No-IMG

مهم ترين های امروز شنبه:

: ‏لغمان کې د وروستیو ورښتونو له امله رامنځته شویو سېلابونو دوه تنه مړه کړي او درې تنه نور یې ژوبل کړي دي.

د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالنور رسولي طلوع‌نیوز ته ویلي، د مرکز مهترلام په ګډون د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې په دغو سېلابونو کې ۲۲ څاروي تلف شوي، ۱۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او شاوخوا ۱۷۳ کورونه ویجاړ شوي دي.

: ‏د افغانستان الف لوبډله روانه اوونۍ سریلانکا الف لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په موخه دغه هېواد ته سفر کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان لوبډلې دغې لوبلړۍ ته د چمتووالي په موخه د کابل په مرکزي روزنځای کې تمریناتي کمپ ترسره کړ او ټاکل شوې د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۸مه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ سیالۍ ترسره کړي.

: ‏د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د کویټ پر وړاندې لوبه مساوي کړه. دا د اسیا ملتونو په جام کې د هېواد د فوټسال لوبغاړو دویمه لوبه وه چې د ۳ پر ۳ پایلې سره پای ته ورسېده.

: ‏هلمند کې د کور چت لوېدلو له امله یوه مور او ماشوم مړه شوي او خاوند یې ژوبل شوی دی. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالباري راشد د پېښې پخلی کوي او وایي، دغه پېښه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست اټکل کړی چې سبا (یک‌شنبې، د غوايي په دویمه) د  ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، روزګان، زابل، غزني، پکتیکا، خوست، لوګر او پکتیا ولایتونه به د باران د ورښت او د سېلابونو د راتلو شاهدان وي.

: ‏د چارو ادارې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د چارو ادارې رییس نورالحق انور د دغې ادارې په اوونیزه غونډه کې له دولتي چارواکو غوښتي چې د بیت‌المال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د بیت‌المال توکي او وسایط په شخصي چارو کې مصرف نه‌کړي.

: ‏باشندگان غرب کابل خبر دادند که انفجاری شام شنبه، اول ثور، در گولایی دواخانه، در حوزه ششم امنیتی این شهر به وقوع پیوسته است.

یک شاهد به يک رسانه خصوصی گفت دستکم سه نفر را دیده که «بعد از انفجار روی سرک افتاده بودند

: ‏مقامات پاکستانی به افغانستان اینترنشنال تایید کردند که انس حقانی، از اعضای ارشد طالبان، برای دیدن خویشاوندان خود پس از عید فطر به وزیرستان شمالی سفر کرده بود. به گفته منابعی که نخواستند نامشان ذکر شود حقانی شام پنجشنبه ۳۰ حمل از پاکستان خارج شد.

: ‏العربیه به نقل از منابعی خبر داد که دولت جو بایدن از پنتاگون، وزارت خارجه و سازمان‌های امنیتی امریکا خواسته است در مورد حمله به اصفهان سکوت کنند.

این درخواست سکوت، با هدف کاهش تنش‌ها در منطقه، به ویژه از سوی ایران مطرح شده است.

: ‏اوکراین ادعا کړې چې یوه روسۍ بم غورځوونکې الوتکه یې نسکوره کړې.

د اوکراین پوځ وايي چې د روسیې هغه الوتکه یې په نښه کړې، کومې چې پر اوکراین د تېرې ورځو بریدونو کې ونډه درلوده. راپورونه کاږي چې د دې جنګي الوتکې په بمباریو کې اته کسان وژل شوي وو.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ويلي، د افغان ښځو  حقونو د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له لورې شوې هڅې ناکامه شوي.

ګرينفيلډ زیاته کړې، امريکا افغانې ښځې هيرې کړي نه دي او د ملاتړ لپاره به يې خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

ګرينفيلډ نېوکه کړې چې افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په برخه کې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره له لاسه وتلي.

اسلامي امارت تر اوسه د ګرینفیلډ څرګندونو ته غبرګون ښودلی نه دی.

: د کورنیو چارو سرپرست وزير ويلي، تعليم د افغان بچیانو مساله ده او وايي، تر موږ نړيوال مهربانه نه دي.

د سراج الدين حقاني په خبره نړيوال باید نور دا حقیقت ومني او عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د هېچا لاسوهنې نه مني. د ارپا مېشتو يو افغان پلاوي حقاني سره ليدنه کې ويلي، چې ثبات ته لار هوارول او نړۍ سره تعامل به افغانستان ښه مسیر کې واقع کړي.

: ‏متحده ایالتونو په څلورو هغو شرکتونو بندیزونه وضع کړي چې د پاکستان بالستیک راکټونو پروگرام اکمالوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې پر یوه بیلاروسي او درییو چینایي شرکتونو چې د پاکستان اوږد واټن راکټونو پروگرام ته یې پُرزې ورکولې بندیزونه لگولي دي. دا وزارت زیاتوي چې دا بندیزونه د هغه اجرایوي حکم پراساس لگول شوي چې د ډله ییزو ویجاړونکو وسلو عرضه کوونکي تحریموي.

: ‏سازمان جهانی بهداشت از شیوع آنفولانزای پرندگان در میان انسان‌ها ابراز نگرانی کرده است. جرمی فارار دانشمند ارشد این سازمان گفته که آنفولانزای پرندگان  در دو سال اخیر به «یک بیماری همه‌گیر مشترک بین انسان و دام» تبدیل شده است.

او افزوده که هنوز هیچ گونه انتقال «اچ۵ان۱» از انسان به انسان ثبت نشده است.

شیوع آنفولانزای پرندگان در سال ۲۰۲۰ آغاز شد که تاکنون منجر به مرگ ده‌ها میلیون پرنده شده است.

: ‏وتوی پیش‌نویس قطع‌نامه عضویت کامل فلسطین در سازمان ملل از سوی امریکا واکنش‌های را به همراه داشته است. وزارت خارجه قطر با ابراز تاسف از ناکامی شورای امنیت در تصویب قطع‌نامه پیشنهادی عضویت کامل فلسطین در سازمان ملل آن را روزی اندوه‌بار برای عدالت و شکستی برای تلاش‌های برقراری صلح در منطقه دانسته است.

این وزارت در خبرنامه‌ای گفته که شکست شورای امنیت در تصویب پیش‌نویس این قطع‌نامه بار دیگر ناتوانی این شورا را در ایفای نقش و مسوولیت اش در چارچوب حفظ صلح و امنیت بین‌المللی به ویژه "در سایه جنگ وحشیانه علیه نوار غزه" آشکار کرده است.

: ‏د امریکا استازو جرګې تېره ورځ (جمعه، وري۳۱مه) اوکراین، اسراییل او تایوان سره د مرستې ۹۵ میلیارده ډالري کڅوړه تصویب کړه. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کڅوړه د ۹۴ مخالفو رایو پر وړاندې د ۳۱۶ مثبتو رايو په مرسته تصویب شوه او تمه ده د وروستي تایید په موخه سنا جرګې ته وړاندې شي.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په برخه کې د امنیت شورا پر ناکامۍ خواشیني څرګنده کړه.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا امنیت شورا کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په ویټو کولو سره، خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره د فلسطیني وګړو مخه ونیوله او د دغه هېواد سره یې "تاریخي ظلم" ته دوام ورکړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا استازي دغه سازمان کې د فلسطین غړیتوب په اړه د امنیت شورا د پرېکړه لیک مسوده ویټو کړه.

: ‏رویټرز د بغداد په سوېل کې د حشد الشعبي په پوځي اډه کې د چاودنې خبر ورکړی دی.

رویټرز د دوو امنیتي سرچینو په حواله لیکلي دغه چاودنه یو هوایي برید و چې تېره شپه ناوخته رامنځته شو. دغه سرچینو ویلي، په پېښه کې چاته ځانې زیان نه دی رسېدلی خو په خبره یې مالي زیان یې اړولی دی.

: ‏د ایران بهرنیو چارو وزیر، حسین امیرعبداللهیان په دغه هېواد کې د تېرې ورځې (جمعه د وري ۳۱مه) بریدونه کم ارزښته بللي دي. هغه له ان بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي، "هغه څه چې تېره شپه پېښ شوه، برید نه وه. دا ډرون نه وې بلکې د ماشومانو د لوبو سامان په څېر یو څه وو."

حسین امیرعبداللهیان پر اسراییلو د دغه برید له پړه اچولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې ایران تر هغه غبرګون نه ښیي څو اسراییل د پام وړ برید ونه کړي.

: ‏د «حال‌وش» مرکز چې د بشري حقونو مسایلو ته پوښښ ورکوي لیکلي چې په ایران کې څلور افغانان اعدام شوي دي.

د حال‌وش د اعلامیې پر بنسټ، افغان وګړي له هغې ډلې دوه وروڼه د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر سهار د نشه‌يي توکو په کارو بار کې د لاس لرلو په تور د مشهد په وکیل‌اباد زندان کې اعدام شوي دي. حال‌وش د دغو کسانو نومونه زمان طاهري، سلام طاهري، غلا قادر ساماني او ابراهیم نورزهي یاد کړي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک