د محترم حکمتيار غوښتنه؛ د امارت اسلامي محترم مشرتابه مقام ته!
د حزب اسلامي محترم امیر ورور حکمتیار
د امارت اسلامي حکومت محترم مشرتابه مقام ته؛
ډیرې مهمې، مشروع او قانوني غوښتنې وړاندي کړي دي:
3- د امريكا د ډالرو كڅوړي چي په حقيقت كي د زهرو كڅوړي دي او بد شيطاني عزائم او موخي ئې تر شا دي؛ په جدي توگه مستردول؛ منل ئې نه زموږ دين جائز گڼي او نه ئې زموږ ايمان او غيرت.
افغانان او نړۍ وال داسي گمان كوي چي دا كڅوړي د هېواد د فضاء پېرلو بيه ده، دا ننگين تور بايد غلط ثابت كړو. امريكا زموږ پوروړې ده؛
د يو مليون افغانانو د وژلو ديت او د افغانستان د ورانولو غرامت بايد ترې وغواړو، هر ډول سياسي تعامل مو بايد په دې ديت او غرامت پوري مشروط وي؛
د دوحې په معاهدې كي بايد په واضحو الفاظو د دې يادونه شوې وى؛ خو په معاهدې كي د ديت او غرامت پر ځاى دا راغلي چي امريكا به د افغانستان په بيا ودانولو كي مرسته كوي.
4- دښمنان په كمين كي دي، له مخكينيو فوځي او استخباراتي چارواكو ئې اورو چي پر وتلو پښېمان دي او د بيا راتلو گواښونه كوي؛
غواړي بله جگړه پر افغانانو وتپي.
5- د ناټو غړو هېوادونو تر يو نيم لك زيات هغه افغانان له ځان سره بېولي چي د اشغال په دوران كي ئې په مختلفو برخو كي استخدام كړي وو؛
ډېرى ئې په نظامي، استخباراتي، مطبوعاتي، او سياسي برخو كي استخدام شوي افراد دي؛ امريكا تر يو لك زيات بېولي او د دېرش زره نورو بېولو پرېكړه ئې كړې؛
د هغوى روزل، په بېلو بېلو ډلو كي تنظيمول، جنگ ته سوقول، دفترونه، تلويزيوني چينلونه ورته جوړول، د نظامي عملياتو راپورونه ئې خپرول روان دي؛ د مخنيوي لپاره ئې بايد لازم تدابير ونيول شي.
6. د دې گواښونو مقابله يوازي يوه اساسي لاره لري؛ ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت ته چمتو كول؛
له دوى چي كومي وسلې اخيستل شوي هغه بايد بېرته وركړى شي؛ اخيستل ئې نه شرعي جواز لري او نه عقلي توجيه؛
زموږ او د نورو هېوادو تجربو ښودلې چي يوازي په دولتي نظامي ځواكونو سره د داسي گواښونو مقابله ممكنه نه ده،
زموږ فوځونو نه د شوروي تجاوز په وړاندي مقاومت وكړى شو او نه د ناټو؛ دا ولسي جهاد وو چي دواړو ته ئې ماته وركړه. د ولس بې وسلې كول شريرو كړيو ته دا فرصت په لاس وركوي چي په كليو كي د بې وسلې خلكو امنيت مختل كړي،
په غلاوو لاس پوري كړي، د لارو امنيت له منځه يوسي؛ د ملت له متن راپاڅېدلي حكومتونه پر خپل ولس اعتماد كوي،
دا متقابل اعتماد او باور دې ته لار اواروي چي د مخالفينو شريري كړۍ په هيڅ ځاى كي د ساه اخيستلو مجال تر لاسه نه كړي.
