مهم ترين های امروز پنج شنبه
✒️: وزارت ترانسپورت و هوانوردی از احتمال بارش شدید باران همراه با سیلابهای آنی در روزهای جمعه و شنبه در ۲۹ ولایت کشور خبر داده است.
بر بنیاد خبرنامه این وزارت، فردا و پس فردا (۳۱ حمل و ۱ ثور) ولایتهای بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونر، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، سمنگان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، دایکندی، بادغیس، غور، هلمند، ارزگان، قندهار، زابل و سالنگها، گواه بارش باران خواهند بود.
✒️: شیر احمد برهانی سخنگوی قوماندانی امنیه بغلان، میگوید که در نتیجه یک رویداد ترافیکی در منطقه لرخواب از مربوطات ولسوالی دوشی، یک تن جان باخته و به شمول یک زن، چهار تن دیگر زخمی شدهاند. به گفته آقای برهانی، این رویداد در نتیجه تصادم دو واسطه نوع ۵۸۰ و کرولا رخ داده است.
✒️: مسوولان محلی در سمنگان از قتل یک جوان در این ولایت خبر میدهند. فیروزالدین منیب رییس اطلاعات و فرهنگ سمنگان میگوید یک جوان که باشنده روستای «دره زندان» شهر ایبک بود سهشنبه شب، ۲۸ حمل، از سوی افراد ناشناس به قتل رسیده است. تا اکنون انگیزه و علت این رویداد روشن نیست و نیروهای امنیتی در تلاش شناسایی و بازداشت عاملان این رویداد هستند.
✒️: جاده قندهار-ارزگان به دلیل بارش شدید باران بسته شد.
✒️: د چین او اسلامي امارت پلاوو ترمنځ په بیجینګ کې پر بشري مرستو، سوداګریزو اړیکو او نورو ګڼو مسایلو ناسته شوې.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د چين او اسلامي امارت ترمنځ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د رابطې ميکانيزمونو درېيمه ناسته» کې افغان لوري د چین د مرستو د لا اغېزمنتیا لپاره له چینایي لوري سره خپل وړاندیزونه شریک کړي دي.
د خبرپاڼې لمخې، چین له افغانستان سره د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدو او د زړه په سوري د اخته ناروغانو درملنې برخو کې د مرستو ژمنې کړي دي.
✒️: امیرعبداللهیان: قبل و بعد از عملیات وعده صادق به آمریکاییها پیام دادیم.
حسین امیرعبداللهیان، وزیر امور خارجه ایران که به منظور شرکت در نشست شورای امنیت سازمان ملل درباره فلسطین به نیویورک سفر کرده گفت: به دلیل اینکه رژیم اسرائیل در یک اقدام تروریستی، سفارت ایران را در دمشق بصورت مستقیم هدف قرار داد، و ما مدتها با درک شرایط منطقه خویشتنداری کرده بودیم و مرتب به دبیرکل سازمان ملل اعلام می کردیم که شورای امنیت باید به وظیفه خودش برای مقابله با این اقدامات رژیم اسرائیل عمل کند؛ از زمانی که ایران تصمیم گرفته شد، که در چارچوب حقوق بینالملل و دفاع مشروع، پاسخ لازم روی رژیم اسرائیل داده شود و هشدار و تنبیه لازم صورت بگیرد، ما آمریکا را مطلع کردیم.
✒️: ادعای "موافقت آمریکا با طرح حمله اسرائیل به رفح به شرط عدم حمله به ایران".
به گزارش روزنامه قطری العربی الجدید به نقل از مقامات مصری، آمریکا به شرط عدم حمله همه جانبه به ایران با طرح حمله اسرائیل به رفح که حدود 1.5 میلیون آواره فلسطینی در آن پناهبردهاند، موافقت کرده است.
در حالی که انتظار میرود اسرائیل با صدها هواپیمای بدون سرنشین کامیکازه، موشکهای بالستیک و کروز به حملات ایران در 13 آوریل پاسخ دهد، تحولات جدیدی در مورد طرح حمله به رفح که بنا به گزارشها به تعویق افتاده است، به چشم م خورد.
✒️: گوترش: حدود 250 امدادگر بشردوستانه پس از 7 اکتبر در غزه کشته شدند که 180 نفر از آنها پرسنل سازمان ملل بودند. خواستار تحقیق در مورد کشته شدن آنها هستیم.
خاورمیانه در آستانه یک فاجعه قرار دارد و این چرخه انتقام خونین، فورا باید پایان یابد.
✒️: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د دوی یوه کوچني برید ته به هم په بېړه ځواب ورکړي. اخوا؛ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بیا څرګنده کړې چې پر ایران د برید څرنګوالي پرېکړه به یوازې اسراییل کوي.
✒️: راپورونه کاږي چې روسي پوځیانو پر اوکراین هوايي بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي. راپورونه زیاتوي، دغه بریدونه د اوکراین په چهرنهیف ښار کې پر عامه کورونو ترسره شوي دي.
✒️: د خیبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان سګو سیمه کې د پاکستان پر استخبارتي مامورینو برید شوی چې ۴ تنه پکې وژل شوي دي. د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو ځايي پولیس وايي، چې په دې تړاو پلټنې کوي.
✒️: د فلسطين د روغتیا وزارت ویلي، چې پر غزې د اسراییلو بریدونو له پیل راهیسې تر دې دمه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۴ زرو او د ټپیانو شمېر ۷۶ زره ۷۷۰ کسانو ته رسېدلی دی.
✒️: پاکستاني چارواکو ویلي چې له دې هیواده د افغانانو د ایستلو په دوهمې مرحلې کې به پاکستان یو میلیون افغانان اخراج کړي.
«اکسپرس تریبیون» د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي چې د افغانانو د ایستلو د پروسي پلان جوړ شوی او د اخراجیدونکو افغانانو موقعیتونه هم مشخص شوي دي.
✒️: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددې هیواد د قول اردو قوماندانانو ویلي چې په پاکستان کې د تروریستي عملیاتو هدف د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) تخریبول دي. د پاکستان د قول اردو قوماندانانو کنفرانس چې راولپنډۍ کې د «عاصم منیر» تر مشرۍ لاندې جوړ شوی و په پاکستان کې تروریستي عملیات د سیمې او نړۍ امنیت ته هم گواښ بللي دي.
✒️: بارندگیهای شدید سبب سرازیر شدن سیلابها در شهر دبی شده است.
این بارندگیها و سیلابهای شدید زیانهای هنگفت مالی نیز برجا گذاشته و سبب تخریب وسایط نقلیه، خیابانها و توقف ترافیک شده است.
✒️: امریکا وایي د ښځو لپاره مساوي حقونه یې لا هم د افغانستان پر وړاندې د پالیسۍ مهم اصل دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وېدانټ پټېل خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، له «طالبانو» سره د اړوندو چینلونو له لارې په خبرو کې وریادوي، چې مشروعیت تر هغې نه ترلاسه کیږي تر هغې چې د هېواد نیمایي وګړي په ټولنه او اقتصاد کې ونډه وانخلي.
✒️: ملګرو ملتونو د افغاستان په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې یې ۱۳ میلیونه افغانانو ته خوراکي مرستې ویشلي او ادعا یې کړې، د ۲۰۲۱ کال اګسټ راوروسته د دوی بشري مرستو میلیونونه افغانان له قحطۍ ژغورلي او د اقتصادي پرځېدا مخه یې نېولې ده. په راپور کې ویل شوي، د هرات زلزلو او له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو راستنېدنه د ۲۰۲۳ کال تر ټولو لویې ستونزې وې او دا یې وښوده چې افغانستان کې دوامداره نړۍوال ملاتړ او ښکېلتیا ته اړتیا ده.
د یوناما مرستیال او افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي اینډریکا راټواټه په دغه راپور کې ادعا کړې، خوړو ته نه لاسرسی د افغانانو لویه ستونزه ده او په خبره یې چې په ۲۰۲۴ کال کې به نږدې ۱۶ میلیونه افغان وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي.
✒️: د بې پولې ډاکټرانو بنسټ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو له پیله اندېښنه ښودلې ده.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، که په پاکستان کې میشت افغان کډوال، په جبري توګه و ایستل شي د دغو کډوالو پر وضعیت به بد اغېز وکړي.
خبرپاڼه کاږي چې پاکستان په لومړي پړاو کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استولي او هغه ۸۰۰ زره کسان هم اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دي چې د اې سي سي( افغاني تابعیت کارټونه) لري.
✒️: د یوناما مشرې، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د روانو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) پر اېکس لیکلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې، روزا اوتونبایوا په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر، جی شنکر سره "د افغانستان ستونزو ته د رسېدو په موخه د سیمه ییزې او نړۍوالې همکارۍ د ارزښت" په تړاو خبرې کړي او له نوې ډيلي یې مننه کړې چې تل یې له افغانانو ملاتړ کړی دی.
