No-IMG

د حزب اسلامي او طالبانو صلحه؛ حق څه دئ او دروغجنو څنګه د جعل په پردو پوښلی؟!

مستیار

دریم قسط

 

 

مګر تاسو د حکمتیار ددې یوې وړې جملې او ستر عملي اقدام په اندازه ننګ په ټول ژوند له پیدایښت تر نن ورځي  پر حزب اسلامي نه دئ کړی،مګر دا چي تل مو د خپل حریف او رقیب په سترګه ورته کتلي او دا پداسي حال کي چي پر  اسلام د غیرت نطفه مو د حزب اسلامي په ملا کي تولید شوې،مګر ددې معنیٰ داده چي تاسو خپل زور ددې عمر خوړلي پلار په خلاف ازموئ.

د شوریٰ نظار غړي، غربي سیکولران او کمونیستان چي هر یوه ئې په لسګونو او زرګونو مجاهدین له حزب اسلامي، طالبانو او عرب مجاهدینو په شهادت رسولي ستاسو د نظام تر چتر لاندي خوندي او مصؤن ژوند پخپلو قصرونو او غصب شوو جایدادونو کي تېروي،دا اوس چي امریکا په واز کومي په وار وار وايي:موږ په افعانستان کي داسي فعال استخباراتي حضور لرو چي له مخکنیو نظامونو سره نشي مقایسه کېدای ،آیا کله مو غور کړی دا استخباراتي مأموریت د چا له لوري په افغانستان کي اداره کیږي؟! آیا د حزب اسلامي تر شپږ جریبه ځمکه به ددې جاسوسانو انکشاف د هیواد په ګته نه وي؟ آیا د حزب اسلامي تر شپږ جریبه ځمکه به دا نه وي ضروري چي د کمونیستانو او سیکولرانو سره حساب وشي چي دوی دا پیسې له کومه کړي دي چي د هیواد په داخل او بهر کي ئې پانګوني سته؟ستاسو د معلوماتو لپاره باید ووایم:دا هغه پیسې دي چي په تېر شل کاله کي د کونډو،یتیمانو او شهیدانو د وینو په بدل کي لاسته ورغلي،ورشئ له هغو یتیمانو پوښتنه وکئ چي آیا تاسو غواړئ د هغو قاتلانو په خلاف مقدمې او دوسیې درج کړئ چي ستاسو پلرونه ئې وژلي؟مګر تاسو د اقتدار په نشه مست یاست،د دوست او دُښمن تر منځ له توپیر عاجز، پدې هم نه پوهېږئ چي د حکمتیار داعیانه مشورې ددې نظام د تمکین لپاره دي نه د تخریب،که حکمتیار ستاسو د نظام او ترکیب په اړه ئې نیوکي لري، نو تاسو څه بلا وهلي یاست چي د علمي او اصولي دلایلو پر بنیاد ئې قانع کړئ، په صدرِ اسلام کي د صحابه وو منهج او تګلاره څنګه وه، آیا د اختلاف په صورت کي به ئې مخالفین له خپلو کورونو ایستل که به ئې ویل:څوک چي زموږ عیبونه راته په نښه کړي الله(ج) دي پر و رحمیږي.

د ایمن الظواهري شهادت ستاسو په خلاف کرکه را ولاړه کړې، په نړۍ واله سطحه د معامله ګرو او سوداګرو په نوم يادېږئ ، تاسو او خدای د اُسامه او ظواهري د شهادت تر منځ څه توپیر سته؟!! یو ئې پاکستاني جنرالانو خرڅ کړ او بل ئې تاسو د دوحې د تړون پر اساس و پلورو ، په دوو ګوتو لمر نه پټیږي،ټولي دنیا ته معلومه ده چي تاسو په قطر کي کومي پټي معاملې له امریکایانو سره کړي دي، د اقتدار په بدل کي مو د لکونو شهیدانو وینه پلورلې،دا څه عجیبه نه ده چي تاسو له حکمتیار او ظواهري سره وکړل بلکي تاسو له خپل همسنګرو سره په وار وار داسي کړي دي،له داد الله،اوزبک مجاهدینو،منصور، عبدالحی مطمئن،ملا منان،عبدالله ذاکري،مولوي عبدالسلام،مفتي رحمت الله،معتصم آغاجان او…تر دې چي پر ښځو او ماشومانو مو هم صرفه و نکړه،حیف حیف ستاسو په حال چي دې ته به هم د تغلب شرعي دلایل تراشئ.

ټول ملت نارې وهي چي فضاء اشغال ده مګر ستاسو پر خولو د مؤقت اقتدار او ډالرو مُهر وهل شوی،په لمړیو کي چوپ واست چي کله خبره ښکاره شوه داسي چي د هر ابهام او اغماز  پردې ئې پورته کړې بیا مو یو څو تشریفاتي سندري و ډنګولې،پر میدان نور څه داسي نه وه چي خپل دا ګندګي پر پاکه کړۍ نو ډېوالي پاکستان ته مو دا بدنامي ور واړوله چي دا نو په ملت کي د خپل تول او وزن ټاکلو ښه برجسته سیاسي عنوان وو،تاسو ښه خبر یاست چي دا ډرون جهازونه له کومي هوایي آډې پورته کیږي،شوراب،باګرام، هرات او کندهار کي خاص مستقر قطعات څوک دي؟!! ولي د ملت په وړاندي نه وایاست چي موږ ځیني خاصي معاهدې د خپل اسلامي نظام د بقاء په خاطر کړي دي،د وخت او حالاتو سیاسي ضرورت وو،د تغلب او استیلاء د حکومت قائمېدو لپاره شریعت جواز ور کړی.

د امیر مو هیڅ درک نسته چي مړ دئ که ژوندی،یو او بل اختر له پېچلي او نامعلومي څېرې سره ګډ وډ اختریز پېغام واوروي،هغه هم له نوي فرمانونو او حکمونو سره په داسي حال کي چي له امنیتي خطر سره مواجه دئ مګر د ډرون جهازونو تر چتر لاندي  په کندهار ارګ کي ټول کال مراقبه وي،ډار او امیر المؤمینین دواړه متضاد کلمات دي، خلافت راشده د ټول اُمت په وړاندي یو سپېڅلی منار دئ، عمر(رض) د مسجد امام او د ټول اسلامي اُمت خلیفه او امیر وو، ستاسو دا هم ډېره جالبه ده چي په ټول اُمت کي څوک در سره موافق نه دي او تاسو ورته د امیرالمؤمینین القاب کاروئ، امیرالمؤمینین هغه چا ته ویل کيږي چي د نړۍ ټول مسلمانان ورسره بیعت وکړي،بلااکراه او اجبار، داسي نه چي د نړۍ په یوې قطعې،ولایت او ولسوالۍ کي څوک د تغلب له لاري واک قائم کړي او د خلافت نوم ورکړي او ځان ته امیرالمؤمینین ووایي، دا هسي ټوکه افسانه ده،هغه چي د تخیل په نړۍ کي اوسي داسي افسانې ځان ته تراشي،له داسي اقداماتو هیڅ نه تر لاسه کیږي،یواږي او یوازي د اولس او امت په وړاندي ځان  منفور وئ،که له دې تغلبي امارت او خلافت ستاسو همدا تعریف وي نو  حسین (رض) د یزید په خلاف ولي اقدام کاوو،پداسي حال کي چي هغه زمانه رسول الله ته نژدې وه، تر تاسو بهتر انسانان پکښي اوسېدل، تاسو ته به معلومه وي چي حسین (رض) د کوم کفر او ارتداد په مناسبت له خپلي کورنۍ سره په شهادت نه دئ رسېدلی بلکي یزید ته د واک  انتقال له طریقې مخالف وو،دا ئې غیر شرعي او د اسلامي اصولو خلاف عمل شمېرئ،د وخت ظالمانو دا له اسلامي خلافت او امیر المؤمینین د بغاوت تر عنوان لاندي په شهادت له خپلي کورنۍ سره یو ځای  ورساوو،تاسو او خدای د یزید تګلاره صحیح وه او که د حسین (رض) اقدام؟بیا تاسو او خدای چي هغه ته د ظالم خطاب کوئ او تګلاره ئې تعقیبوئ!! دا څه عجیبه متضاده معادله ده! موږ او ټول ملت ئې په تلفیق نه پوهیږو،تاسو چي د کومو درباري شوراوو فیصلو ته قانوني او شرعي حق ورکوئ دا یزید هم درلودې،همدا د علماء وو درباري شوریٰ وه چي د رسول الله د لمسي او کورنۍ په خلاف ئې شرعي فتویٰ صادره کړه او تر نن ورځي ئې موږ د هغه ظلم او قساوت په سره اور کي سوځو.

دا هم یو ستر حقیقت دئ چي د اشرف غني فرار د موافقې او دوحې د تړون پر اساس نه وو،د دوحې تړون پر اساس تاسي د کابل پر دروازو خپل قطعات مستقر کړل،اشرف غني به د واک ګدۍ د امریکایانو په ضمانت او مشروع طریقه تاسو ته سپاري،مګر داسي ونشول،هغه او د تېر نظام لوړ رتبه چارواکو د فرار لار انتخاب کړه،ستاسو او د امریکایانو د توافقنامې دا کړۍ همداسي لانجمنه پاته شوه،ښایي تر اوسه به ځینو ته دا فرار د حالاتو د تقاضاء په معنیٰ ښکاري، مګر تر پردې شاته حقایق نور څه دي،غني او د تېر نظام چارواکو د دوحې تړون په اړه خپل تحفظات درلودل چي امریکایانو ته د منلو وړ نه وو،د غني سیاسي پناه او ورستي اظهارات ئې هم ددې غمازي کوي،دا مطلب لا ښه واضح کیږي چي د امریکا لهجه او بیان د غني او تېر نظام په اړه په نظر کي ونیول شي، امریکایانو په هر صورت د وتلو فیصله کړې وه، وتل ئې داسي چي د واک انتقال به د دوی له لوري کیږي، دا مطلب لاندي دلایل نور ښه توضیح کوي:

۱- امریکا له افغانستانه د وتلو فیصله په ۲۰۱۶ د اوباما د صدارت پر مهال کړې وه،د نړۍ او حالاتو  نبض د بل بدلون غمازي ښودله چي په هر صورت پر امریکایانو مخفي نه وو، پر اوکراین د روسانو برید دا مطلب لا ښه تو ضیح کوي او دا هم باید په پام کي ونیول شي چي د اوکراین پر سر د امریکا او روس لانجه زړې ریښې لري،ځیني مفکرین پدې اړه وايي:

پر اوکراین د روسانو برید باید څو کاله وروسته تر سره شوی وای چي له خپل اجل او نېټې مخکي ئې تحقق وموند.

۲- امریکایانو له افغانستان باعزته وتل غوښتل،داسي چي د اقتدار واک باید په سالمه توګه د دوی له لوري منتقل شي او نړۍ والو ته دا ښکاره کړي چي د طالبانو راتګ او د نظام واګي په لاس ورکول زموږ په نظارت او مدریت کي تر سره شوي ګواکي دا زموږ انتخاب وو چي له یوه مو واک اخیستی  او بل ته مو سپارلی چي پدې سره به ئې زوړ وقار او عزت ته صدمه نه رسېدله.

۳- د امریکایانو وروستي اظهارات د افغانستان په اړه چي په وتلو کي مو اشتباه کړې همدې مطلب ته اشاره کوي،امریکا په اصل کي لدې پیغام سره خپل رقیبانو ته دا ښودل غواړي چي موږ په افغانستان کي ماته نه ده خوړلې بلکي د خپل مصلحت او فیصلې پر بنسټ مو دا کار کړی؛که احیاناً بیا ضرورت پیښ شو د لاري خنډ مو نسته،دا ځکه چي په نړۍ واله سطحه ئې خپل وقار  او عزت له لاسه ورکړی.

 

دا هم ډېره عجیبه ده چي تر اوسه تاسو د ډالري کڅوړو په اړه ملت ته واضح جواب نه دئ ویلی،دا تاسو ته پر کوم بنیاد در کول کیږي؟آیا خاصه معاهده شوې؟آیا د نظام دبقاء په خاطر در کول کیږي؟آیا د هیواد فضاء مو پلورلې؟

آیا دا انساني مرستي دي؟ ددې تر څنګ دا سوال هم باید جواب شي چي که امریکا ستاسو سره معلومي مرستي په دومره پیمانه کوي نو مخفي څومره دي؟!

دا خبره هیڅ حقیقت نلري چي دې کڅوړو ته دي د انساني مرستو نوم ورکړل شي،دا د هغو کمعقلو خبره کېدای شي چي د غرب له عزایمو او له اسلام سره پر دوښمني ئې خبر نه دي،دا څنګه مهربانه امریکا ده چي تاسو له هیواد د ټوپک په زور شړلې مګر بیا هم د افغان اولس په حال ترحم لري،په تېر شل کاله کي ئې پر افغان اولس په زرهاوو ټُنه بمونه وورول مګر هیڅ عاطفه ئې را ويښه نه شوه؟!دا اوس پر مظلومو فلسطینیانو څه تېریږي؟ آیا داسي څوک سته چي له حال ئې بې خبر وي؟ هره ورځ په زرهاوو ښځي، ماشومان او بې ګناه انسانان د اور په انګړ کي په کوم جرم سوځي؟! له هري خوا محاصره،کورونه ئې وران،په دوه سوه(۲۰۰)ورځو کي دومره بمونه پر ورېدلي چي مقایسه ئې د افغانستان له شل کلن اشغال سره نشي کېدای،امریکا او غرب په ټول توان او قوت سره د اسرائیلو په څنګ کي ولاړ او حمایت ئې کوي،په ډیري سپین سترګي سره،د بین المللي قوانینو خلاف،د انساني حقوقو ټول قوانین ئې تر پښو لاندي کړي،ټوله نړۍ ئې مخالفت کوي، مګر د اسرائیلو له حمایت لاس نه اخلي!!پرون په برما کي څه تېر شول او نن څه کیږي،په کاشغر،کشمیر،سوریې او افریقا کي څه تېریږي؟!! او

عجیبه ده چي ستاسو د نظام په اړه کوم نقد وړاندي کیږي د سالم جواب پر ځای خپل نظام د تېر شل کلن اشغال په تناظر کي وړاندي کوئ؟! دې ته مو هم پام نه دئ کړی چي د اشغال او آزادي مقایسه په هیڅ ډول نشي کېدای،د تېر نظام په اړه ستاسو سره اختلاف هیڅ هوښیار او عقلمند انسان نه لري او نه به ئې وکړي،ټول متفق وه او دي چي تېر نظام اشغال وو،مګر له اشغال څخه یوازي یو امید کېدای شي چي آزادي ورته ویل کيږي،له آزادي وروسته بهیر باید ملت پخپله خوښه انتخاب کړي،دا خو د اشغالګرانو او یرغلګرو طبیعت او مزاج دئ چي اولسونه غلام کړي،مفسدین او مجرمین مسلط کړي،د ټولني واک د ذلیلو او پرېوتو په لاس ورکړي،چي کوم کلي او هیواد ته ننوځي هغه تباه کړي، اخلاقي معیارونه تر پښو لاندي کړي،شتمني لوټ کړي،ملي او دیني ارزښتونه پامال کړي،د ټولني عزتمن خلګ سپک کړي.

 قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً  وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ(۳۴) نمل

وې ویل:یقیناً چي کله دا پاچایان کوم کلي ته ننوځي تباه ئې کړي او عزتمن ئې ذلیل کړي او همداسي کوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

مجاهد طالیب

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ددغه لیکوال د ویناگانو له مخی هر افغان باید پوه شی چی طالیبان د امارت اسلامی او د اسلام له نوم ثخه په استفادی په افغانستان باندی خپل استبدادی او غیر اصولی او غیر شرعی دولتداری ته ادامه ورکری. ناتو او په سر کی امریکا دا سی کسانو ته حکومت ددوحی د پتو ترونونو له مخی حواله کره چی نه په افغانیت پوهیږي او نه په شریعیت. نه درست امیر او نه درست رهبر لری. معلومات نه شته چی د ملا عمر مجاهد نه وروسته سوک اوس د امارت اسلامی تنظیم مخ ته وری. دا کوم کس چی په نوم د ملا هیبت الله د امارت د تنطیم د رهبریت دعوا کوی او لکه د هیروین فروشانو د لیدارانو او مافیايا وو په شان د خلکو ثخه مخ پته وی بلکل شک شته چی دستور ورته نور جهانیان ورکوی او په حقيقت کی داسی کس شتون نه لری. د حزب اسلامی په ضد د امارت موقتی اداری د عدلی د وزیر اقدام به انشا الله تعالی ددوی فعلی نطام د سقوط سره مخامخ کاندی. حزب اسلامی په لر اوبر کی مجاهدین لری. ملت ورسره دی، حکمتیار تنها نه دی چی د سو لوچکو امارتیانو په واسطه نیست شی. حزب اسلامی اوس په یو بل آزمایش کی دی. منتظر شو چی الله ج طالیب منافقانو ته سومره مهلت ورکوی. که ملا یعقوب مجاهد واقعا د ملا عمر زوی وی باید چی د خپل پلار جایی د ملا هیبت الله ثخه چی د امارت اسلامی د رهبریت ادعا کوی په زور وی او که په رضا باید واک تری واخلی. انس حقانی او خلیفه که واقعا د جلال الدین حقانی زامن وی باید د جناب جلا الیدن حقانی لار تعقیب او د ملا هیبت الله ثخه واک او قدرت واخلی. افغانان حکمتیار، ملا عمر مجاهد، جلال الدین حقانی دیر شه پیزنی. ملا هیبت الله افغانانو ته یو شک من شخص دی چی د امریکا او ناتو د پتو معاهدو د ترونونو له وجهی واک ته ورسېد. امارتیان د بعضو کسانو ثخه بغیر نور اکثریت په گوانتنامو او بگرام کی د ناتو هغه تربیه شوی غلامان دی او جاسوسان دی چی نن واک په لاس کی لری او پخوا په زندانونو کی ساتل کیدل. افغانان باید د امارت په نوم او نښان بازی ونه خوری. و ما علینا الی البلاغ.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک