No-IMG

خواسته های مهم، مشروع و قانونی از طرف محترم حکمتیار به مقام رهبری حکومت سرپرست محترم امارت اسلامی طالبان

خواسته های مهم، مشروع و قانونی از طرف محترم حکمتیار امیرحزب اسلامی به مقام رهبری حکومت سرپرست محترم امارت اسلامی طالبان

 

- به معاشات متفاوت باید خاتمه داده شود!

 - روش سربازگیری به پول پایان یابد !

باز نمودن مکاتب اناث.

 اعاده همه  حقوق زنان .

-حرام است چاپ بانک نوت  پول زیاد وغیرمشروع!

- زنان را از رفتن به مسجد منع نکنید !

- زنان از حق انتخاب شوهر محروم نشود !

- دروازه های علوم باید باز باشد!

10.         دولتي مصارف بايد د مشروع عوائدو په اندازه وي؛ په معاشاتو كي بايد تعادل مراعات شي، 

دا هيڅ عقلي او شرعي توجيه نه لري چي د يوه معاش او امتيازات د بل په پرتله پنځوس ځله زيات وي؛ 

كه دولتي مصارف راكم شي يقيناً چي د دولت د زكات او عشر عوائد هم د ضروري مصارفو لپاره كفايت كوي او هم د فقير او مسكين ستونزي حل كېدى شي.

11.         د معاش مقابل كي جنگيالي، د اردو او امنيتي ځواكونو پرسونل، د ملكي ادارو مامورين او ټول معاش لرونكي بايد دومره وي چي د دولت مشروع مدارك ئې تكافؤ كولى شي؛

 داسي نه چي د معاشاتو لپاره بل ته د احتياج لاس اوږد كړي او نه داسي چي د غير مشروع او له خپل جائز حد زياتو بانك نوټونو چاپولو ته اړ شي.

بايد متوجه وو چي داسي بانك نوټونه چاپول په قطعي توگه حرام دي. د دولت د اسعاري شتمنيو مقدار بايد دقيقاً د سرو زرو زېرمي په اندازه وي.

12.         د ښځو په اړه له الله تعالى ووېرېږئ)؛ دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه مكرره سپارښتنه ده چي په وار وار ئې په خپلو خطبو او ويناوو كي كړې او د خپل ژوند په پاى كي ئې په خپلي وروستۍ خطبې (حجة الوداع) كي بيا تكرار كړه؛

د جومات او مدرسې دروازې د هغوى په وړاندي همغسي پرانېزئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم پرانستې وې؛ نن له ډېرو څرگندو او مسلمو اسلامي او انساني حقوقو محرومي دي؛

 د ميراث، مهر، تعليم، په نكاح كي د ايجاب او قبول

او د خپل ژوند همسفر د انتخاب له حق محرومي دي، د ولور په نامه پلورل كېږي،

چي مېړه ئې وفات شي ميراث گڼل كېږي او دې ته اړي دي چي د مېړه خپلوانو كي چا ته به اكراهاً واده كېږي!!

13.         تعليم پر سړي او ښځي يو برابر فرض، واجب او لازم دئ؛ په كورنۍ كي ئې د روزني او تعليم حق پر پلار دئ او په ټولني كي ئې دا حق پر حكومت او واكمنو دئ؛

بايد ټول لازم شرائط، مصون او خوندي ماحول ورته برابر شي؛

مكتب او مدرسه بايد توحيد شي او يو تعليمي نظام او داسي رغنده تعليمي نصاب ولرو

چي هم په ټولو ضروري ديني او دنيوي علومو پوه فارغان ټولني ته وړاندي كړي؛

 امام احمد حنبل رحمه الله وايي: خلكو ته يوازي ديني علوم مه ښيئ؛ بلكي د ديني زده كړي تر څنگ داسي كسب هم ورزده كړئ چي د رزق او روزي تأمينولو ذريعه ئې وي؛

كه نه نو د روزي لپاره به دين خرڅوي. هر علم سپېڅلي او ارزښتمن دئ؛

الله تعالى عليم دئ او علم ئې ذاتي صفت، آدم عليه السلام او د هغه اولاد ته ئې پر فرشتو د هغه د علم له امله فضيلت وركړ؛

د اشياءو په پېژندو كي تر فرشتو وړاندي او اعلم وو او فرشتې ئې وگمارلې چي د هغه په وړاندي سجده وكړي

او د زمكي د خلافت لپاره ئې تر ځان وړ وگڼي. دا نه د صرف او نحو علم وو او نه منطق او فلسفه.

د قرآن نژدې پنځه سوه آيتونه احكام دي او تر شپږ زره زيات ئې د عالم (زمكي او آسمان) او د هغه د رب د سمي پېژندا په اړه دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک