گنجاندن نام سپاه_پاسداران در لیست سازمانهای تروریستی.
سخنگوی وزارت خارجه ایران در واکنش به موضع تازه اروپا برای گنجاندن نام سپاه پاسداران در فهرست سازمانهای تروریستی گفت توصیه میکنیم که در قبال سپاه درست تصمیم بگیرند.
✒️: حمله طياره های اسرائیل اشغالگر به خانهای در رفح؛ 4 نفر شهيد شدند.
تعداد فلسطینیهایی که در حملات امروز ارتش اشغالگر اسرائیل به غزه جان باختند، به 25 نفر از جمله 5 کودک و 10 زن افزایش یافت.
✒️: د ایران او تایلنډ لوبډلې د اسیا فوټسال فاینل ته وتلي وې، چې ایران وکولی شو، څلور د یو پر وړاندې کوربه ټایلنډ ته ماتې ورکړي. د اسیا فوټسال اتلولۍ سیالۍ په ټایلنډ کې پيل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.
✒️: د ترکیې هېواد "ترکیش ایرلاین "شرکت له نږدې درې کلن ځنډ وروسته بیا کابل ته الوتنې پيل کوي.
دغه شرکت پر خپله وېب پاڼه له استانبوله کابل ته د لومړنۍ الوتنې وخت د غبرګولې (جوزا) میاشتې لومړۍ نېټه ښودلې.
✒️: مقامات اوکراینی گفته اند که افزایش حملات اخیر روسیه آنها را مجبور به خروج نیروهای شان از برخی مناطق کرده است.
آنها افزودند که افزایش حملات روسیه ثبات اوکراین را شدیدا متضرر کرده است.
✒️: کېنیا کې د اوبو بند ماتېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي.
د کېنیا مرکز کې له بارانونو او سېلابونو وروسته د اوبو یو بند مات شوی او اوبه پر کورونو ورننوتې او ګڼ خلک یې لاندې کړي. چارواکي وايي، دې پېښه کې تر اوسه ۴۲ کسان مړه شوي او په خبره یې لاهم ګڼ خلک ورک دي.
✒️: یوناما وايي چې د ۲۰۲۴ کال مارچ میاشت کې یې کابو ۱۱۱ زره او ۸۵۰ ماشومانو ته د شري او ۱۲۸ زره او ۲۸ نورو ماشومانو ته د پنځه ګوني درېیم پړاو واکسین برابر کړي دي.
د یاد سازمان بیان کې راغلي چې دغه چاره به د ناروغیو پر وړاندې د دوی ساتنه وکړي.
✒️: محمود عباس رییس جمهور فلسطین گفته که تنها امریکا میتواند مانع حملهی اسراییل به شهر رفح شود.
به گزارش رویترز او که در نشست ویژهی مجمع جهانی اقتصاد در ریاض، پایتخت عربستان سعودی سخن میگفت از امریکا خواست که از اسراییل بخواهد تا حملهی رفح را ادامه ندهد.
✒️: حسن کاظمی قمی سفیر و نمایندهی ویژه رییسجمهور ایران در افغانستان، میگوید که کشورش از هر ابتکاری که سبب حل چالشها در افغانستان شود، از جمله گماشتن نماینده ویژه برای سازمان ملل برای این کشور، پشتیبانی میکند.
✒️: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل په افغانستان کې د پراخبنسټه حکومت پر جوړېدو پورې تړاو لري.
✒️: د ایران د خراسان رضوي د کانونو خونې رییس، غلام رضا نازپرور ویلي، تهران باید د افغانستان له قیمتي ډبرو سوداګریزه ګټه پورته کړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو لمخې، ښاغلي نازپرور زیاته کړې چې ایراني شرکتونه باید دغه قیمتي ډبرې په صادراتي توکو بدلې کړي. غلام رضا نازپرور څرګنده کړې، "افغانستان د قیمتي ډبرو ارزښتناک کانونه لري چې کولی شي په قیمتي محصولاتو بدل شي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډبرې له دغه هېواده د پروسس لپاره وارد کړو او بیا یې د نړۍ بازارونو ته صادر کړو."
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار د لومړي وزیر د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اطلاعیې په خپرولو سره ویلي، له دې وروسته به بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحق ډار د خپلې دندې ترڅنګ د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال په توګه هم خپل کار مخ ته وړي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څېړنیزه دوره يي کاري ډله نن (دوشنبه، غويي ۱۰) په افغانستان کې د بشري حقونو د راپورونو څېړلو په موخه غونډه جوړوي. د بشري حقونو د شورا دغه غونډه چې د روانې اپریل میاشتې له ۲۹مې د می میاشتې تر ۱۰ مې جوړیږي، د څوارلسو هېوادونو د بشري حقونو راپورونه به پکې وڅېړل شي.
✒️: حسن کاظمی قمی سفیر و نمایندهی ویژه رییسجمهور ایران در افغانستان گفته که بند [کمال خان] به هدف ذخیرهسازی آب ساخته نشده است.
✒️: حسن کاظمی قمی سفیر و نماینده ویژه رییسجمهور ایران در افغانستان گفته که هیچ تهدیدی از چهرههای سیاسی پیشین که به ایران پناه بردهاند متوجه امارت اسلامی نیست و این خط سرخ ایران است.
