هغه فساد او لويه فتنه چې زمونږ د ټولنيز منفي ذهنيت پيداوار دي
هغه فساد او لويه فتنه چې زمونږ د ټولنيز منفي ذهنيت پيداوار دي او مونږ يي په خاموشي استقبالوو او ډير زر به زمونږ کورني او ټولنيز ارزښتونه تباه کړي..
تاسو به د ټيک ټاک او سوشل ميډيا جعلي ستورو خطابونه او القاب اوريدلي وي، په ځانګړي ډول زمونږ د پښتنو يو شمير ټاميان، ايجړا ګان او کنځل مار چې د خپلو شرمګاوو نمايشونه کوي، ميکپ کولو نه ورسته ناز او نخرې کوي، يو شمېر يي دلته دي او يو شمير يي له اروپا او امريکا لايف راځي او په مختلفو شکلونو ښکاره هغه الفاظ، تعبيرات، حرکات او کنځل کوي چې شايد شيطان هم تري وشمرميږي...
مونږ په ظاهره په يوه خوله دوي ملامتوه، بد رد ورته وايو
ليکن من حيث اسلامي مسوليت، پښتنو معاشرتي ارزښتونو له مخې او اجتماعي انساني مسوليت په اساس هيڅ څوک
دا ارزونه نه کوو چې!
دغه ډول خلکو د ټيک ټاک او نورو سوشل ميډيا اکاونټون په لس هاوو زره فالورز څوک دي؟
دغه ډول خلکو ادا ګانو او نخرو ته څوک په زرګونو لایکونه ورکوي؟
دغه ډول سپکو خلکو چې هيڅ ډول مثبت سرګرمي او مهارت نلري له هغوي څخه مجازي هيروګان چا جوړ کړی ؟
دغه ډول خلکو تصويرونو ته څوک لاندې ماشاءالله، ښکلي او داسې نور الفاظ ليکي؟
دغه ډول خلکو ځانګړي اداګانو ته لايکونه او کمنټونو کولو سره يي څوک دومره تشویقوي او ترغيبوي ؟
دغه ډول خلک چې لايف راځي څوک ورسره په زرګونو تعداد سره انلاين وي؟
چا دغو خلکو ته دا روحيه ورکړي چې تاسي په زرګونو کي متفاوت ياست او په مثبتی سرګرمي بوخت يي؟
ايا دوي کوم متبحر علماء دی؟ آيا دوی کوم سانس دانان او پروفيسران دي؟ آيا دوي کوم مجبوب ليډران او يا سکالر شخصيتونه دي؟ آيا دغه ځوانانو، ايجړاګانو او کنځل مارو کومه ځانګړې علمي او ملي کارنامه کړي؟
دا ټول زمونږ هغه مريض او غرضي ذهنيت دي چې د عيبونو ډګ ترجيحات او معيار لري..
که چېرې دغه خلکو اکاونټونو ته ورشي د معاشری هر ډول خلک به ورکي ومومي چي دوي سره به ملګري وي
دا زمونږ د ټولنيز منفی ذهنيت پيداوار دی دا زموږ د اجتماعي عدم مسوليت شيرازه ده.
دا زمونږ وايروس وهلي هغه کردار نتيجه ده چي د نورو اولادونو ته خوښوو ليکن خپلو ته نه.
ته څه فکر کوي جناب حاجي صاحب او جناب مشره او جناب هر څوک چې يي! آيا دغه ډول خلک چې ستا په فالو کولو پرموټ شي سبا ستا اولاد دا نه ګوري، هغه به ورڅخه دا ټولوي نخري نه زده کوي ؟ آيا دا فتنه څخه به ستا کورنۍ او ټولنه محفوظه پاتي شی ؟
ځواب واضح دي .
چي ته حاجي صاحب تري محفوظ پاتي نشوي! چي ته مشر تر محفوظ پاتي نشوي! چي ته ځوان تري محفوظ پاتي نشوي! چي ته پلار، تره او ماما تري محفوظ پاتي نشوي!
نو ستا اولاد، وراره او خوريي به تري هيڅکله محفوظ پاتي نشي، لري يا نږدي دا فتنه به تاسو کور ته هم داخله شي..
د د الله په' خاطر نن خپل اکاونټ ته لاړ شي او دغه ډول خلک ټول بلاک کړي..
وما علينا الا البلاغ
