No-IMG

مهم ترين های امروز دوشنبه

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې (UNHCR) د استازي لیونارد زولو په مشرۍ پلاوي په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست قلندر عباد سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې کتنه کې ښاغلي عباد د راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیا په برخه کې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د یادې نړۍوالې ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

: ‏وزارت معادن و پترولیم گفته است که در دیدار میان سرپرست این وزارت با مسوولان پروژه مس عینک در باره تامین ۴۰۰ میگاوات برق گفت‌وگو شد.

در خبرنامه این وزارت آمده است که رییس شرکت قراردادی مس عینک برنامه‌های کاری و پیشنهادهای شان را به‌منظور آغاز کار عملی این پروژه با شهاب‌الدین دلاور شریک ساختند. برخی مسوولان وزارت انرژی و آب نیز در این دیدار حضور داشتند و به مسوولان شرکت قراردادی اطمینان دادند که در تامین ۴۰۰ میگاوات برق همکاری می‌کنند.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال مارکوس پوټزل سره کتلي دي. د ښاغلي کرزي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو پر بیا پرانیستو ټينګار شوی او په هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره ملي تفاهم اړین بلل شوی دی.

: ‏د انګلستان د «Kids OR» خیریه بنسټ مسوولانو په کابل کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له مرستیال عبدالولي حقاني سره کتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغې کتنه کې یاد بنسټ د اتاترک روغتون د عملیات خونې د بیارغونې، او دغه روغتون ته د طبي تجهیزاتو د ورکړې ژمنه کړې ده. په دغې کتنه کې همدارنګه د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، دوامداره همکاریو او ګڼو نورو روغتیايي موضوع‌ګانو په هکله بحث او خبرې اترې شوې دي.

: ‏تېره ورځ (یکشنبه، غويي ۲) له پاکستان او ایرانه زرګونه کسان را اړول شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، ۶۷۳ تنه افغان کډوال د د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو هېواد ته را اړول شوي دي. د وزارت د خبرپاڼې لمخې، دغه کډوال له را اوښتو سره سم د کډوالو ملاتړ بنسټونو ته هم ور پیژندل شوي او نغدي مرستې هم ورسره شوې ده. اخوا، دغه وزارت له ایرانه هم د شاوخوا ۲ زره افغان کډوالو د را اړول کېدو خبر ورکړی دی.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مله پلاوي یې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي. د ریاست‌الوزرا عمومي ریاست په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغې کتنه کې ښاعلي بخیت افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي او غړو سفر له اسلامي امارت سره د یاد سازمان د غوره نیت او ښو اړیکو له امله وباله. او اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره همکاريو او مرستو ته ژمن دی.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي پرون د افغانستان لپاره د ایران ځانگړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې «پدې لیدنې کې قمي پر غزې د صهیونیستي رژیم د ښکاره تېري په هکله د ا.ا له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د حملې غندنې څخه مننه کړې او سیستان ته د هلمند سیند د اوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه خوښي څرګنده کړې ده

: ‏د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د اسلامي همکاریو سازمان مسوولینو سره لیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې قلندر عباد له دغه سازمان څخه د روغتیا په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې. په خبرپاڼه کې راغلي، چې بل لورته د دې سازمان سرمنشي مرستیال د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

: ‏شمار قربانیان حملات اسرائیل به غزه به 34 هزار و 151 نفر رسید.

وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 54 فلسطینی دیگر در غزه شهيد و 104 تن دیگر نیز زخمی شدند.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو، سیمه ییزو مسایلو، سوداګرۍ، انرژۍ، اړیکو، کلتوري مسایلو خبرې شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د غزې په روان وضعیت اندیښنه ښودلې او د سملاسي او غیرې مشروط اوربند غوښتنه یې کړې.

: ‏د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» ویلي چې امریکا به په یوکراین کې هم لکه په ویتنام او افغانستان کې شرموونکې ماته وخوري.

د امریکا د استازو جرگې لخوا له یوکراین سره د ۶۰ میلیاردو ډالرو مرستې تر منظوریدو وروسته «زاخارووا» ویلي «امریکا غواړي تر آخري یوکرایني پورې جگړې ته دوام ورکړي

: ‏سید علی خامنه‌ای رهبر مذهبی ایران در واکنش به شلیک موشک‌های این کشور به اسراییل گفته که "موضوع تعداد موشک‌های شلیک‌شده و یا موشک‌های به هدف اصابت کرده که طرف مقابل روی آن‌ها تمرکز کرده، موضوع دست دوم و فرعی است." به گزارش رسانه‌های ایرانی سید علی خامنه‌ای افزوده که ایران با شلیک این "موشک‌ها قدرت و اراده ملت" خود را به نمایش گذاشته است.

ایران در اوایل هفته گذشته، صدها پهپاد و موشک را به سوی اسراییل پرتاب کرد.

: ‏د ځمکې د کُرې ساتنې لپاره باید ټول یو موټی شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش د ځمکې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډيويي پېغام کې غوښتنه کړې چې د اقلیم بدلون او نورو پېښو پر وړاندې باید په ګډه د ځمکې ساتنه وشي.

ګوترش ویلي، د ځمکې کره اقلیم بدلون، د هوا ککړتیا او د بېلابېلو ژویو لمنځه تګ له ګواښ سره مخ کړې ده.

: ‏رویټرز خبري اژانس د دوو امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د عراق له زمار ښاره د سوریې په شمال کې د امریکا پر نظامي اډې لږ تر لږه ۵ توغندي توغول شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي د فبرورۍ میاشتې له لومړیو وروسته چې په عراق کې د ایران له ملاتړ برخمنې ډلې، پر امریکا د بریدونو د درولو اعلان وکړ، دا لومړنی برید دی.

: ‏ایراني رسنیو د دغه هېواد د وسپنې پټلۍ ادارې له قوله هغه خبر رد کړی چې ګواکې د افغانستان اړوند ټرانزیټي ریل ګاډی د ایران او ترکیې پر لار درول شوی دی.

تېره ورځ ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د افغانستان ټرانزیټي توکي ترکیې ته پر لار په ایران کې درول شوي دي.

اسلامي امارت بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏د خېبر پښتونخوا ویاند وايي، په پاکستان کې په قانوني بڼه د میشتو افغان وګړو ایستل به د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي. پاکستاني رسنیو، د محمد علي سیف له قوله لیکلي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او د دغو اسنادو پر بنسټ په پاکستان کې اوسېږي، باید و نه ځورول او و نه ایستل شي.

هغه زیاته کړې چې دا ډول اقدمات د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې خرابوي.

: ‏د هېنګاو په نوم د بشري حقونو یوه ایراني سازمان ویلي، د ۲۰۲۴ زیږیز کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ۱۴ افغانان اعدام شوي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو کسانو له ډلې د ځينو د اعدام لامل قصدي وژنې او د نشه يي توکو اړوند جرمونه بلل شوي دي. د خبرپاڼې لمخې، په ۲۰۲۳ کال کې هم د ایران په بندخونو کې د ۲۸ افغانانو د اعدام حکم صادر شوی و.

: ‏ابراهیم رییسی رییس‌جمهور ایران به هدف یک سفر سه روزه‌ی رسمی وارد اسلام‌آباد شد.  وزارت خارجه پاکستان گفته که بانوی اول ایران و هیات عالی‌رتبه، آقای رییسی را در این سفر همراهی می‌کنند.

 رییس‌جمهور ایران درباره تحولات منطقه‌ای و جهانی و هم‌کاری‌های دوجانبه برای مبارزه با تهدید هراس‌افگنی گفت‌وگو خواهد کرد.

: ‏د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان له وچکالۍ او د اقلیم له بدلون سره مخ دی او باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزناک ګامونه پورته شي. د دغه پروګرام د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان ۷۹ سلنې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

خبرپاڼه زیاتوي، په ۲۰۲۳ زیږیز کال کې، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنوونکو هېوادونو په کتار کې شپږم او د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ څلورم هېواد دی.

: ‏د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د یوناما له مشرې، روزا اوتونبایوا سره کتلي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دغه کتنه کې د دواړو سازمانونو له لوري په بېلابېلو برخو کې له افغانانو د ملاتړ په موخه د پراختیايي پروژو او پلانونو په اړه خبرې شوې دي.

: ‏د ایران ولسمشر ویلي چې د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د سوداګرۍ کچه به لس مېلیارد ډالرو ته لوړه شي.

ابراهیم رییسي اسلام‌اباد ته په سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په یوې ګډه خبري غونډه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو [ایران او پاکستان] ترمنځ د سوداګرۍ اوسنۍ کچه د منلو نه‌ده او موږ په لوړه کچه د اړیکو پياوړتیا ته ژمن یو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک