د حزب اسلامي محترم امیر ورور حکمتیار / د امارت اسلامي حکومت محترم مشرتابه مقام ته؛ ډیرې مهمې، مشروع او قانوني غوښتنې وړاندي کړي دي:
د حزب اسلامي محترم امیر ورور حکمتیار
د امارت اسلامي حکومت محترم مشرتابه مقام ته؛
ډیرې مهمې، مشروع او قانوني غوښتنې وړاندي کړي دي:
1. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته؛ افغانانو ته يو ښه او بې سارى فرصت په لاس ورغى؛ داسي چي وكولى شي د خپلي خوښي اسلامي نظام، د ملت له حمايت برخمن ځواكمن او موفق حكومت، د بهرنيو له اغېز او سلطې فارغ او خپلواك هېواد ولري.
د ټولو مؤمنو افغانانو هيله دا وه چي اسلام ته ژمن او د ملت په درد دردمن افغانان به يو بل ته د ورورۍ او يو والي لاس وركړي او په گډه به د خپلو شهيدانو د سپيڅليو آرمانونو د تحقق لپاره ملا وتړي. خو نن له وضعيت داسي معلومېږي چي موږ دې لوړو آرمانونو ته د رسېدو په لار كي لا له ډېرو گواښونو او خنډونو سره مخامخ او لا اوږد مزل په مخ كي لرو.
لومړى كار چي بايد شوى وى پر يوه ډاډمن محور د ټولو هغو افغانانو راغونډول وو چي د دوو اشغالگرو (شوروي او امريكا) خلاف ستر او اوږد جهاد كي ئې فعاله او ځلانده ونډه درلوده.
2. افغانستان لا بشپړه آزادي او خپلواكي نه ده تر لاسه كړې، د هېواد فضاء لا د امريكا په واك كي ده، بې پيلوټه الوتكي ئې په مسلسله او څرگنده توگه د هېواد په فضاء كي چورلي او د خپلي خوښي بريدونه كوي.
ټام ويست د امريكا خاص استازى؛ كانگرس ته په خپلي وضاحتي وينا كي ادعاء كوي,
چي زموږ د تروريزم ضد ځواك او اداره په افغانستان كي فعال او ځواكمن حضور لري او په دې ارتباط امارت اسلامي له موږ سره پر خپلو ژمنو عمل كوي. دې حالت ته بايد د پاى ټكى كېښودل شي، امريكا بايد مجبوره كړو چي له شرارتونو لاس واخلي او د افغانستان ملي حاكميت او د زمكي او فضاء خپلواكي ته درناوى وكړي؛
كه ئې نه مني نو سفارت ئې محاصره او بند كړى شي
او ټول امريكايان د سفارت د پرسونل په شمول له هېواد وايستل شي.!!
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
افغان ها بهترین فرصت را در حال حاضر دارد تا به یک دولت کامل اسلامی و اجماع ملی برسند، ولی فکر نکنم است اتفاق بی افتاد وضعیت فعلی گواه این است. به امید افغانستان مرفع و خودکفا
نپوهېږم حکمتيار لېونی دی او که افغانان؟ سره له دې چې دغه حکمتيار په ډېره سپین سترګۍ او ذلالت سره آمریکا ته تسلیم او د اشغالګرو تر چتر لاندي کابل کې یې استوګنه غوره کړه او په ټوله کړې مبارزه یې پښه کش کړه؛ نن بیا امارت ته مشورې ورکوي؟ عجيبه ده ولا
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. د جناب حکمتیار صاحب ددعه مشورو ثخه باید گته واخیستل شی امارت باید نور تعصب او خودخواهی بنده کری او زر تر زره د حزب اسلامی له امیر سره خپل تول مشکلات شریک او په گده د افغانیستان په حکومت داری گی یو بل ته لاس ورکری او جوری کاندی. زمینی او هوایی استخباراتی خارجی شبکی باید د بین المللی د قوانینو مطابق بندی شی او د ناقضانو ثخه یی باید شکایت وشی خو که چیرته امارتیان هم د امریکا او ناتو جاسو سان وی او په گوانتنامو او بگرام کی تربیه شوی وی او نن بیرته د اسلام له نوم او دین ثخه په افغانستان کی استفاده کوی نو بیا تول ملت او اصیلو مجاهیدینو ته پکار ده چی سره یوشی او دا وطن د خارجی جاسوسانو او غلامانو ثخه وژغوری. اما که امارت واقعی اسلامی حکومت وی نو باید د افغانیستان تول سلامی احزاب ومنی او د فعالیت زمینه ورته برابره کری ، په حکو مت کی یی شریک کاندی. حزب اسلامی نه د گوانتنامو جاسو لری او نه د بگرام کوم جاسوس. د حزب اسلامی مجاهدینو کوم جهاد او مبارزه چی د ناتو او امریکا په خلاف وکره په ننی زمان کی یی مثال یا نشته او یا کم دی. د حزب اسلامی راتگ د صلحی له لاری وطن ته باالاخیره د ناتو، امریکا سبب شو اود جمهوری دولت د نسکوریدو باعث شو. د افغانستان اصلی فاتح حزب اسلامی او مجاهدین یی دی. اوس دا نو دیره د شرم خبره ده چی دامارت کسان وایی موژ ناتو او امریکا ته شکست ورکره. د حزب اسلامی له همکاریو ثخه بغیر تاسو شغالان وی او یاست . اوس تاسو او ملا هیبت الله ته په کارده چی د حزب اسلامی نصیحتونو ته غوږ ونیسی او وطن په گده وژغوری ومن الله توفیق.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ۔ اولین ځل دۍ هغه څه چی زما آرمان وو دی شهادت میدیا راپوره کړ ای کاش لوۍ خدای ج دی میدیا مشرانو توفیق ورکړی چی دا میډ یا په یوه جهانی تلویزیون بدله کړې تر څو نړیوال او افغان ولس له اصلی اسلامه خبرکړی ځکه دا اسلام خو اسلام نما کفارو هومره بدنام کړ چی نور نوم نه شو یاده ولۍ والسلام مع الاحترام
حزب اسلامى هميشه د ملت درد محسوس کړى او نپکى او غوره سالمى مشورى خپلو رقيب او حريف ته ددى ملت دهوساينى لپاره ورکړى با يد د حزب اسلامى با تجربه باايمان با تجربه نفوذ څخه کار واخلى او بايد طالبا ن د خپلى سخت درزٸ ۔ او تعصب څخه نور ووزى دا غلطى دوى په اوله دوره کى هم کړى وه دوباره تکرارول به ي يو بل خارجى مداخلت ته لار هوارول وى
