حزب اسلامي د یو نوي پړاو په درشل کي؛ د خوب له تعبیره!
مستیار
د حکمتیار صاحب یو خوب او تعبیر ئې د لوستونکو په وړاندي ږدم او ورپسې ئې هغه تعبیر هم د لوستونکو په وړاندي په ډېر آدب او احترام سره وړاندي کول غوړام چي زه ئې له ځان سره لرم.
خوب: په سپوږمۍ کي وران کورونه
د روسانو د وتلو په شپو ورځو کي مي خوب لیدو چي سپوږمۍ ته ختلی یم،که ګورم چي په سپوږمۍ کي سختي زلزلې شوې دي او هلته ټول کورونه وران شوي دي،یوازي یو کور روغ پاته وي،دا کور له سمنټو جوړ وي،رنګ ئې هم سمنټو ته ورته،ډېر کلک او ستر وي،راته وویل شي چي دا د حزب اسلامي کور دئ،له ځان سره ووایم:په سپوږمۍ کي خو آکسېجن نشته،دا کور ئې څنګه جوړ کړی او مواد ئې څنګه را انتقال کړي،کور ته ور ننوځم خو که ګورم چي هغه جومات دئ،…په همدې کي له خوب را ویښ شوم.
تعبیر ئې حکمتیار صاحب داسي وړاندي کړی:په افغانستان کي به سخت حالت راشي،ځکه قرآن سپوږمۍ د آیة اللیل په نامه ياده کړې او سخت حالت ئې له شپې سره تشبیه کړی،پدې سخت حالت کي به نوري ډلي له منځه ولاړي شي او حزب اسلامي به پاته وي،پاته کېدا به ئې داسي وي چي ماته به هم د حیرانتیا وړ وي.ګمان کوم چي دا خوب رښتیا شو.
پورتنی خوب او تعبیر ئې ما له خوبونه او تعبیرونه کتاب (۹۳) صفحې اخیستی،د خوب د بېلو بېلو برخو او تعبیر په اړه ئې څو عرائض لرم:دا ستر او سپېڅلی خوب دئ،رحماني منشاء لري،د اهمیت او حالاتو په اړه د عزیز مصر له هغه خوب سره پرتله کېدای شي چي یوسف(ع) ورته تعبیر کړی، د دې خوب له تعبیر سره د حزب اسلامي برخلیک او امتداد تړلی،که په دقت او غور سره ئې ټولي برخي تعبیر شي نو یقیناً چي باید په اړه ئې له ځان سره لازم تدابیر ونیسو، د تعبیر په پای کي ددې جملې اضافه:(ګمان کوم چي دا خوب رښتیا شو) یو خاص مطلب افاده کوي او هغه دا چي محترم حکمتیار صاحب ئې پر تعبیر هغه مهال متیقین نه وو.
پورتنی تعبیر حکمتیار صاحب څه وخت له ځان سره قبول کړی پدې اړه کره علم نلرم،مګر د کتاب چاپ د اسد ۱۳۹۳ کال کي شوی،که ووایو: د اسد ۱۳۹۳ کال کي حکمتیار صاحب پورتنی تعبیر له ځان سره منلی او د کتاب په بڼه تر موږ رسېدلی،نو ددې معنیٰ داده چي د اسد ۱۳۹۳ کال مخکي چي کوم تحولات تېر شوي حکمتیار صاحب هغه د آیة اللیل او یا سختي زلزلې په تو ګه له ځان سره منلي دي،که لږ نور غور وکړو د روسانو له وتو او بیا تر اسد ۱۳۹۳ کال پوري حزب اسلامي د هیواد په داخل کي د کومو انقلابونو شاهد پاته شوی؟
د ډاکټر نجیب،مجددي،رباني،طالبان او ناټو اشغال دوره د حکمتیار صاحب پورتنی خوب او تعبیر ئې په بر کي نیسي،
خو سوال دادئ : پدې دورو کي سخته زلزله کومه یوه وه او یا د حکتیار صاحب د تعبیر د یوې برخي پر اساس کومه دوره د آیة اللیل په توګه له ځان سره نیولای شو؟داسي چي آکسېجن د بقاء او ژوندون لمړنۍ وسیله ده،لدې پرته د حزب اسلامي مواد را انتقالول ،د حزب اسلامي له څه درزونو سره باقي پاته کېدل.
جقیقت دادئ چي په پورتنیو پنځو دورو کي د یوې اطلاق د خوب پر دې حالت نشي کېدای،دا ځکه چي د خوب دا برخه ډېره څرګنده او واضح ده:په سپوږمۍ کي سختي زلزلې شوي دي او هلته ټول کورونه وران شوي دي،د آکسېجن نه شتون هم یو خاص حالت افاده کوي،دا برخه ئې هم غور غواړي: ددې کور جوړولو مواد ئې له کومه را انتقال کړي دي چي ددې معنیٰ داده :حکمتیار صاحب د موادو د انتقال له سلسلې او جریان بې خبر ساتل شوی دئ،لدې هم بې خبر دئ چي دا د حزب اسلامي کور دئ او کورته له داخلېدو ورسته ورته معلومیږي چي دا جومات دئ.
که لږ نور ځیر شو او دقت وکړو نو باید د ډاکټر نجیب، مجددي او رباني دوره حذف کړو،دا ځکه چي پدې درې دورو کي څه نه تر سترګو کیږي چي نور ټول کورونه یا د خوب په رمز احزاب دي له منځه تللي وي.
د طالبانو لمړۍ دوره ددې خوب پر برابر یو څه سمون خوري،مګر ددې دورې اطلاق په پوره ډول نشي کېدای، د لاندي دلائلو پر اساس:
۱-ټول احزاب له منځه نه دي تللي.
۲-حزب اسلامي له هیواد بهر شتون او فعالیت درلود.
۳-د طالبانو تر چتر لاندي القاعده وجود درلود.
پنځمه د اشغال دوره ده چي حزب اسلامي لدې ناحیې دوه پړاوه لري:
۱- د امریکا او ناټو په خلاف د قتال فی سبیل الله مرحله.
۲-له جمهوري نظام سره د صلحي توافقنامه لاسلیکول چي تقریباً شپږ کاله په بر کي نیسي.
په لږ غور او دقت سره ویلای شو چي پورتنۍ دواړي مرحلې د خوب له حالت سره سمون نه لري.
۱-سیاسي احزابو د نظام په حمایت کي وجود درلود.
۲- سیاسي او دعوتي احزابو د نظام او اشغال په خلاف د کابل په داخل کي وجود در لود.
۳-جهادي او متشدد ګوندونو د نظام او اشغال په خلاف وجود درلود.
تر دې ځایه موږ د پورتني تعبیر په اړه دومره ویلای شو چي پورتنۍ مرحلې او ۱۳۹۳ کال پوري موږ ته داسي شواهد په لاس ندي را غلي چي دا تعبیر دي پرې تصدیق شي.
د حزب اسلامي دوهم پړاو د نظام او اشغال په خلاف:
که څه هم تر ۱۳۹۳ کال پوري مراحل پوره شوي دي،مګر صحیح او دقیق تعبیر لا تر اوسه په لاس نه دئ راغلی،ځکه اړ یو چي ټول مراحل په دقت او غور سره وڅېړو او د صحیح تعبیر په رڼا کي ئې خپله تګلاره او نقشه و سنجوو.
۱-حزب اسلامي په پوره قوت په مرکز او ولایاتو کي وجود درلود چي نه حکمتیار صاحب او نه کوم بل چا ته د حیرانتیا او تعجب وړ خبره وه.
۲-نور ګوندونه د مخکي په څېر موجود ول.
د۱۳۹۹/۱۱/۲۴ تاریخ موږ د یو داسي انقلاب او پیښي شاهد یو چي تر دې مخکي مرحلو کي ئې بېلګه او نظیر نه وینو،حقیقت دا دئ چي د خوب ټولي کړۍ او بندونه لدې مرحلې او انقلاب سره سمون خوري،زه په پوره باور او اطمینان سره ویلای شم که د خوب ټول بندونه ددې انقلاب او سلسلې په تناظر کي و څېړل شي نو یقیناً چي موږ به خپل صحیح تعبیر ته رسېدلي یو.
د حکمتیار صاحب د تعبیر څو برخي داسي دي چي د خوب له حالت سره په پوره معنیٰ مطابقت لري،د مثال په توګه : قرآن سپوږمۍ د آیة اللیل په نامه یاده کړې،په افغانستان کي به سخت حالت راشي،سخت حالت ئې له شپې سره تشبیه شوی،پدې سخت حالت کي به نوري ډلي له منځه ولاړي شي او حزب اسلامي به پاته وي،تردې ځایه د خوب له تعبیر سره موافق یم،مګر د حیرانتیا په اړه ئې باید دومره ووایم:دا تعجب او حیرانتیا باید د خوب د نورو بندونو په تناظر کي تعبیر شي،دا ځک چي د خوب مخکنۍ څو صحنې دې ته ورته حالت لري.
زما تعبیر د حکمتیار صاحب د تعبیر په تسلسل کي :
که خوب په مختصر ډول تجزیه شي نو لاندي اجزاء ترې تشکلیږي:
۱- سخته زلزله
۲- د کورونو ورانېدا
۳-د یوه کور پاته کېدا
۴-له سمینټو جوړ،رنګ ئې سمینټو ته ورته،کلک او ستر
۵-د آکسېجن نه شتون
۶-د موادو انتقال
۷-د کور جوړېدا ته د حکمتیار صاحب حیرانتیا
۸- جومات
۱- سخته زلزله: د افغانستان ستومانه او سخت حالت د توري شپې په څېر چي مسیر او سترګک ئې ورک.
۲- د کورونو ورانېدا:د احزابو او ډلو انحلال او له منځه تلل.
۳-د یوه کور پاته کېدا:د خوب دا برخه واضح ده چي له حزب اسلامي پرته ئې پر بل شي اطلاق نشي کېدای،مګر پر ټول حزب ئې اطلاق صحیح نه دئ،دا یا د حزب خاص دعوتي او فکري مرکز دئ او یا سنګر.
۴- له سمینټو جوړ،رنګ ئې سمینټو ته ورته،کلک او ستر: د خوب دا برخه د حزب اسلامي جوړښت،محکم او ستر افکار افاده کوي،ستر والی ئې پدې معنیٰ چي ددې حزب هدف او مقصد ستر دئ او دا هدف د کلکو او محکمو افکارو پر بنسټ تشکیل شوی،چي د هر رنګه طوفان او زلزلې په مقابل کي ئې خپل ثبات له لاسه نه دئ ورکړی،په رنګ او جوړښت کي ئې کوم فرق نسته،له کومو موادو چي ئې ډانچه جوړه په هغه رنګ کي ئې ځان را څرګند کړی،داسي نه چي د نورو احزابو په څېر ئې پر ځان جعلي پوښ غوړولی.
۵- د آکسېجن نه شتون: د تنظیمي او دعوتي فعالیت نه شتون.
۶- د موادو انتقال: دا هغه تربیتي مواد دي چي ددې ستر او کلک کور په جوړښت کي استعمال شوي،مګر دلته یوه جمله اضافه کول غواړم:ښایي د تربیت اسلوب او مواد د حزب اسلامي نه وي،مګر اصول ئې داسي چي له حزب سره مطابقت لري مثلاً: متعهدین د حزب او تربیت ئې د بل داعي په لاس شوی او نتایج ئې د حزب اسلامي په کاته کي جمع شوي.
۷- د کور جوړېدا او موادو انتقال ته د حکمتیار صاحب حیرانتیا: ددې معنیٰ داده چي محترم حکمتیار صاحب به د کور جوړښت پر مهال په جریان کي نه وي پاته شوی او وروسته به ورته ویل کيږي دا د حزب اسلامي کور دئ
،تعجب ئې کړی چي پدې سختو شرایطو کي له دومره کلکو بنیادونو سره دا کار څنګه ممکن وو،د کور جوړېدا او د موادو انتقال ئې په داسي ډول شوي چي پخپله د حکمتیار صاحب د تعجب او حیرانتیا وړ ګرځېدلي چي په دومره سخت او ستر طوفان کي بیا هم محکم پاته شوی.
۸- جومات: ددې تعبیر دادئ چي دا کار به د الله د دین تر عنوان لاندي کيږي ځکه چي مساجد د الله کورونه دي او د حزب اسلامي له نوم او نښان پرته به دا د حق دعوت تحقق مومي چي له خاص ملګرو پرته به څوک ددې کار په ماهیت نه وي خبر، ځکه د حکمتیار صاحب د حیرنتیا سبب همدا مطلب افاده کوي او په لیدلو سره ئې ورته ویل کیږي دا د حزب اسلامي کور دئ.
یادونه: ما درې خوبونه هغه وخت محترم مشر ته لېږلي چي د خوبونه او تعبیرنه په کتاب مصروف وو،د حماد په نوم، په کتاب کي له تعبیرو سره یو ځای شایع شول او د یوه خوب په اړه راته خاصه سپارښتنه شوې وه:خپل هغه حالت حفظ که چي د خوب لیدلو پر مهال دي درلود،اوس باید ددې لیکني په درلودلو سره ووایم:هغه وخت مي د محصلینو اسلامي تنظیم کي وظایف تر سره کول او څه وخت مي د خاصو عواملو په وجه کار پرېښودلی وو،مګر کله چي مي د حکمتیار صاحب سپارښتنه د کتاب له لاري ولوستله نو له سترګو مي اوښکي توی شوې.
د ژوند له سترو ارمانونو مي یو دادئ چي مخامخ ملاقات ور سره ولرم ،ځکه نو د هغي ورځي د را رسېدو په هیله چي په درانه حضور کي به ئې ناسته لرم.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
بس اوس لیک تہ زور ورکڑہ زکہ چی خوب دی دروغ شو خوب داسی وو چی زہ بہ امارت اسلامی خلاف۔ خبرے کوم چی امریکہ ما ولس مشر کڑی لکن ھغہ برعکس شول امارت اسلامی افغانانو زڑہ کی زایی ورکڑو تہ تش خالی لاس پاتے شوی لکہ اوس جمہوری نہ اسلامی ۔ یعمہون مصداق جوڑ شوی بس حزب فضول خبرو نہ تیر شہ اللہ تعالیٰ تہ ہو توبہ چی ثومرہ قتل عام دی کڑہ دہ سوچ وکہ
